ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

27.11.2022 امریکا غږ

ورلډ کپ: مراکش په دوو ګولونو سره بلجیم ته حېرانوونکې ماته ورکړه

واشنګټن  - د فټبال نړېوال کپ سیالیو کې د اتوار/یکشنبې په ورځ، د اېف ګروپ د دوو ټیمونو – بلجیم او مراکش – ترمنځ د لوبې نتیجې د فوټبال ټول مینه وال حېرانه کړل. په دې لوبه کې د مراکش لوبډلې وکړی شول چې دوه د صفر په مقابل کې، د بلجیم لوبډلې ته ماتې ورکړي. بلجیم د یورپ یو د غښتلو او تکړه لوبډلو څخه شمېرل کیږي او داسې تمه نه وه چې د مراکش په وړاندې داسې ماته وخوري. د مراکش د ټیم عبدالحمید صابیري په لوبه کې د یوې ډېرې تنګې زاویې نه ګول وواهه، او بیا دویم ګول، د مراکش بل لوبغاړي زکریا ابوالخلال وواهه چې په دې سره یې لوبه دوه د صفر په وړاندې د خپل ټیم په ګټه ختمه کړله. مراکش په داسې وخت کې دویم ګول وواهه چې بلجیم سخت کوشش کولو لوبه برابره کړي. د دې نه علاوه، مراکش ټیم یو بل ځل هم وکړای شول چې بال ګول ته دننه کړي، مګر د ریفري له خوا هغه آف سایډ اعلان شو. د ورلډ کپ په یوه بله لوبه کې چې کوسټاریکا د جاپان په وړاندې سیالي وکړه، کوسټاریکا وکړی شول صرف د یو ګول په وهلو سره، جاپان ته ماتې ورکړي. تر دې وړاندې کوسټاریکا د هسپانیې (سپېن) په مقابل کې خپله یوه لوبه په ډېره شرمناکه نتیجه (۰-۷) بایللې وه. جاپان ته اوس په ګروپي لوبو کې صرف یوه مقابله پاته ده او هغه هم د سپېن په وړاندې. که چېرته هغه لوبه وګټي، نو جاپان به ناک اوټ سټېج ته ووځي، او که ویې بایلي، نو دې سره به د سږکال په ورلډ کپ کې د جاپان لوبې ختمې شي. د فټبال نړېوال کپ لوبې اوس په قطر کې په ګروپي پړاو کې روانې دي، یعنې دوه دېرش ټېمونه په اتو ګروپونو کې سره لوبې کوي او هر ټیم د درېیو لوبو چانس لري. د هر ګروپ، دوه ټیمونه چې ډېر پواینټونه یې ګټلي وي، ناک اوټ سټېج یا پړاو ته لاره پیدا کوي، او نورې لوبډلې خپلو ملکونو ته واپس ځي. تر دې دمه، بل پړاو ته صرف د فرانس ټیم وتل یقیني شوي، ځکه تر اوسه یې چې دوه لوبې کړي، نو دواړه یې ګټلي او پخپل ګروپ کې شپږ پواینټونه لري.

27.11.2022 ډیوه

کرکټ؛ د افغانستان-سري لانکا دویمه لوبه د باران له کبله بې نتیجې ختمه شوه

د سري لانکا د کینډي په ښار کې د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو دویمه سیالي د باران له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده. دا سیالۍ د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته د مستقیم ورتګ لپاره کېږي چې هر بري سره لوبډلې ته ۱۰ نومرې ورکول کېږي، په دې ترتیب د افغانستان او سري لانکا د لوبې ۱۰ نومرې په دواړو لوبډلو باندې مساوي ووېشل شوې. افغانستان لومړۍ لوبه ګټلې وه او په دویمې لوبې کې یې نن یکشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ ۶) کوربه ټیم ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه، خو د سري لانکا د توپ وهنې په وخت بیا باران وشو او له ۲.۴ اورو وروسته لوبه نا تمامه اعلان شوه. په نننۍ لوبه کې د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي پچه وګټله او د لومړي بیټینګ کولو پرېکړه یې وکړه. رحمان الله ګربز په ۷۳ توپونو له ۶۸ منډو کولو وروسته وسوځېد. رحمت شاه ۵۸ او محمد نبي ۴۱ منډې وکړې. د افغانستان د توپ وهلو په برخه کې نن ابراهیم ځدران او نجیب الله ځدران ښه و نه ځلېدل، دواړه له لسو لږ منډو کولو وروسته وسوځېدل او همدا یو لامل ګڼل کیږي چې افغانستان نن مقابل لوري ته د جمعې د ورځې د لوبې په پرتله، ټیټ هدف وټاکه. د ۲۰۲۳ کال د کرکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لوبې په هند کې کېږي. ددغه جام دپاره هند او د سر اووه نور هېوادونه په اتومات ډول په لوبو کې برخه لري. دوه ټیمونه له جام وړاندې د غوراوي په لوبو کې د پواینټونو د شمېر له مخې ټاکل کیږي تر څو نړیوال جام سیالیو ته لار مومي چې افغانستان او سریلانکا هم پدې کتار کې راځي. 

