سبا به بيا غيږې له  درشم

 

لومړى څپرکى



ته کېداى شي  د نړۍ له ټولو خلکو وتښتې،خو دا  ومنه چې له ځانه نشې تښتېدلاى،ځکه زه ستا په يادونو کې ستا په ځان کې  ژوند ... هر چېرته چې لاړ شې بيا به هم زما سره اوسې او ...
دا ځل به تاسې ته يوه حيراوونکې کيسه وليکم،چې زه پخپله هم د هغې  له اتلانو څخه يم،دا کيسه به له خوندونو څخه ډک داغونه ستاسې په زړه کې کېږدي،خو له ماسره ژمنه وکړئ چې د کيسې په پاى کې به مانه ښکنځئ،او دا هر څه به په پراخه ټنډه زغمئ.
ژمنه راسره وکړئ چې ددغه سړي کيسه به ...
څنګه کولاى شم چې تاسو ته څه وليکم؟ خو کولاى شم هغه څه چې تېر شوي هغه وليکم.
زه په ځان کې دومره وړتيا اوزغم نه وينم چې ...
ماته وواياست چې تاسې هم کله په يوه لويه انسان پلورنه کې  ګډون کړى؟
دخپل ژوند په پلورنه کې،په داسې يوه پلورنه کې چې ستاسو په ژوند يې بيه ايښي وي.
ستاسوژوند،ټول هغه څيزونه چې تاسو به پرې زړه تړلى وي.
څومره ګرانه ده چې انسان د هغې جوارۍ ليدونکى وي چې د ژوند د بري يا ناکامۍ پرېکړه يې پکې کېږي.
خو ژمنه وکړئ چې ددې کيسې په پاى کې به مې پر کنځلو اولعنت نه نمانځئ،او دا حيراوونکې کيسه به پوره لولئ... که همداسې  کوئ نو زه يې هم پر ليکلو پيل کوم...
يو تريخ او غمجن ،له نفرت او خيالونو ډک خوږ،او نه هېرېدونکې کيسه درته ليکم... غوږ شئ! ما تل په ژوند کې د حيراوونکيو پېښو دراتلو او د يو چا د لرې والي احساس کړى .
خوباور وکړئ پدې نه يم پوى شوى چې د چا انتظار کوم او ورکه شوې ښاپېرۍ مې څوک ده؟
کېداى شي چې لېونى او ناپوه مې وګڼئ.
خوزه تل دخيالونو په نړۍ کې ډوب وم اود بې ځواکه اومات شوي زړه په کونج کې د تورو ورېځو له مينځه مې د يوې انجلۍ د راتلو انتظار کړى.
چې په يوې خندا مې د مات زړه په جام کې د ژوند د خوښۍ اوبه تويې کړي  اوپه يونظر مې له کاره وتي او ستړي  ځان ته سوکالي وبښي.
بالاخره هغه ورځ راورسېده،ښار تود او ګرمۍ ځپلى ووترغرمې وروسته د تهران د ګڼې ګوڼې او مېلو وخت و،او ما دتل په څېر خپلې ستړې پښې په ځان پسې راکاږلې،تلم چې ځان مې نه وخت مې،ځواني مې په يوه لرې او زړې ميخانې کې تېر کړم.
تلم چې خوښ او له غمه خلاص شم،تلم چې له يوازيتوب څخه ځان وژغورم،او پر يوه يا دوه پيالو مې روح د بې کاره وجود له زندان څخه بهر او ويې ژغورم.
هغه ورځ تر ټولو ورځو ډېر تږى وم،ترخه او بې واکه ګامونه مې اخيستل،نه پوهېږم تاسو احساس کړېده چې بعضې نظرونه ډېرد رانه وي،سوځول کوي،څه پوهېږم احساس کړې به مووي چې د چا سترګو به د شا لخوا سوځولي ياست هاغسې چې په حيرانۍ سره په شا وګورئ او په يو چا مو سترګې پريوځي.
هغه ورځ مې داسې احساس وکړ ،چې يو شوخ اووژوونکي نظرخاونده له دوو جفتو اوخدايي سترګو څخه راته راګوري.
ولړزېدم،وډارشوم،تابه ويل مرګ دى چې ماته رانېږدې کېږي،بس څنګه مې چې ويلي وو.
