ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

23.09.2023 امریکا غږ

اذربایجان ژمنه وکړه چې د قره باغ سیمې ارمنیانو سره به د مساوي اتباعو په توګه چلند وکړي

اذربایجان د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۳ (تلې اول) له ملګرو ملتونو سره ژمنه وکړه چې د ناګورنو قره باغ د جنجالي سیمې له ارمنیانو سره د مساوي هیوادوال په توګه د چلند تضمین کوي؛ هغه سیمه چې د بېلتون غوښتونکو د څو لسیزو کنټرول وروسته باکو په چټکۍ سره بېرته ونیوله.

23.09.2023 امریکا غږ

ایا د طالبانو حکومت د اساسي قانون جوړولو واک او توان لري؟ : سپینې خبرې

د طالبانو حکومت د افغانستان د نوي اساسي قانون په جوړولو کار پیل کړی دی. ایا د طالبانو حکومت د اساسي قانون جوړولو واک او توان لري؟ د سپینې خبرې نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو. تاسې کولای شئ خپلې پوښتنې او نظر دلته ولیکئ چې د خپرونې له میلمنو سره یې شریک کړو.

23.09.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

23.09.2023 امریکا غږ

زیر آسمان کبود

زیر آسمان کبود

23.09.2023 ازادي راډیو

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

23.09.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو غونډه؛ طالبان په سیستماتیک ډول ښځې حذفوي- د اشنا د شنبې خبري ټولګه

د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې جزئیات خپروو. چین کې د یوه کمربند او یوې لارې لسمه کلیزه لمانځل کېږي او د خپرونې په پای کې د پښتنو د کلتوري ورځې په مناسبت راپور خپروو.

23.09.2023 امریکا غږ

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

23.09.2023 ازادي راډیو

سادات: له هېواده د لوستو ځوانانو وتل غمیزه ده

د ازادۍ مېلمه پروګرام کې نن له سید خالد سادات سره خبرې شوي، چې په افغانستان کې د پوهنتون استاد و، خو اوس د امریکا په متحدو ایالتونو کې د جلاوطنۍ شپې سبا کوي. د پروګرام د اوریدو لپاره دا لېنک پرانیزئ:  

23.09.2023 ازادي راډیو

وسله والو په نایجریا کې په لسګونو محصلینې یرغمل کړي

د نایجیریا په شمال لویدیځ زامفارا ایالت کې د سیمې اوسیدونکو ویلي چې وسله والو د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۳ (تلې اول) د یو پوهنتون دننه او بهر څه دپاسه ۳۰ کسان یرغمل کړي چې ۲۴ ښځینه محصلینې هم په کې شاملې دي.

23.09.2023 امریکا غږ

نوابي: د افغان ځوانانو غږ به اوچتوم

د ازادی میلمه پروګرام کې نن په اروپا کې مېشت مدني فعال فیصل نوابي سره خبرې شوي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان او افغان ځوانانو په ملاتړ په لاریونونو او پروګرامونو کې برخه اخلي. د پروګرام د اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:  

23.09.2023 ازادي راډیو

د افغان نجونو پر زده‌کړه د بندیز دوه کاله او نړیوال غبرګونونه: یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان د نجونو پر زده کړو بندیز دوه کلن شو. خو د دې بندیز د لرې کېدو څرک نه ښکاري. د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتیرش، دا بندیز د بشري حقونو جدي سرغړونه بللې ده. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې د زده کړو د مخنیوي تاوان ته کتنه شوې ده.

23.09.2023 امریکا غږ

څېړونکي د وزیراعظم کاکړ خبرو ته: په تش دعوو نه کېږي پاکستان به د ترهګرو خلاف عملي ګامونه پورته کوي

