ژباړه: نبراس الحق عزیز

ګرانه وروره! هسې سوچ وکړه چې لږ وروسته..

رسول الله صلی الله عليه وسلم ستا ليدو ته راځي چې تا يې د ليدو لپاره تيارى هم نه وي کړى..

ته به څه کوې؟.. د ځمکې په سر تر ټولو غوره کس.. د نړۍ د تر ټولو مشرانو او رهبرانو څخه غوره شخصيت.. د نړۍ په ټولو مفکرينو، پوهو او هوښيارو خلکو کې غوره سړى.. هغه څوک چې د خداى جل جلاله دوست دى.. تا ته راځي.. ستا کور ته ستا د ليدو لپاره راځي..

اوس سوچ وکړه.. بېچاره! ته به څه کوې؟

آيا سمدلاسه به دروازې ته ورمنډه کړې.. په داسې حال کې چې په خپل مخ دې د خوښۍ اوښکه د هغه صلی الله عليه وسلم له موسکا سره په يو وخت کې په يوه نه هېرېدونکې صحنه کې ووينې.. او له خوښۍ به غږ کړې چې د خداى پيغمبر زما په کور کې دى!! نن ورځ زما په ژوند کې د ډېرې لويې خوښۍ ورځ ده!!..

او که شونډې به دې رپي.. او په بيړه به خپلې خونې ته ورمنډه کړې.. ترڅو په بېلابېلو ژبو د سندرو کېسټې يوې خوا ته کړې.. او په ځاى يې د قرآن کريم، اذکارو، او ديني درسونو کېسټې کېږدې..

ايا بېکاره ويډيو کېسټې به هم پټې کړې.. او د ښځينه هنرمندانو او نڅاګرو انځورونه او تصویرونه چې په دېوالونو يو ځاى بل ځاى ځوړوند دي او د مېز دراز دې هم ورڅخه ډک دى او د الله پيغمبر صلی الله عليه وسلم به يې هم خوښ نه کړي، به هم ايسته وارتوې.. او ايا دومره وخت به درسره وي چې ږېره دې پرېږدې.. او مسواک د غاښو له برس سره څنګ په څنګ ښکاره کېږدې.. ترڅو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو درناوى او ورته ستا د پاملرنې څرګندونه وشي؟

د خداى لپاره، اى مسلمانې ښځې! ستا به له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په څه شي ليده کاته وشي.. ايا شرعي پرده به وکړې.. هغه چې تا يې له کلونو کلونو يوازې د اغوستو هوډ کړى دى.. لکه کوم د شرم کار چې وي..

او که په لوڅ سر او تنګو جامو کې به ورسره مخامخ شې.. چې مخ به دې هم د ښکلا ورکوونکو توکو له وجې پړقېږي..

او ايا رسول الله صلی الله عليه وسلم به ستا له صورت او څېرې پوه شي چې ته د يوې مسلمانې کورنۍ څښتنه يې.. او که شکي به شي چې ګوندې د کومې غربي فنکارې د کور ور يې ټکولی چې د اسلام په ښوونو باندې التزام او پابندي يې هيڅ نه تر سترګو کېږي؟

او ته به ايا د هغه صلی الله عليه وسلم تر مخ د خپل مور او پلار احترام، درناوى او عزت وکړې.. او چې هغوى يې خوښوي په همغه نامه به ورنارې کړې.. او چې پلار دې درته د يو کار د کولو ووايي خبره به يې ومنې؟..

او که د خپل مور او پلار سره به دې هاغسې چلند کوې چې د نبي عليه السلام د راتګ څخه وړاندې دې کاوه چې په اوچت غږ او چيغو به يې خبره ورغبرګوې او د هرې خبرې مخالفت به يې کوې او د الله جل جلاله او د ده د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په اوامرو به دې چرت هم نه خرابوې..

او که درته ووايي چې د سهار د لمانځه.. په مسجد کې د جماعت.. او د تهجدو.. پوښتنه خو نه درڅخه کوم.. دا خو به هرومرو کوې! ځکه دا څيزونه خو د ژوندانه د بنسټيزو او لومړنيو کارونو څخه دي.. که څنګه؟

په دې وخت کې به ته څه احساس وکړې؟.. د خجالت؟ د شرم؟ د خپګان؟.. او که دا هر څه به د موافقې په دود په يوې منافقې موسکا سره پټ کړې؟

که هغه پوه شي چې تا د سهار لمونځ له مياشتو مياشتو راپدې خوا نه دى کړى.. او د خپلو ملګرو او انډيوالانو په وړاندې په دې افتخار کوې چې قرآن کريم دې په ټول عمر يو ځل ختم کړى دى..

