عزیز
یو ځل امام احمد بن حنبل رحمه الله په سفر ووت. په لار کې یو مسجد ته د شپې تېرولو لپاره ورغی. خو د مسجد د ساتونکي له لوري پرې نه ښودل شو چې په مسجد کې شپه تېره کړي، امام احمد بن حنبل ډیر کوښښ وکړ چې د مسجد ساتونکي راضي کړي ترڅو ده ته د شپې اجازه ورکړي خو هغه نه منله. اخیر امام احمد بن حنبل د مسجد په دروازه کې بستره وغوړوله او ویده شو، د مسجد ساتونکي چې امام ولیده راغی او د هغه په کشولو یې شروع وکړه ترڅو د مسجد له څنگ څخه یې لیرې کړي. په همدې حالت کې د یو ډوډۍ پخوونکي سترگې پرې ولگېدې چې د مسجد ساتونکی یې په کشولو د مسجد له څنگ څخه شړي.
ډوډۍ پخوونکي امام احمد بن حنبل، چې له شکل څخه هم د قدر او عزت سړی ښکاریده، ته په خپل کور کې د شپې تیرولو وړاندیز وکړ او امام رحمه الله ورسره کور ته لاړ، په کور کې یې د امام احمد بن حنبل ډیر اکرام او قدر وکړ، ډوډۍ پخوونکي اوړه لمدول او استغفار یې په ژبه جاري وه، یوه لحظه یې هم پرته له استغفار څخه نه تېروله، او امام رحمه الله ورته متوجه وه.
چې سهار شو نو امام احمدبن حنبل له ډوډۍ پخوونکي څخه، دهغه په کثرت سره د استغفار په هکله وپوښتل، نوموړي وویل چې استغفار یې خپل عادت گرځولی او هیڅکله یې استغفار نه دی پرې ایښی. که څه هم امام احمد بن حنبل د استغفار په گټو پوهیده او فضایل یې ورته معلوم وه خو له هغه څخه یې وپوښتل چې آیا د استغفار فایده او گټه دې لیدلې که نه؟ ډوډۍ پخوونکي وویل: هو، په الله جل جلاله مې دې سوگند وي چې هره دعا مې کړې الله تعالی قبوله کړې ده، پرته له یوې دعا څخه.
امام احمد بن حنبل له ډوډۍ پخوونکي وپوښتل چې هغه کومه دعا ده چې تراوسه قبوله شوې نه ده؟، هغه وویل: دا چې امام احمد بن حنبل ووینم.
امام احمد وویل: زه احمد بن حنبل یم، په الله جل جلاله مې دې سوگند وي چې زه ستا لپاره په ځمکه راښکودل شوم ترڅو الله تعالی ستا دا آرزو هم پوره کړي.