ليــــــــــــک :انجېنــــــــــــرراحت ګـــــــــــــل زيارمـــــــــــــــل

 

نن سهار لږ څه  نا وخته راويښ شوم، له مخ لاس مينځلو وروسته  ژر بېرته د خوب کوټې ته  راستون شوم، ډېر ستړى  وم،  ښه مې  وګڼله چې نن د سپورت په  ځاى په بستره کې لږ څملم.
تېره شپه يې د خوب په وخت کې په ناڅاپي ډول امر راته  وکړ چې له نهه تنو نورو افسرانو سره يو ځاى دلته راشو، که څه هم له دې ځايه بګرام د چورلکو په مزل لا يو ساعت لېرې نه دى خو ټوله  شپه مو خوب نه دى کړى او هره شېبه مو داسې انګيرله چې اوس هم په چورلکه کې ناست يو، او دچورلکې غرهار مو په مغزو کې تېروبېر کېږي، د خوب په وخت کې دغه ناڅاپي سفر دومره ستړي کړي وو لکه  ټوله ورځ چې عمليات مو تر سره کړي وي، لنډه دا چې خوب نه راته خو ځانونه مو په شنه زور ويده کړل.
له لږ سوچ وروسته له بسترې را پاڅېدم، د خوب جامې مې وويستې ،پوځي درېشي مې په تن کړه ، له کوټې راووتم او شاوخوا غرونه مې له نظره تېر کړل .
کونړ د افغانستان په ختيځ کې يوه داسې سيمه ده چې پرته له غرونو او سيندونو څځه نور څه نه لري  چې همدا غرونه يې بيا هر څه دي ، ګڼ ځنګلونه ،ځنګلي حيوانات او د ګرانبيه کاڼو کانونه بيا د همدې غرونو محصول دى، که څه هم هوا يې يخه ده  خو دمتحد ايالاتو غوندې ډېره يخه نه ده، خو په ژمي کې د کونړ وچ بادونه نوم لري نوم ..... سم د سړي له مخ نه غوښې وړي غوښې.
ښاېسته شين اسمان لري  او د غرونو لوړو څوکو ته يې چې ګورې داسې ښکاري لکه د لمنځو او نښترو شنو لښکرو چې داسعداباد ښار ګوټى محاصره کړى وي .
په پوځي قرارګاه کې له قدم وهلو  وروسته د کوټې په لور روان  وم چې يو تن دمخابرې عسکر مې مخې ته راغى له پوځي تعظيم وروسته يې يو کاغذ راکړ او ويې ويل (( که دا لاسليک کړئ او عملياتو ته دتياري ډاډ ورکړئ .....)) او پسې زياته يې کړه (( همدا اوس يې له کابله تلګرام کړ.))
ماته خويې تېره شپه  پوره پوره معلومات راکړي و نو ځکه ژر وپو هېدم چې په ليک کې بايد څه وي.
د ليک په لوستلو لګيا شوم:

(( ښاغلى جګړن ماېکل!

نېکې هيلې ........
دا چې تاسې له هېواده بهر جنګونو کې کافي تجروبه لرئ او هېڅکله مو په دارنګه عملياتو کې ماتې نه ده
خوړلې، ستاسې په زړورتوب دلالت کوي نوپه دې خاطر چې يوقدم نور هم مخکې لاړ شئ نن داسې دنده در سپارو چې ډېرو افسرانو ترې عجز ښکاره کړى دى او هغه نن په سيمه ييز وخت يوولسو بجو د کونړ په ختيځو غرونو کې، کوم چې ستا له موقعيت نه جنوب ختيځ ته پراته دي  د(( زورور زمري )) په نامه تصفيوي عمليات کول دي چې په دې عملياتو کې به د اړتيا پر وخت الوتکې هم ستاسې مرسته کوي
بريالي اوسئ

په افغانستان کې دائتلافي ځواکونو قومندان ))
 
رښتيا هم ما تراوسه پورې په يوه پوځي محاذ هم ماتې نه وه خوړلې چې دليل يې زمادکورنۍ اقتصادي کمزوري وه،که څه هم زه د باسټن  ښار په يوه نسبتاََ غريبه کورنۍ کې زېږېدلى يم خو لا  د کوچنيتوب په دوره کې دومره ناز راکول کېده چې د ډېرو مالدارو خلکو بچي ترې بې برخې و،دغه نازولتوب مې ترزلميتوب ايله راسره ملګرتوب وکړه ،کله چې دغريبۍ لامله دانجينرۍ پوهنځى رانه نيمګړى تاتې شونو پوځ کې شامل شوم .نو داخومعلومه خبره ده چې په پوځ کې نازونه او اداګانې نه کېږي ،اوله بلې خوا اړ وم چې په پوځ کې د سختو نه سخت کارونه ترسره کړم چې نېستي مو غوڅه شي ،او آن دخليج په جنګونو کې چې هغه مهال ديوې پوځي ډلګۍ مشر وم ،دومره په مېړانه  وجنګېدم چې يوه افسره راباندې مئينه شوه
(چې وروسته مې بيا ورسره واده وکړ)همدارنګه دلته په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد دمبارزې په لړ کې د کندهار په لومړنيو عملياتو ،دګردېز ،تورې بوړې او دمزار قلعه جنګي په عملياتو کې هم برخه وال وم،دقلعه جنګي په عملياتو کې خو بېخي لکه يوعادي عسکر جنګېدلم.مابه له هېواده بهر پوځي تمريناتو نه خاص خوند اخيسته ،که څه هم اوس مې عمر ډېر پوخ دى خو د سرپه سر برياوو برکت دى چى لا تر اوسه مې دپنتاګون چارواکي مې د تقاعد په فکر کې نه دي شوي .