27.11.2022 امریکا غږ

د فوټبال نړیوال جام؛ کوستاریکا جاپان او مراکش بلجیم ته ماتې ورکړه 

د قطر د ۲۰۲۲ د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې نن یکشنبه نومبر ۲۷ (لړم شپږمه) د کوستکاریکا ملي ټیم د جاپان ټیم ته یو د صفر په مقابل کې او د مراکش د فوټبال ملي ټیم د بلجیم د فوټبال ملي ټیم ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه. 

27.11.2022 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

27.11.2022 امریکا غږ

د ایت الله علي خامنه يي خورزه د 'رژیم ضد څرګندونو له کبله' نیول شوی

له ایران څخه راپورونه وايي چې د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خورزه فریده مرادخاني د رژیم په ضد څرګندونو له کبله نیول شوې ده. 

27.11.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

27.11.2022 امریکا غږ

امریکا، کاناډا او بریتانیې کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریونونه کيږي

د امریکا، برتانیې او کاناډا په څو ښارونو کې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په هدف نن یکشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ ۶) لاریونونه ترسره کیږي.

27.11.2022 امریکا غږ

باجوړ:بمي چاودنه کې دپخوانۍ امن کمیټۍ غړی ژوبل شوی ،داعش یې ذمه واري منلې

پوليس وايي د جمعې په ورځ په باجوړ کې د سړک دغاړې بمي چاودنه کې يو تن ژوبل شوی دی ،وسله والې ډلې داعش خراسان ددې چاودنې ذمه واري منلې ده۔ ځايې خلک وايي د بدامنۍ پېښو اندېښمن کړي دي اؤ څېړونکي په دې اند دي چې داعش خراسان په راتلونکې کې دې سيمي د پاره لویې خطر جوړېدای شي۔ د باجوړ دپوليسو سرچینو ډيوه ویلي په تحصيل ماموندو کې تاج خان نومې تن د جمعې مانځه ته روان و چې په لاره کې د چاودنې ښکار شو. ځايې خلک وايي تاج خان د پخوانۍ امن کميټۍ غړې و۔ داعش خراسان ډلې د ټېلي ګرام د لارې خپور شوي بيان کې ددغه بريد ذمه واري منلې ده او ويلي یې دي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مخبر يې په نخښه کړی دی۔ د باجوړ يو سياسي کارکن نثار باز ډيوه ته وويل په سيمه کې هدفي وژنو او بمي چاودنو ځايې خلک انديښمن کړي دي، او دوي ويره لري چې د پخوا په شان يو ځل بيا دلته د وسله والو فعاليتونه زياتيږي. "يو ځل بيا هغه د کال ۲۰۰۵ او شپږم پشان حالات جوړيږي، څو ورځې په امن تېرې شي خو بيا داسې پېښه وشي چې د خلکو اندېښنې سېوا کړي۔ ځايې خلک ويره لري چې دوي بيا بې کوره نه شي" داعش خراسان د دې نه وړاندې هم په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د يو شمېر بريدونو ذمه وارۍ منلي دي۔ دغه ډلې د روان کال د مارچ په څلورمه نېټه په پېښور کې د شعيه مسلمانانو په جومات دشوي هغه ځانمرګې برېد ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 60 نه زیات کسان وژل شوي وو. د پېښور د سربند ټانې په حدودو کې يې په15م مئ د دوو سيکانو د وژلو ذمه واري منلې وه. له دې وړاندې د تېر اکتوبر په مياشت کې پېښور کې د بل سيک مذهب منونکي ستنام سنګهـ د وژنې ذمه واري هم داعش منلې وه. ددې ترڅنګ داعش خراسان په کوهاټ کې د پوليو ټيم په ساتونکو، باجوړ کې په سياسي مشرانو او پېښور کې د امنيتي ادارو په غړو د بريدونو ذمه وارۍ منلي دي۔ څيړونکی او خبريال حق نواز وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره په افغانستان او د پاکستان خېبر پښتونخوا و بلوچستان صوبو کې د داعش فعاليتونه زيات شوي دي۔ "دا ډله مشران، سياسي کارکنان،دامنيتي ادارو غړي او لږي په نښه کوي، د دوي بريدونه د نورو وسله ډلو په مقابله کې ډير د تشدد ډک وي" د زيات په ورځ د پېښور کور کمانډر د باجوړ ضلعې دوره کړې وه اؤ ځايې خلکو ډيوه ته ويلي وو دوي ترې د امن راوستو غوښتنه کړي وه، د جرګې د غړو ډيوه ته ويلي وو کور کمانډر دوي ته د امنيت دټينګښت باور ورکړی دی۔ ددې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا امنيتي ادارو وخت په وخت ويلي په پېښور کې په سیکانو او نورو بريدونو کې ککړ تنان يې نيولي او يا د پوليسو سره په مقابله کې وژل شوي دي۔

