دمرګ نه پس جاری اوسيدونکی عمل:
ليكوال: ډاکټر ياسين زی
. دحضرت انس بن مالک (رض) نه روايت دی چه اووه څيزونه دی چه دهغی ثواب دمرګ نه پس هم جاری وی ۰
۱:- چاچه جماعت جوړکړونوهغه ته به دهغی اجر ملاويږی تر څوپوری چه يوکس هم په هغی کی لمونځ کوی۰
۲:- چاچه نهر جوړ کړوترڅوچه په هغه کی اوبه روانی وی اوخلک دهغه نه سيرابيږی هغه ته به اجرملاويږی۰
۳:- چاچه قرآن پاک وليکه اوپه ښه شان يی وليکه ترڅوپوری چه دهغه خلک تلاوت کوی هغه ته به اجرملاويږی۰
۴:- چاچه چينه وغيره جوړه کړه چه دهغی داوبونه خلک فاءيده او چتوی د هغی اجر ملا ويږی ۰
۵:- چاچه ونه ولګوله تر څوپوری چه خلک يامرغی دهغی ميوه خوری ياتری فايده اخلی نوهغه ته به اجرملاويږی۰
۶:- چاچه علم زده کړواو دهغی سلسله يی جاری کړه نوهغی ته به اجرملاويږی۰
۷:- څوک چه داسی اولاد پريږدی چه دهغه لپاره استغفارکوی او دعاء غواړی يعنی ځوی يی نيک وی چه هغه ته پلار قرآن اوعلم وښودلونودهغی ثواب به پلارته ملاويږی او دځوی دثواب نه به هيڅ هم نه کميږی – که چيرته پلارځوی ته دقرآن په ځای دڅه ګناه لاره ښودلی وی نو دهغی ګناه به هم په هغی پلارباندی وی اودځوی په ګناه کی به هيڅ کمی نه کيږی حضرت ابوهريره (رض) دنبی اکرم (ص) نه روايت کوی چه کله سړی مړ شی نو دهغه ټول عملونه بند شی البته دری عملونه نه بنديږی ۰
۱:-- صد قه جاريه ۰
۲:-- علم چه دهغی نه خلک فايده اخلی۰
۳:-- نيک اولاد چه دهغه دپاره دعاء کوی ۰
کاپي _____ له روهي نه ويبپاڼي