چې ما تل په خپل ژوند کې د حيراوونکيو او غملړلو پېښو انتظار کړى دى.
غوښتل مې وتښتم،بې له دې چې هغه د وژونکې نظر خاونده مې پېژندلې واى خو ونه شول لېوني زړه مې بيا لېونتوب وکړ وحشت يې وکړ، ټول ځان مې چغې کړې:
وګوره!... هغه وګوره!... خپله واکداره ... هغه ... هغه چې ستا دټول ځان واکداره .....
زه وګرځېدم هغه مې وليده ،... هماغه چې زما قابوکوونکې وه او د ټول ځان واکداره مې وه ... څنګه وليکم چې هغه څوک وه ؟
ځکه چې هېڅ ليکوال نه دى  بريالى شو ى ترڅو خپل واکداروستايي چې ما ستايلاى واى.
نا څاپه  مې فکر وکړ چې د صبر له جام څخه مې اوبه تويې شوې ... يوه انجلۍ هاغومره ښکلې او  جذابه چې تابه ويل خوب وينم،فکر مې وکړ چې ويره ده،تصور  او خيال دى.
پرته له دې چې ور پام مې شي ودرېدم،هغه هم ودرېده په داسې نظر يې راکتل چې د پاللو وړ وه،تور اواوږده وېښته يې په غرور او وحشي ډول پر اوږو پراته وو،سترګې مې ټينګې نه شوې،د سترګو له مخې يې وتښتېدې.
هاغه شونډې چې دياقوتو په شان وې،او دښکلولو وړ وې په يو مينه ناک اندازيې ،چيچلې،بيا يې د واورو په څېر سپينې سينې چې د سور رنګي بنيان په دام کې راګېرې وې په شرم  سره يې ځانونه راښودې.
هغه وخت مې د هغې خيالي وجود وليد،اسير يې شومه لېونى يې شوم.
داسې بې واکه شوى وم،چې د منلو وړنه  وو،ښايي ويې نه منئ که درته وليکم چې بې واکه د لېونو په څېر مې په را وتليوسترګو سره چغې کړې.
له ماڅه غواړې؟
په سرو شونډو يې نرۍ موسکا تېره شوه،داسې لکه يوه غوټۍ چې د سپرلي په سهار کې ګل شي.
پرته له دې چې  زما دناڅاپي او قهرجنو چغو له امله حيرانه شي،په داسې غږ سره چې د يو انسان له غږ سره نه بلکې تر ډېره پورې دسپوږمۍ په ارامه شپه کې د ويالې له سندريز غږ سره ورته وو وويل:
زړه دې ! داسې لکه تېر وتى چې يم،فکر مې وکړ چې ملنډې راباندې  وهي او لوبې راسره کوي لايې غږ انګازې کولې چې بيا په خبرو راغله :
وګوره ناليدلي سړيه ! واور زما د تقدير ملګريه!
ته له ما نور نه شې کولاى چې وتښتې ،ته چې هر چېرته ولاړ شې ،هر څه چې وکړې بيا به هم زما په واک کې يې زه ستا وينزه يم پرېږده چې درته ووايم کلونه وړاندې مې پېژندلى يې هما غه وخت چې دې نړۍ ته راغلې يم : ولې حيرانېږې ؟ فکر کوې چې زه لېونۍ يم ، کلونه کيږي چې په تا پسې ګرځم ، يوه زړه پالي (ارمنۍ) ښځه چې دلرېو پرتو سيمو او له پولو ها خوا له ارمنسانه دلته راغلې وه زما مور ته يې وويل چې زما د بر خليک سړى ته يې ....
باور وکړه چې دروغ نه وايم ، دشنو سترګو ، جړو وېښتانو ،نا قراره زړه ،ډنګر جګ او غمځپلي ځان سړى .... ته هماغه يې ...هماغه چې هغې ويلي وو.
په تاسف سره مې سر وخوځاوه او په خپل بد قسمت مې لعنت وويلې ...
دورځې په يوه بجه هغه وخت چې پرېشانه او غمځپلى ځان مې ديوې ميخانې خواته وړلو ،يوه جلۍ ، هماغه چې دخپالونو ناوې مې وه او له کلونو را هيسې مې په زړه کې انځور شوې وه وموندله . خو لېونۍ وه ، يوه ځنځيري لېونۍ .
