په تیر پسې

واقعه خو دا ده چې فضيلت اوهر هغه کار چې سړی لوړو مرتبو ته رسوي دانسان په نفس دروند وي، دطالب العلم ټي وي پرېښودل اوکتاب لوستلو ته توجه کول په نفس سختېږي، ديوه عالم دعيش اوتفريح محفل پرېښودل او د درس اوتدريس په کار مشغولېدل طبيعت نه خوښوي، ګهيځ وختي په خواږه خوب کي دخمار سړي ارام ورکونکي بستره پرېښودل اولمانځه ته پاڅېدل دانسان په طبع بوج کېږي ، دغه راز خپل کور، ياران ، او اولاد پرېښودل او جهاد ته تلل تکليف لرونکی کار دی .

همدا وجه ده چې تاسو دګناه لور ته مائل خلک دنېکو خلکو په پرتله زيات وينئ دغفلت ښکار شوو اوپه ګمراهي کي ددوکه شوو خلکو تعداد له هغو خلکو چې الله جل جلاله يادوي اوپه سيخه لاره روان دي خورا زيات دی دا ددې خبري ښکاره ثبوت دی چې بې له سوچ اوفکر، او له کوم دليل پرته داکثريت اتباع کول ډېرداسي وي چې انسان ګمراه کوي لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمائي :-

( وَاِنْ تُطِعْ اَکْثَرَمَنْ فِی الْاَرْضِ يُضِلُّوکَ عَنْ سَبِيْلِ اللهِ ) [الانعام :۱۱۶ ]

( اې نبي صلی الله علیه وسلم ) که ته دهغو خلکو ( چې په ځمکه کي اوسېږي ) داکثريت پيروي وکړې نود الله جل جلاله له لاري به دي خطاکړي .

همدارنګه که چېرته ديوه شي نایابي او کموالی دهغه د غوره توب او ښه والي دليل نه وای نو هيره (يو ډول غمی دی) به کمه، او کوله به دومره ډېره نه وه . دغه راز به هوښيار او دغير معمولي قابيلت لرونکي سربرا قائدين په دومره اقليت کي نه وو .

انبياء عليهم الصلوة والسلام اوله علماؤو څخه نېک خلک چې دنبيانو وارثان دي دجنت دلاري لور ته بلونکي دي، اوشيطانان له جناتو او انسانانو څخه بدکاره خلک چې په دنيا کي فساد راپيدا کوي او د ابليس مدد کوي ددوزخ لور ته بلونکي دي .

له دې پرته پخپله په موږ کي هم ددې دواړو ډلوکومکيان شتون لري، زمونږ په داخلي دنيا کي يوه حصه دانبياؤو طرف دار دي اويوه حصه دشيطان همڅنګي ،کومه حصه چې دانبياؤو طرفدار دي هغوئ دسليم عقل په صورت کي موجود دي اوکوم چې دشيطان ملګري دي هغه نفس امّاره ده چې سړی بدو ته هڅوي، تاسو به وايئ چې دا نفس او عقل څه شی دي؟

زه دادعوه نشم کولی چې دهر يوه لپاره جلا-جلا حدمقرر کېدلای شي يايې کوم داسي تعريف ياتعبير کېدلای شي چې دوئ ترې په پوره ډول ذهن ته راشي ځکه چې داشی لاتراوسه دانسان له علمي احاطې بهر دی اوزمونږ دنه ور رسېدو په تيارو کي پټ دی، علم يې څلور لوري (حدوداربعه) په پوره توګه ندي روښانه کړي .