همدا چې ليک مې لوست د يو لنډ شان سباناري وروسته مې دغرنيو قواو سل تنو پوځيانو ته د تيارسۍ امر وکړ،سټلايت مې وشرنګېده اوچې څنګه مې (هېلو)کړ نو له مرکز نه راته  امر وشو چې ته کولاى شې چې په نهوبجو ټاکليلور ته روان شې.

دعملياتو تړونليک مې لاسليک کړ اوله امر سره سم مو په ټاکلي وخت په هغه جيپونو کې يون پېل کړ چې افعانانو ته بېخي نوي ؤ،پلن پلن ټيټ جيپان چې دوى (افغانان )ورته په ډېره کرکه ګوري او آن عامه خلک هم ترې کرکه کوي ،اوس زموږ قطار خوځنده کړۍ ګانې وې ،موږه په هغه خام سړک مخ پورته روان ووچې ښي اړخ ته يې دکونړ سيند غړمبېده له نږدې يوساعت مزل وروسته د يوه پخواني پل په واسطه له سينده پورې وتلو،له سينده پورې غاړه به مو لا شل متره واټن نه و وهلى چې يو ناڅاپه شغ شو اوزما له جيپ نه مخکې چې کوم موټر روان ؤ د اور په لمبو کې تاو اوسيندته ورولوېد،په بېړني ډول موله ګاډو ځانونه ګوزار کړل اودسړک په غاړه د لويو کمروشاته پټ شو،په څو شېبو کې د وړو وسلو د ګوليو يوداسې باران را باندې پېل شو چې سرپورته کولو ته يې نه پرېښودلو،دجګړې په منځ ،منځ کې زموږ دپوځي ګاډويوه زياته برخه دلمبو خوراک شول ،اوس نو زموږد ژوندي پاتې کېدو وروستۍ هيله دا وه چې تر هغې وجنګېږوتر څو لوتکې راورسېږي ځکه چې دبېرته شا ته  تګ ټولې لارې تړل شوې وې.

ما لا دجګړې په پېل کې مرکز په مخابره کړې وه چې  اصلي هدف ته له رسېدو وړاندې ديو کمين تر بريد

لاندې راغلي يو او زموږد نجات لپاره الوتکې راواستوئ.

له يوې ښې شېبې جنګ وروسته دښمن يو څه په شا شو او لا ټک ټوک روان وو چې الوتکې راورسېدې

او دغره په څوکو يې بمباري پېل کړه ،دغره دسر بوټو او ونو اور واخيست ، جګړه ودرېده او ايله لږ ساعت

مو د ارامۍ ساه واخيسته .

لږه شېبه لانه وه تېره شوې چې دا ځل داسې ناتار راباندې جوړ شو چې موږ ټول يې سره خواره واره
کړو، هغه دا چې دبمبارۍ لامله د غره له سر نه ډېر غټ غټ کمرونه راښويېدلي و او اوس د غره بېخ ته په را رسېدو کې ؤ،له لږو منډوترړو وروسته يوې غټې ډبرې زه هم په پښو ووهلم او را ويې پرځولم،نور نو په ځان نه يم پوه شوى.

نن ماښام مې چې سترګې پرانستې او پوره په هوښ شوم نو پوځي جامې مې په تن نه وې او پر ځاى يې د
ناروغانو ځانګړى لباس راته اغوستى ؤدا نود بګرام په هوائي ډګر کې پوځي روغتون و.ما تر څو فکر کاوه چې دنننۍ تلفات به څومره وي چې بيا هم يوه پوځي يو رسمي ليک راکړ اوپه يو کتاب کې دلاسليک يې راته وويل خولومړى مې بايد ليک لوستلى وى :

                           (( ښاغلى جګړن جان ماېکل !

                                                                   نېکې هيلې ..................

        داچې تاسې خپله پوځي دنده په ډېر صداقت اوزړورتوب سره رسولې ده ،دمتحده ايالاتو د دفاغ وزارت (پېنتاګون )له تاسې منن کوي،خواوس چې تاسې يوه پښه له لاسه ورکړې ده اونشې کولاى چى پوځي دنده نوره په پرمخ يوسئ د دفاغ وزارت د غمرازۍ تر څنګ د(٥٠٠٠٠)ډالر په بدرګه تقاعد درکوي هيله ده چې راتلونکى ملکي ژوند خوساله تېرکړئ.

                                             برياليتوب مو غواړو

                          په افغانستان کې دايتلافي ځواکونو قومندان))

دليک له لوستلو وروسته مې دلومړي ځل لپاره خپله ماتې ومنله ،ډېره ستره ماتې .........

ومې ژړل ،ښه ډېر مې وژړل ،په خپله له لاسه ورکړې پښه مې نه ژړل ،په دې مې ژړل چې د کونړ غرونو لومړي ځل لپاره مات کړى وم ،دامريکايي بمونو کسات يې رانه اخيستى و،يا د دوى (افغانانو )په ژبه غرونو يې راسره جهاد وکړ.