هڅه مې وکړه چې دکوډګر نظر له اغېز څخه يې ځان وژغورم، او پخپله لار ولاړشم .
خو لکه زما په فکر چې پويه شوې وي لکه ماشوم چې څوک رانيسي ،لکه تږې او له شوره ډکه ښځه چې چوپتيا غواړي له لاسونو يې ونيولم او ويې ويل:
_ په خداى قسم ... داسې فکر مه کوه ... هر څه چې وايم رښتيا دي ،بېښي رښتيا ...کلونه کېږي چې مينه درسره لرم  ،پرېږده چې درته ووايم ....
 
دخلکوپه ليدو وډار شوم،په قهرجنه توګه مې خپل لاسونه د هغې له نرمو پنجو څخه خلاص کړل او ومې ويل:
_ اى لېونۍ جلۍ ! ... د يوه سړي له احساساتو سره لوبې مه کوه،او بيا مې په چټکۍ سره ګامونه واخيستل،د هغې غږ مې واورېد چې ويل يې :
_ ته کېداى شي چې د نړۍ له ټولو خلکو څخه  وتښتې خو ومنه چې له ځانه د تېښتې لار نه لرې،زه ستاپه ځان کې ژوند کوم،هر چېرې چې ولاړ شې،بيا به هم زه له تاسره يم،ته نه شې کولاى چې له ما وتښتې،نه شې کولاى...
نور نو دومره لرې شوى وم،چې غږ يې نه راته،يو عجيب اکر ( حالت ) مې درلود،تابه ويل چې له شکنجې څخه خلاص شوى يم.
لکه يو ځنځير شلوونکى طوفان يې زما د زړه په تل کې غوغا جوړه کړې وه.
يو مرموز ځواک راته ويلې چې،هغه ريښتيا وايي ته نه شې کولاى چې له هغې وتښتې،نه شې کولاى ...
ځان  مې يوې دود وهلې او ناولې ميخانې ته ورساوه،جامونه مې يو په بل پسې تش کړل،او هر جام چې تشېده دخپل زړه د خالي کېدو او د يواځېتوب احساس مې کاوه،هغه مې په ورستۍ پياله کې ليدله چې ګډېده،تاوېده،خندېده،غږ مې يې واورېد چې ويل يې: (( ته کېداى شي د نړۍ له ټولو خلکو وتښتې خو له ځانه نه شې کولاى چې وتښتې ... زه ستا په ځان کې ژوند کوم،ستا په ...))
ورځې تېرې شوې داوړي ګرم موسم هم پاى ته ورسېد،منى هم په ډېر زور او عظمت سره راغى،ټولې پاڼې يې ورژولې ، ونې يې لوڅې او بربنډې کړې.
تور کارغان د واټونو په چينارونو کېناستل،خپلې ناولي او بدرنګ غږونه يې پورته کړل،خوزه لا  تر اوسه د هغې په فکر کې وم،هره ورځ،کله به چې دساعت عقربه د يوه په عدد ودرېده،يو شور به راکې پيدا شو،سر به مې ګنګس شو،او هماغه شېبه به مې،هغه ليدله چې،په يو ستر عبادت ځاى ( معبد) کې د سروزرو پر تخت ناسته ده،او زه يې مخکې په خارو پروت يم،چغې وهم،ګرېوان شلوم،په دې خاطر چې زه د هغې د بخت سړى يم.
لږه لږه مې د احساس چينه وچېده،سوړ شوم،او زما په ژوند کې بغير له هغې څخه بل هېڅوک نه وو،خدايه ! څه کېدل که يو ځل،يواځې مې يوځل هغه بيا ليدلې واى.
تلمه  چې دهغې لپاره مې  عقل له لاسه ورکړم،تلمه چې لېونى شم،ځکه چې دغه سرګرداني او درپه دري مې په نظرکې ښه لوستل کېده.
يوه ورځ مې د خيالونو په نړۍ کې ټالۍ وهلې،سل رنګه فکرونه راته تلل او راتلل،په خپل کورکې ناست وم چې د کور ټالۍ ( زنګ ) وشرنګېده،لکه سړى چې ناڅاپه له خوبه پاڅيږي،د وره په لور مې منډې کړې،او ور مې بېرته کړ.
