د يوه ستر ولس د اختلاف غميزه

(3/1)

محمد يونس  برهان

 

ګډ ارزښتونه او ګروهې انسانان سره نږدې كوي. څومره چې يې ګروهې سره نږدې وي هومره يې له يو بل سره خواخوږي زياته وي. څومره چې دګډې موخې سپېڅلې وي هومره له يو بل سره اړيكې او پيوستون سپېڅلى او ټينګ وي. سيمه ييزه ټولنه د همداسې ګډو معيارونو پر بنسټ جوړېږي. څومره چې معيار اوچت وي هغومره ټولنه ستره وي او په كومه كچه چې مشتركې ګروهې پراخې وي هغومره ټولنه لويه وي. په دې ډول د ټولنې جوړښت له كلي او كوره پيلېږي او كېداى شي په اخر كې ټوله نړۍ راونغاړي. د يو كېدلو او راټولېدلو له بركته ولسونه منځ ته راځي او له همدې ځايه د وېش او ګډون خبره پيلېږي. مسلمانان د نړۍ له لر و بره خپلې يوموټي ټولنې ته امت وايي. خو ايا كه دا ټولنه وېشلې وي، بيا هم امت خپل مفهوم لري؟ او ايا بيا موږ يوه رښتينې اسلامي ټولنه لرلاى شو چې په ګډو موخو سره راټول شو؟  څرګند ځواب به يې طبعاً منفي وي. ورپسې پوښتنې دا مخې ته راځي چې څنګه او ولې د اسلامي امت د بې اتفاقي او اختلاف غميزه پيل شوه؟

 

د شلمې پېړۍ فتنې

موږ يو وياړمن تاريخ شاته پرې ايښى، او همدارنګه مو د قرآن لارښوونې شاته پرې ايښې دي او د څښتن لارښودنې مو هېرې كړې دي. كه نه، ټول مسلمانان په خپل منځ کې د يووالي په ارزښت او اهميت باندې ښه پوهېږي. موږ ټولو به ډېر ځله د آل عمران د سورې ١٠٣ آيت: "  او دخداى  (ج)په رسۍ (قرآن)  باندې منګولې ولګوئ اوپه بېلابېلو لارو او ډلو ځانونه مه وېشئ." اورېدلى وي.

زموږ مشران، علماء او اسلامي پوهان لا هم د اسلامي امت د يووالي په اړه له اوږدو ويناوو او ليکچرونو نه ستړي نه دي. هر مسلمان د يووالي په اړه خبري کوي. خو، ورځ په ورځ مسلمانان نور هم  وېشل کېږي.  دوى د ژبو، توکمونو، سيمه ييزو ګټو، ملتپالنې او د هغه فرقه يي عقيدو پر بنسټ چې د اسلام نوم ورکول کېږي وېشل شوي دي.  خو د وېش يا بې اتفاقۍ عمده لاملونه د مسلمانانو په منځ کې د سيمه ييزې ولسپالنې يا (نيشنليزم) ډېرېدونکى احساس او د نورو فرقه يي عقيدو پر وړاندې تعصب دى چې د اسلام ترنامه لاندې كېږي.   

ولې د يووالي لپاره له دومره ډېرو هڅو او خوځښتونو سره سره  د مسلمانانو تر منځ توپيرونه مخ پر زياتېدو دي؟واعتصموا بحبل الله جميعا

د مسلمانانو خپلمنځي اختلاف له هماغه پيله، د حضرت محمد ص له رحلته وروسته او په ځانګړې توګه د حضرت عثمان بن عفان رض له شهادت څخه  سمدستي وروسته شروع شوى. هغه اختلاف ته چې د مسلمانانو د خپلمنځۍ جګړې سبب وګرځي فتنه ويل کېږي. فتنو مسلمانان د تاريخ  په اوږدو کې ځپلي او وېشلي، خو پخوانۍ ټولې فتنې لنډمهالې وې او په بشپړه توګه يې امت نه دى شېندلى. مسلمانان له يو څه مهال وروسته بېرته سره يوموټي شوي دي.  خو د شلمې پېړۍ په پيل کې د اسلامي خلافت له راپرځېدو وروسته  پرلپسې فتنو د امت پر وجود داسې ګوزارونو وارد کړل چې له ژر رغېدو څخه يې وايست. له څه باندې يوې پېړۍ راهيسې د مسلمانې نړۍ يووالى په ډراماتيکه توګه مخ پر ځوړ روان دى. 

 

 

پر څه راټول شو؟

مسلمانان بايد په کوم بنسټ سره يو شي؟ ښايي تاسې دا بديهي ځواب وړاندې کړئ چې   موږخو ټول مسلمانان يو، په يوه الله ج باندې ټول ايمان لرو، د يو پېغمبر امت يو او ټول د يوه کتاب خلک يو، چې قرآن کريم  دى.  مګر دا ډېر عمومي او تر ډېره ځايه شعاري ځواب دى.  په تېرو څو لسيزو کې، په افغانستان، پاکستان، صوماليا، الجزاير، ترکيه، مصر، لبنان، بنګلادېش، سوېلي افريقا او ان په برتانيا او امريکا کې د مسلمانو وګړو تر منځ خپلمنځي شخړې د اسلام په نامه رامنځته شوې دي.  د شخړي هر لورى له مقابل اړخ سره د خداى ج په نامه  دجګړې دعوه  کوي.  لامل يې ډېر ښکاره دى.  دې خپلمنځي جګړو ته په پام سره د يووالي لرليد ته که وګورو موږ وينو چې زموږ مذهبي مشران،  پوهان، حکومتونه او اسلامي ټولنې غواړي د دوى د خپلې خوښې عقايدو او اصولو پر بنسټ سره يو شي.  هر چاته خپل فکر او باور د دې يوازينى جوګه ښکاري چې سره پرې راټول شي. په قرآن کريم کې اختلاف يا تناقض نشته خو اسلامي ټولنې، فرقې او مشران هر يو يې د قرآن کريم او حديث خپل تعبير لري او ددې لپاره د واک او اغېز د ترلاسه کولو په هڅه کې دي چې هغه عقيده چې دوى پرې باور لري عيناً يې په نورو مسلمانانو باندې عملي کړي.  موږ د يووالي په اړه ډېرې خبرې کوو، خو يووالى يواځې د خپلې تګلارې او شرايطو  په چوکاټ کې غواړو. ځينې اسلامي مذهبي ډلې او فرقې د بلې ډلې مسلمانان وژني يا يې تکفيروي، مشرک او بدعتي يې بولي تر څوپه خپل ګومان خپل خداى ج خوشاله کړي. په دې توګه څنګه کولى شو اسلامي يووالى رامنځته کړو؟

نور بيا...