دولتي ماورين له مستوفيته سر ټکوي 
                  ليک  :  شمع احمدزۍ  ١٣٨٨ دحمل دوويشته
دننگرهار ولايت يو شمير دولتي مامورين ددغه ولايت دمستو فيت له اداري سر تکوي چي ددوي معاشونه په خپل وخت دوي ته نه سپاري
ددي ترڅنګ  ډيري ښونکي وايي چي دوي هم له همدغه ستونزي سره مخ دي ددوي په خبره کله چي له لرو پرتو ولسواليو څخه  دخپلو ماشونو دترلاسه کولو په موخه مرکز جلا اباد ته راشي نو دلته تري په شپو شپو تيرو لو ډيري پيسي ځي چي دادودي لپاره يو لو سر درد جوړ شوي دي
دوي غوښتنه کوي چي بايد لدي وروسته ددوي معاشونه بايد خپلو ولسواليو ته واستول شي ترڅو دوي لدغي ستونزي بي غمه شي
خو دجلا ابادښار  يو شمير او سيدونکي بيا ددغه رياست مامورين په ښار کي له يو شمير دوکاندارانو څخه دماليي دټولولو په وخت کي په لار لرلو تورنوي او وايي چي دوي ددوکاندارانو ماليه کموي تر څو يي خپلو جيبونو ته واچوي
داودی ته ورته نوری ډيری ستونزی شته  چی په دغه رياست کی ترسترګو كيږی خوددغه رياست چاواکې  ورته پاملرنه نه کوي
دننګرهارولايت دشينوارو ولسوالی استوګن ناصر وايی چی له شينوارو نه دمياشت په اخرکی جلال اباد ښارته په دی موخه ځی راځی چی دمياشتی معاش  ترلاسه کړی دمياشتی په اوږدوکی يي  چی څومر قرض کړی هغه پری  خلاص کړی خودی وايی معاش په ټاکلی وخت نه راځی اوکه راشی نو دوی دومرقرض کړی وی چی هغه په قرض کی ورکوی اودوی ته هيڅ نه پاتی کيږی
دناصرپه وينا چی چارواکی هرڅه لری ضرورتونه يی پوره دی نودما مورينو ستونزوباندی څه کوي هغه وويل ((په معاش کي خو سل په سلو کي غفلت دي ،داتول چارواکي له يو بل سره بسته دي ددوي کورته هرڅه ورسيږي نور مامورين څه کوي چي دوي به ډوډې نلري))
نومو ړی وايی چې څومره ادارې  په ننګرهارکی شتون لري  دټولو د معاشونه مسوليت ده مستوفيت پرغاړه دی بايد دوی له غورنه کارواخلی اوکه لوړپوړي  چارواکی ددوی غم ونه خوری نوکيدايشي  چې   ډيرغريب خلک له بيلابيلو ستونزو سره مخ شي
دده په خبره چي  داسي کسان شته اوددی لياقت لری چې په  هره چوکی کی خپله دنده سرته ورسوی خو هغه کسان نه زر لری اونه زور نوبيا هغه خلک دکراچۍ په سرتوکی پلوری او خپل ژوند تيروی
همدرد هم ورته نظر لری او وايی چی دپخوا په پرتله ډيرې  کارونه شوي  او هررياست داکوښښ کوی چی کاريی دنورو اداروڅخه ښه اوسم اجرا شي خوبيا هم يوڅه ستونزی ترسترګوکيږی چی بايد له منځه ولاړې شی او  دولت ورته جدی پاملرنه وکړی
دی وايی دمستوفيت يوشميرمعامورين دمالی داخستلو په وخت کی له دوکاندارنو سره خبری کوی او د مالی يوڅه روپی په جيب کی اچوی
همدرد وايي(( ګوره زياتره دمستوفيت مامورين چي کوم ماليات راتولوي نو زياتره يي جيب ته اچوي))
ددی لپاره چی روښانه شی دغه رياست څه کړی دخلکو نيوکی پرځای دی اوکه نه دی نودغه رياست يی په ځواب څه لری دننگرهار مستوفي ډاکټرمحمد عالم اسحاقزى  يی په اړه داسی وايي ((زمونږ غوښتنه دتولو تجارانو څخه داده چي پايد تول تجاران په خپل وخت ماليه تحويل کړي ولي چي دغه ماليه بيت لمال ته ځي ))
مستوفی دمعاشونو په اړه دخلکو نيوکې بي ځايه وبللي او وي ويل چي دوي اوس له خپل وخت نه مخکې معاشونه ورکوي  دهغه په خبره چي هر څوک دمعاش په برخه کي نيوکه لري مستقيم دي د دوي سره په تماس شي  
                            له کليد نه په مننه