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د پاکستان نګران وزير اعظم انوارالحق کاکړ د هر قسمه ترهګرۍ مخالفت کړی خو څېړونکي وايي نړۍ نور د پاکستان په تشو دعوو اعتبار نه کوي. وايي که پاکستان د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې لرل غواړي نو د ترهګرو په ضد به عملي ګامونه پورته کوي. نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته خپله وینا کې ویلي، پاکستان د هند په شمول د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي خو زياته کړې يې ده هند دې هم د ملګرو ملتونو د قراردادونو لاندې د کشمیر د ستونزې يو حل راوباسي. کاکړ وويل هند ته پکار دی د کوم توپيره پرته د هندوتوا توندلارو په ګډون د هر قسم ترهګرۍ مخنیوی وکړي. ښاغلي کاکړ د ترهګرۍ د بنيادي علتونو د مخنیوي لپاره غږ وکړو چې پکې د نوموړي په وینا غربت، بې انصافي او بهرنی تسلط شامل دي. په ترهګرۍ او نورو نړيوالو چارو نظر لرونکي کارپوهان وايي ښاغلی کاکړ د ملګرو ملتونو د فورم نه نړۍ ته دا باور ورکول غوښتل چې پاکستان په ګاوندي هېواد افغانستان کې د امریکا په ضد د جنګېدونکو وسلوالو ملاتړ نه دی کړی او په خپله هم د ترهګرۍ ښکار دی. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد او څېړونکی ډاکټر سید عرفان اشرف وایي، اوس د خبرو اترو وخت تېر دی، اوس د عمل وخت راغلی دی. ښاغلي اشرف وي او اې ډیوه ته وویل: "که چېرې پاکستان عملي کېږي او دنيا ته ښيي دی په سيمه کې د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي نو پوځ چې د ترهګرۍ د لارې سياست او جمهوريت یرغمال کړی دی له دې نه به لاس اخستل وي او که دا هر څه هم داسې روان وي نو نړۍ نوره د پاکستان اقتصادي او سیاسي ملاتړ ته نه ده تیاره". د پاکستان نګران وزیر اعظم دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې هېواد يې د سخت اقتصادي حالاتو او په کور دننه د سياسي کړکېچ سره مخ دی او ورځ تر بله د ترهګرۍ پېښې هم سېوا کېږي. پوهان په ملګرو ملتونو کې د کاکړ وینا يو سياسي بیان ګڼي او وايي په نړيواله کچه د هغو هېوادونو خبره اورېدل کېږي چې په اقتصادي توګه مضبوط وي. د ترهګرۍ د چارو کارپوه منصور خان مسيد وایي، د پاکستان چې د ترهګرۍ ضد کومې تګلارې دي هغه د تېر وخت په نسبت ډېرې واضح دي. ښاغلي مسید وي او اې ډیوه ته وویل: "د پاکستان مقاصد واضح دي او اوس نه د ښو او نه د بدو طالبانو تر منځ فرق کوي، چا سره به هم خبرې نه کېږي او ټولو ته به د دښمن په سترګه کتل کېږي". هندي مطبوعاتو په ملګرو ملتونو کې د هند د استازي پټېل ګلوهټ د قوله د پاکستان د وزيراعظم خبرو ته عکس العمل خپور کړی چې وايي پاکستان ته به د پولې پورې غاړې څخه د ترهګرۍ ځاندره [وجود] له منځه وړل وي او په کور دننه به ورته د لږکيو ضد د پرله پسې سرغړونو مخه نيول وي. کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر: د جمعې په ورځ په کابل کې د افغانستان او پاکستان لوړپوړو چاروکو په مهمو چارو خبرې کړې چې پکې په پاکستان کې په زیاتېدونکې بې امنۍ هم بحث شوی دی. څېړونکي وايي د ناامني په جنجال کې راګېر پاکستان ته د امنيت راتلل يواځې د خبرو اترو له لارې ممکن دي او وايي که دا ستونزه ختم کړل شي نو حل يې شته او که خبره دښمنۍ ته ځي نو سيمې ته به د جنګ نوې لړۍ راوړل شي.  