راته ګرانه اکرامه !
لمن، لمن سلامونه او مینه مې ومنه،
لېک دې موده مخکې رارسیدلې وو ، امیل مې دې هم وخت په وخت کتلو او ښایسته ښایسته مطالب مې په کې لوستل، خو باور وکړه ایله نن مې ددې وخت وموند چې لېک درته ولېکم ، ستا ویبلاګ له لارې يي ځکه در استوم چې دلته په پښتو ښه لېکل کېږي .
ګرانه ، له هغې ورځې چې زه له جلال اباده بېرته د اروپا دې بې روحه ښار ته راغلی یم نو باور وکړه په تا او څو نورو با استعداد ځوانانو پسې چې زه ورسره دا ځل هلته مخ شوم له زړه نه خپه يم . او که دوراغجن درته ښکاره نه شم نو یوه شېبه مې هم د ذهن له ورشو نه لرې کېږي .
پاتې شوه زما د شعرونو او مرکې خبره نو دا هنري کارونه ډېر په احساس پورې تړلي وي ، زه ستا خبره تایدوم ، یو خو تا هغه شعرونه ښه میکس او جوړ کړې وو، ښايي سټوډیو به هم له موږ نه ښه وه اوبله خبره داده چې هغه مهال چې تاته ما خپل شعرونه لوستل دومره احساساتي وم چې په یو شعر کې خو رېښتیا خپله ژړا ته نېږدې شو ی وم.
ښايي په غږ کې نه وي مالوم شوی خو کله چې مې ( د ماښمونو ميين ) شعر تاته لوسته نو یو ځای مې خپل ځان همداسې تصور کړ او نېږدې وم چې وژاړم . نو ښايي له همدې امله به هم وي چې هغه شعرونه ما د رېښتینې احساساتو سره لوستی وو .
او دلته ، دلته په دې مړې او بې مانا ټولنه کې موږ ېوازې کار ته راځو ډوډۍ خورو او له بازاره سودا اخلو.
دا هغه طلايي پنجره ده چې د ژوند ټولې اړتیاوې په کې تامین دي خو ژوند، ژوندې په کې نه شته
له تا سره مرکه هم ماته په زړه پورې وه ، ما تر اوسه د شعر او هنر په موضوع ډېرې مرکې کړي خو تل راسره داسې کسانو مرکه کړې چې هغوی خپله نه پوهېدل چې يوه هنري مرکه څنګه وکړي ، له یو شاعره کومه پوښتنه وکړي ؟ بس ساده او قراردادي پوښتنې کولې ، کله دې شاعري شروع کړ، او ولې شعر لېکې ؟ چا تشویق کړې ؟ او داسې نورې ...
هو کمال ستا په پوښتنو کې وو چې داسې پوښتنې دې وکړې چې پر وغږیدلی شو . او خبرې مو پرې وکړي او دا سې پوښتنې کې دې نه وی کړی نو ما به هم درته قراردادي ځوابونه ویلي . او ښايي زما ځوابونه به له همدې کبله تا ته خوندور وي .
ویبلاګ دې ډېر ښایسته دی
نه پوهېږم سم مې اوریدلي که ناسم خو یوچا راته ویلي چې له ننګرهاره د کونړې سمسورې غېږې ته کوچېدلی يي ؟
ښه ده کونړې زما خوښه سېمه ده ، یو شی درته د خپلې تجربې څخه وایم . زموږ ټولنه ډېر بدمرغه ده ، ستا په څېر د کار زلمیان په کې تر ډېره ځان نه شي تم کولای . او اخر ترې یو بلې خوا ( بل هېواد یا سېمې ) ته مخه کوي . خو زموږ ولسونه په ځانګړې توګه د ختیځ ولایتونه د فرهنګي پلوه ډېره بډای دي . څو چې دغلته يي له هر رنګ يي ځولۍ ډکه کړه او تشه لمن ترې کومه خوا لاړ نه شي . .
د مشرقي د خلکو په ستونزو ، د مشرقي په رنګونو ، ښایستونو او بدرنګیو باندې ښه ډېر لېکل وکړه .
نیټ اوس خلکو ته د رسېدو ډېره غوره لاره ده .
زه په مشرقي ستا په څېر د څو پرکارو او با استعدادو ځوانانو د ظهور په هېله یم . کارونه تل هغه کسان ډېر پر مخ بېولی شي چې د ژوند نورې خوښۍ او ساعتېرۍ یو څه هېرې کړي . او خپل سکون د نورو په سکون کې ولټوي .
ته به وايي چې څه د نصحیتونو بوجۍ دې پرانېسته ، راباندې خوږ لګېدلې يي ځکه مې زړه غواړي چې د بریالي او مباریز غوندې درته ولېکم
په هر حال سرلوړې اوسې
اباد اوسې
امیل ته دې که په زړه پورې څه په مخه راتلل در استوم يي
پر ځان پام کوه وخت نا وخت لېک را استوه
ورور دې اجمل اند
له لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرې پراګ څخه