په ننګرهار کي کونډې ميرمني له ستونزو سره مخ دي
ليک : شمع احمدزۍ
دننګرهارپه ولايت کې ډېري کونډې مېرمنې دژوند له بېلابېلو سهولتونوڅخه بې برخې دي اوله ډېرو ستونزو څخه رنځ وړي
افغانستان چې دېرش کلن ناورين ځپلى اوددغه ناورين په پايله کې نږدې په سلګونوزره وګړي وژل شوي او يو شمير يي ټپيان شوي دي دغه دېرش کلن ناورين که له يوه پلوه بې شمېره افغانان ووژل نو، له بله پلوه يې تر شا يو شمېر کونډې ،يتيمان او معيوبين پرېښودل
ننګرهار هم دافغانستان يو له هغه ولايتونو څخه دى ، چې بې شمېره کونډې پکې له ستونزو ډکې شپې سبا کوي اودافغان دولت دنه پاملرنې له امله دوۍ له پراخه ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
دوۍ په يو خوله له افغان دولته غواړي ، چې دژوند بېلا بېل سهولتونه ورته برابر او شته ستونزې يې ور حل کړي .
دغه کونډې وايي چې په ځمکه سيورى او په اسمان ستورى نلري
داته يتيمانو مور نيازګل له خپلي غريبۍ څخه سرټکوي..........
دآمېل ليدونکو پدې اړه به نور معلو مات وروسته په ليکه شي