له موږڅخه هرڅوک هره ورځ وايي :- ماله خپل ځان سره وويل ،ياماته مي عقل دغه مشوره راکړه ،دغه تاسواوستاسوعقل ياتاسواوستاسونفس دوه بېل بېل څيزونه دي .
ليکن څه شی دي؟ ددوئ تعين اووضاحت څه شی دی ؟داخبره هيڅکله روښانه کېدلای نشي له دغه ځايه ده چې اوس زه هم ستاسومخ ته يونامعلوم شی په دې ډول نشم وړاندي کولای چې هغه په پوره توګه تاسوته ښکاره شي ــ البته له يوه مثال څخه يې دوضاحت هڅه کوم .
دژمي موسم دی تاسوپه نرمه ګرمه بستره کي له خواږه خوبه خوند اخلئ ناڅاپه دآذان غږراځي اوتاسوته دلمانځه له پاره دپاڅېدوبلنه درکوي ، آياپه دې وخت کي تاسوپه خپل ځان کي چاته داويل نه احساسوئ چې ( پاڅه لمانځه ته لاړشه ..! ) ؟
اوکله چې تاسوپاڅېږئ نويوبل داسي غږبه محسوسوئ چې ( يوڅه وخت ويده شه ...! )
بيابه لومړی غږواورئ چې وايي ( لمونځ له خوبه ښه دي )
خوناڅاپه دوهم غږراځي او وايي ( خوب خوندوردی،وس خوډېروخت پاتي ده،يوڅوملټه نورپرېوتل هيڅ ګناه نلري )
داسي به دادواړه غږونه ياخيال يوپه بل پسې په دې ډول راځي لکه کړۍ ( ساعت )چې ټک ټک اوازکوي ويده شه ـ پاڅه ـ ويده شه ـ پاڅه ،ښکاره خبره ده چې کوم غږدپاڅېدومشوره درکوي هغه عقل دی ، اودابل يې چې خوب ته دي هڅوي نفس دی .
دايوعام مثال دی په بې شمېره ځايونواوپه زروصورتونوکي راوړاندي کېږي،هروخت چې دنارواحظ اولذت موقع په چاراځي نفس يې په هغه باندي دحملې کولوته اماده کوي اوکه په هغه کې دايمان لږڅه بوی موجودوي نوعقل ورته دځان ترې ساتلومشوره ورکوي اوڅومره چې ايمان مضبوط وي عقل ته هم په هغه اندازه کاميابي حاصلېږي .
ددې معنی دانه ده چې عقل همېشه کاميابېږي اوداچې يومسلمان هيڅکله ګناه ته نه نژدې کېږي،اسلام يوحقيقت پسنده اوفطري مذهب دی اودايوحقيقت دی چې الله جل جلاله يومخلوق يواځي دخپل عبادت اواطاعت له پاره پيداکړی دی اوهغه ملا ئکي دي اوله انسان څخه يې ملايکه نه کړه جوړه ، دغه راز الله جل جلاله يومخلوق دګناه اوسرکشي له پاره پيداکړی دی هغه شيطانان دي اوله
انسانانوڅخه يې شيطان هم نه دی جوړکړی ، بياهغه جل جلاله يوداسي مخلوق پيداکړی ده چې عقل يې ندی ورکړی بلکه يواځي فطرت يې پرې لورولی ده نه په هغوئ څه فرض کېږي اونه به ترې ځواب اخستل کېږي،داحيوانات دي، اوله انسانانوڅخه الله جل جلاله مطلق حيوانان هم نه دي جوړکړي ، بياانسانان څه شی دي ؟ راځئ چې ويې پېژنو
دانسان حقيقت
انسان هغه مخلوق دی چې له ټولومخلوقاتوممتازاومنفرددی ،په هغه کي ترڅه بريده دملا ئکواوصاف شتون لري اوتريوې اندازې پکې دشيطان شيطنت موجوددی،دغه رازدحيواناتوحيوانيت اووحشت اوبهيمت يوڅه حصه هم دده په جوړښت کي شمول لري .
که چېرته انسان په عبادت اورياضت مشغول شي اوپه خوراخشوع اوخضوع له خپل رب سره زړه ولګوي اوزړه يې له نفساني ککړتياووپه داسي توګه پاک شي چې دحسن مطلق جلوه پکي انعکاس وکړي اودی دايمان خوندوڅکي نوپه داسي حالت کي په انسان باندي ملکي صفات غلبه کوي اوملا ئکوته ورته کېږي دهغوئ ځانګړنه داده چې هيڅکله هم دخپل رب نافرماني نه کوي اوکوم حکم چې ورته وشي دستي يې په ځای کوي .
اوکه چېرته دانسان شهوت نفساني په جوش راشي اوهغه جنسي جذبې پرې غالبه شي چې له امله يې دده ويني خلاصي شي په رګونوکي يې په تېزي سره په منډوشي اوپه ذهن کي يې دامېدونواوخواهشاتوتوپان سرکشي وکړي نودهرحرام کارکولوته به يې تلوسه شي،هرناپاک شی به ورته پاک اونظيف ښکاري،عجيبه اونااشنا غيرطبعي اوغيرفطري منصوبې به سوچوي،په دې صورت کي به پرې شيطاني کيفيت غالبه وي اوکه غصّه يې زياته شي،اعصاب يې ناآرامه شي،وينه يې په جوش راشي،دبدن بندونه يې سخت شي،اودغه يې يواځينۍ هيله پاتي شي چې خپل دوښمن ونيسي اواندام اندام يې کړي،په غاښونويې وشکوي اوپه نوکانويې شوګاري کړي،په غاړه يې ګوتي راتاوکړي اوسايې وربنده کړي،اوښه يې په عذاب اوټوټه ټوټه کړي نوپه داسي حالت کي به په انسان دوحشت اوحيوانيت صفت غالبه شوی وي په ده اوپړانګ کي به څه زيات فرق نه وي پاتي شوی .
اوکه دتندي اولوږي له سختي څخه په تنګ اوخواهش اوارزويې يواځي داوي چې يوه مړۍ پيداشي ترڅوخپل نس پرې ډک کړي يا اوبه ورته پيداشي چې خپله تنده پرې ټيټه کړي نوپه داسي صورت کي به په انسان دحيواناتوصفت غالبه شوی وي اوآس اووزې ياکوم بل حيوان ته ورته کېږي .
دادانسان حقيقت دی .