هغه به څه ووايي؟

ايا درته وبه وايي چې ته د اسلام او مسلمانانو لپاره وياړ يې؟.. او که له غوسې به يې مخ تک سور واوړي او درڅخه روان به شي؟..

ته به ورسره د کومې موضوع او د څه په هکله خبرې کوې؟

د مسلمانانو د ټپونو، د هغه ظلم او زور زياتي په هکله چې په نړۍ کې ورسره لاس او ګرېوان دي.. د ديني علومو په هکله.. د مسلمانانو د تاريخ په هکله.. د امت د بيا راوېښېدو او د ديني او دنيوي.. پوهنيز او عملي پرمختګ په هکله؟

او که په برتانيې کې د موسيقۍ مشهورې ډلې.. او په مصر کې د سينما ستورې.. او د مشهور ايټالوي لوبغاړي د وېښتانو.. او د فوټبال د سيالۍ او وروستۍ پايلو.. او ستا د ټليفوني مرکو او خبرو اترو.. او د شرابو او نشه يي توکو له ډولونو.. او چې څنګه وتوانېدئ د هغه عليه السلام د سنتو برعکس د فساد او د عامو خلکو د بېلارې کولو او ازارولو په موخه یوه ډله جوړه کړئ؟..

{وروره! دا صحنه په سوچ کې راولې؟ او که هسې سرسري يې لولې؟}

ايا په تېرو کړو وړو دې پښېماني درځي؟ ايا دا احساس درته کېږي چې ته په رښتيا هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د يوې لنډې ليدنې کتنې لپاره نه يې تيار؟

نو په ما ګرانه! په ګرېوان کې دې سر ښکته کړه، څه به دې حال وي؟

ته چې د الله له پيغمبر سره د يوې لحظې ليدو ته چمتو نه يې، هېر دې دي چې الله جل جلاله تا شپه او ورځ ويني.. او سترګې يې درڅخه نه غافلې کېږي..

هره شپه خپل لاس په بلا کيفه توګه غځوي ترڅو د ورځې ګنهګاران وبښي.. او هره شپه خپل لاس په بلا کيفه توګه غځوي ترڅو د شپې ګنهګاران وبښي..

او د هرې شپې په وروستۍ درېيمه کې غږ کوي او وايي.. کوم توبه کوونکى شته چې توبه يې قبوله کړم.. څوک شته چې بښنه غواړي چې ويې بښم.. کوم سوال کوونکى شته چې وريې کړم..

ستا زړه نو څومره سخت دى؟!.. څومره کلک زړه دې دى؟!..

هغې دنيا پسې روان يې چې له تا منډې وهي..

او له هغه الله مخ اړوې چې تاته يې د توبې او سوال زر دروازې پرانستې دي..

ګرانه وروره.. هرومرو به دغه پيغام تاته د قيامت په ورځ درپه ياد شي.. په هغه وخت کې به ته يو له دوه وو کسو څخه يې..

هغه کس چې دا پيغام وررسېدلى وي او په ژوند کې يې د بدلون لامل ګرځېدلى وي..

يا هغه کس چې ډېر زيات به پښېمانه وي چې دا پيغام وررسېدلى وه خو عمل يې نه وه پرې کړى چې د قيامت په ورځ همدغه پيغام د الله په وړاندې په ده باندې دليل جوړ شو..

نو ګرانه! هله او ژر توبه وباسه.. وړاندې تر دې چې فرصت دې له لاسه ووځي.

الله تعالى فرمايي: "اقترب للناس حسابهم وهم في غفلة معرضون، ما يأتيهم من ذكر من ربهم محدث إلا استمعوه وهم يلعبون" ژباړه: د قيامت ورځ خلكو ته نژدې شوې ده په داسې حال کې چې دوى ترې په غفلت كې دي او لا ترې سرغړونه کوي، دوى ته چې د خپل رب جل جلاله له پلوه تازه ايتونه ورنازلېږي په داسې حال كې يې اوري چې پرې لوبې كوي.