د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د يو لوړپوي پلاوي په مشرۍ د جمعې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره ليدلي، چې پکې پاکستاني چارواکو د ټي ټي پي لخوا د نامني سېوا کېدو په سر ټينګار کړی دی. څېړونکي وايي د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې دومره خرابې شوې دي چې پاکستان اوس په هر نړیوال فورم دغه موضوع د بحث مرکز ګرځوي. خبریال او څېړونکی علي اکبر وایي، پاکستان چې به مخکې په ملګرو ملتونو کې د هند خلاف موقف خپلاوه هغه دا ځل نګران وزیراعظم د افغانستان خلاف خپل کړ، چې خاوره دې یې د پاکستان خلاف نه استماليږي. علي اکبر وي او اې ډیوه ته وویل: "له دې تاسو اندازه لګولای شئ چې څومره حالات خراب دي، د پاکستان او افغانستان په دغه يو پواینټ ايجنډا باندې پرونۍ ناسته شوې او د پاکستان دا موقف بالکل واضح دی چې افغانستان دې د ټي ټي پي خلاف کاروایي وکړي کوم چې په په کندهار، نورستان او خواوشا علاقو کې دېره دي". په پاکستان کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو وسلوال بریدونه زیات شوي دي او  ټي ټي پي د دغو زیاترو پېښو ذمه واري پخپله غاړه اخستې ده. څېړونکي وايي که کابل کې د طالبانو حکومت دا وار د پاکستاني طالبانو پرضد جدي ګامونه پورته نه کړو نو دا به سیمې ته لا زياته ناامني راوړي. خبریال او څېړونکی رفعت الله اورکزی وایي: "زما په خيال پاکستان چې کوم تاثر ورکوي او خبرونه چې څنګه روان دي له دې خو دا ثابتيږي چې پاکستان به خامخا بيا افغانستان کې دننه کارواياني کوي، دې نه مخکي يې هم کړې دي، زه دا وايم چې معاملات دومره سنجيده نه شي چې دې خبري ته خبره لاړه شي چې دواړو نژدې تعلق لرونکي ملکونه يو بل دښمن ملکونه اعلان نه کړي". د پاکستان چارواکو د پرونيو خبرو جزئیات نه دي خپاره کړي، د متقي دفتر د هغه په حواله ویلي چې دواړه هیوادونه باید د داسې عامو بیانونو له ورکولو ډډه وکړي چې دوه اړخیزه بې باوري زیاتوي. د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي ویلي، "هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې کړي". طالبان وایي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي. څېړونکي وايي پاکستان دې دا تمه نه لري چې افغان طالبان به د د دوی هرې خبرې ته غاړه کښېږدي ځکه چې وایي طالبان خپلو مفاداتو ته ګوري. وايي له دې ملاقاتونو وروسته امکان دی چې حالات به څه قدر ښه شي. څېړونکی او خبريال علي اکبر وایي، په يو بل باندې د تورونو لګولو پر ځای چې کله د دواړو هېوادونو د چارواکو ناستې کيږي په هغو کې د مسلو حل راوځي او په ګیلو او مطالبو عمل کېږي: "دغه ناسته په داسې حالاتو کې شوې ده چې د دواړو ملکونو تاوتریخوالی ډېر زيات دی نو په ښه نظر ورته کتل کيږي چې د دواړو ملکو مسلې به څه هوارې شي". د پاکستان لنډ مهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ هم د ټي ټي پي، داعش او نورو ترهګر ډلو لخوا د افغانستان د اړخ نه پاکستان کې د ترهګر حملو غندنه کړې ده او ويلي یې دي هېواد يې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کوي.

23.09.2023 ډیوه

په ماشومانو کې د رواني اختلالاتو لاملونه: بوعلي سینا خپرونه

د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې په بصری سیستم د نشه یی توکو د استعمال ناوړه اغیزې، د ټپ څخه د وینی بهیدو د مخنیوي سمدستی لارې چارې، په ماشومانو کې د رواني اختلالاتو اصلي لاملونه او په کابل کې د سره صلیب د اورتوپیدي روغتون څخه د یو راپور ترڅنګ، د روغتیا له نړۍ پر یو شمېر موضوعاتو باندې بحث کیږي.

23.09.2023 امریکا غږ

پاپ له اروپا وغوښتل چې له کډوالو سره د 'بریدګرو' په ډول چلند ونکړي

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د شنبې په ورځ سپتمبر (تلې لومړۍ نیټّ۲۳) له اروپايي حکومتونو څخه وغوښتل چې له کډوالو سره د یرغلګرو په څیر چلند ونه کړي او هغوی ته ښه راغلاست ووایي.

23.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more