داکرام سره په ليدلو راته اوس ټول کامه وال لغمانيان ښکاري

گرانوليدونکو ! 

له ماشومتوبه مې دکامه والو په اړه اورېدلي وه  چې  ددغه سيمې خلک په بيړاگانو مشهوردي خوتاسويقين وکړئ چې  داکرام سره په ليدلو راته اوس ټول کامه وال لغمانيان ښکاري داستاذ ازمون خبره ده چې   ((اکرام يو داسې ځوان ژورنالست دى چې لکه درياب خاموش روان وي،خوپه خاموشۍ کې يوه غلې مستي لري له ده سره  چې څوک بلد نه وي او په ړومبي ځل يې وگوري نو داسې انگېري چې له يو ډير مظلوم او عاجزسړي سره مخ شوم خو چې وخت تېريږي نودده عاجزي خپله ځان رڅرگندوي )) په رښتيا هم هغه وخت چې مې اکرام په ننگرهار  ليسه کې  ليده ډير عاجز راته ښکاريده خو اوس ............ توبه خدايه توبه دده عاجزۍ راته ځان ښکاره کړ ، تاسوداسې  فکر ونه کړۍ چې  گوندې  خداى ناخواسته اکرام بدعمله دي ، نه داسي نده اکرام له شرارته ډک دى ، داکرام خوله تل له خندا ډکه وي دزيرک  فهيم خبره ده چې (( داکرام خفگان هم له خندا سرچينه اخلي ))  اکرام تکړه ژورنالست دى   يو وخت يې شعر ليکلو خو اوس يې ورته شا اړولې  او وايې چې نه يې شم ليکلى  خو لنډې کېسي ليکي  او په وينا يې چې پدې برخه کې په لوستلو ارزي ، ددې تر څنګ يې اوس يو بله هڅه شروع کړې او هغه داچې (( نن شپه يوجلۍ مري )) په نوم يې ديو ايراني ناول ژباړه شروع کړې چې  کاميابي ورته پکې  غواړم ،اکرام که څه هم له ظاهري څيرې دډيرعمر ښکاري خوپه وينا يې چې ايله يې دزوند پنځه ويشت پسرلي تيرشوي دي

ښاغلي  اکرام تر دولسمه زده کړې کړي  که څه هم دلوړوزده کړوسره يې  ډېره مينه لرله  خوددومره مينې سره سره ترې بياهم لوړې  زده کړې  پاتې  دي   اکرام وايي انگلېسي يې  نه ده زده کړې ، خوپه دري پوهېږي او په اوردو ژبه هم سړى له کوڅې  تېرولى شي  ، دژورنالېزم په برخه کې يې  بېلابېل ښونيز کورسونه تعقيب کړي  او له نږدې  څلوروکالوراهيسې په همدې برخه کې کار کوي او له نامه سره يې ټوله ختيزه سيمه بلدتيالري . چې داهم دده له خپلې دندې سره بې کچې مينه ده او دده دهمدغه مينې پايله تاسي پخپله په آمېل کې هم لېدلي شۍ

                                                           داوس لپاره همدومره

دالله (ج) نه ورته داوږد عمر غوښتونکي يم اوالله (ج) دژوندپه ټولو چاروکي بريالي لري

په ټوله اسلامي او پښتنه مينه                 ( عبيدالله قانع  )  ١٣٨٨  دحمل ٢٤ مه

 

 

            http://www.tolafghan.com/amel       لومړې مخ