اوه!!! زما خدايه هغه وه هماغه ښکلې انجلۍ ، هماغه چې اسير کړى يې وم ! بې له کومې پېژندګلويې نه، په ډېر غرور چې غلى کولم يې و ويل: ومې نه غوښتل چې ډېر دې  وزوروم... پوهېدم چې زما انتظار به کوې،ما چې تاته ويلي وو،چې له ځانه نه شې کولاى وتښتې،په هماغه سادګۍ سره چې ملګري شوي وو راغلې يم،تر څو درسره خبرې وکړم،ويې ليدم چې زه لا هماغه شان په حيرانۍ ورته ګورم.
ويې خندل او زياته يې کړه:
_ اجازه نه راکوې چې کورته دې درشم،له وره  څخه لرې شوم،زما  نا منظمې او وړې خونې ته راننوته،لکه يوه وړه ماشومه چې نوې په ناسته اموخته شوې وي،زما تر څنګ کېناسته او خپل سپين لاسونه يې تر زنې لاندې کړل،خپلې سترګې يې مخامخ زما په سترګو کې وګنډلې.
د هغې دغې چوپتيا،مرموزو او عجيبو حرکتونو لېونى کړى وم،ما ددغې چوپتيا زغم نه درلود،په يوه سندريز غږ مې چې يوه نړۍ عذر په کې رانغاړل شوى وو،وويل: اخر ووايه څوک يې ؟ څه غواړې؟ له کومه ځايه راغلې يې؟ څنګه دې زما کور پيداکړ؟
لږه را مخته شوه،داسې چې تور او رنګين وېښتان يې زما په مخ راخواره شول،هاغومره رانږې شوه چې هاغه ګرم نفس يې ما په خپل مخ حس کړ،لکه يو وحشي نيلوفره چې له ونې تاوه شي،زما تر غاړې راوځړېده،او ويې ويل :
_ راځه چې دواړه وتښتو،راځه چې له دې ښاره ولاړشو،هر چېرته چې ستا زړه غواړي،هر ځاى چې ته غواړې.
وروسته غلې او په سوچونو کې ډوبه شوه،دا وخت چې هاغه پليت شيطان زما په رګونو کې ويده وو،راويښ شوى وو،وسوسې يې را اچولې،چغې يې وهلې،چې څه ته ماتل يې .؟
دوصال مېوه يې د ژوند له لوړې ونې څخه راټوله کړه،او ويې خوره،هغه په خپلو پښو ستا کورته راغلې ده،پخپله يې ځان ستا غېږې ته را اچولې دى،ولې نه غواړې چې له دې فرصت څخه ګټه واخلې؟
ولې دا هماغه جلۍ نه ده چې تا کلونه کلونه دهغې عبادت کاوه؟
خپل سرمې د هغې په سينه کېښود او ومې ويل: تاسره مينه لرم،خوله تا څخه وېرېږم،تر اوسه مې ستا نوم هم په ياد کې نشته،خو حاضر يم...
هر څه چې ته وايې حاضر يم... ووايه ... اشاره وکړه چې ستا په پښو کې ځان حلال کړم... د وجود اوريې سوړ شوى وو،زما دې خبرو دهغې انګار مړ کړ،احساس مې وکړ چې خپلې ګرمې شونډې يې زما پر غاړه ايښي دي،دواړه ګرم شوي وو،د وينو پر ځاى مو په رګونو کې د هوس شرابونو  منډې وهلې،همدومره پاتې وه چې  هر څه تر پښو لاندې کړو،او د هوسونو له سرحد څخه واوړو،که په هاغه وخت کې د نيلوفر پرځاى مې ناڅاپه يو اسکلېټ په خپل غېږ کې ليدلاى  واى،دومره به نه وم ډار شوى،لکه د کور په ټالۍ چې وډار شوم،ځکه ما داسې څوک نه درلودل چې زما پوښتنه وکړي او څنګ  ته مې راشي،اصلا نه پوهېدم چې ولې دې ټالۍ په ما دومره اغېز وکړ او زما زړه يې دومره ووېراوه،چې په ډېرې حيرانتيا او وېرې د وره پر لورولاړم.  پاتې لري


            http://www.tolafghan.com/amel       لومړې مخ