27.11.2022 ډیوه

دعمران خان لخوا داسمبلیو پرېښودلو اعلان ته پښتونخوا کې څه غبرګون ښودل شوی؟

خېبر پښتونخوا کې حکومت مخالفو سياسي ګوندونو د پخواني وزيراعظم عمران خان له لوري د اسمبلو څخه د وتلو اعلان ته په غبرګون کې ويلي تحريک انصاف تېره شپه د خپلې سياسي ځان وژنې اعلان کړی ځکه چې بله لاره ورسره نه وه پاتي۔ مخالفه سياسي ګوندونه وايي د پي ټي ایي لخوا په ممکنه ډول د اسمبلیو ماتولو دمخې نيولو دپاره خپلو کې سلا مشورې کوي او غواړي چې په ایيني توګه ددې اقدام مخه ونیسي. خو بل لوري ته د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د استعفاګانو په اړه به د عمران خان په امر په سمدستي توګه عمل کولی شي۔ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني مشر سردار حسېن بابک وایي د عمران خان د اسمبلیو نه د استعفاګانو ورکولو اعلان د تېر په څېر يوه سياسي شوشا ده۔ ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل که پي ټي ایي په حقيقت کې د اسمبلیو نه د وتلو پريکړه کړې وي نو سبا دې د سپیکر سره خپلې استعفاګانې جمع کړي۔ "عمران خان دې خپلو ممبرانو ته ووايي چې د سیپکر سره خپلې استعفاګانې جمع کړي،که داسې وشو مونږ او تاسو به يې هم ووينو خو په اصل کې داسې ممکن نه ده ځکه دده سره خپل غړي استعفاګانې نه ورکوي او دی چې دا دړکه ورکوي چې زه به اسمبلۍ ماتوم نو ایين شته دی اپوزيشن موجود دی او مونږ به يې په هغه ایيني لاره مخه نيسو" د نومبر په دريمه نېټه دپنجاب وزيراباد سیمه کې په کنټېنر شوؤ ډزو کې له ژوبليدو وروسته د پي ټي ایي مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان دخالي په ماسخوتن د پنجاب په پنډۍ ښار کې د لانګ مارچ ګډون والو ته وينا کې ويلي په هېواد کې د اړي ګړي جوړولو په ځائ مونږ د اسمبلۍ نه د وتلو پرېکړه کړې ده خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې دوي به کله د اسمبلیو څخه اوځي او خپلې استعفاګانې به جمع کوي۔ د عمران خان دې بيان ته په غبرګونو کې د مذهبي ګوند جمعيت علماء اسلام مرستيال صدر اؤ  د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی مفتي فضل غفور وايي عمران خان تېره شپه په عملي توګه د خپلې سياسي ځان وژنې اعلان کړی دی. ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي "‘ دده (عمران خان)دپاره دا سياسي ځان وژنه ده ځکه چې تر دې اخوا ده سره بله څه لاره نشته، ده خو به ويل زه به د پي ډي ايم او وزيراعظم نه استعفا اخلم خو چې خپله يې د استعفاګانو ورکولو اعلان وکړو دا دعمران خان د ناکامۍ اعتراف دی ،دا سمه ده چې دی به وقتي جذباتي خلک د ځان ملګري کوي خو دا هم سمه خبره ده چې دروغ کله نه شي کاميابیدای او د دروغو عمر لږ وي" د نوموړي په وینا د عمران خان په خبرو نور اعتبار نه دی پاتې  ځکه چې تېرو وختونو کې هغه دخپلو يوشمير اعلانونو نه پشا شوی دی . هغه وایي  په ادارو کې چې هم کوم خلک د عمران خان په شا ولاړ وؤ امکان دی چې هغه هم د خپلو څوکیو نه استعفاګانې ورکړي۔ بل لوري ته نن د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو مشاور بیرسټر محمد علي سېف خپل يو بيان کې ويلې دي چې د اسمبلیو نه د استعفاګانو په اړه به د عمران خان په امر د خېبر پښتونخوا حکومت په سمدستي توګه عمل کوي۔ هغه ویلي  د سياسي بحران نه د وتلو  يوازینۍ لار نوي او شفافه انتخابات کول دي۔ د قومي وطن پارټۍ د خېبر پښتونخوا مشر سکندر خان شېر پاو وایي کله نه چې عمران خان د اقتدار نه لري کړی شوی دی نو د هغه وخت نه راپديخوا عمران خان په بيلا بيلو لارو واک ته د رسيدو هڅې کوي خو امکان نشته چې موجوده حکومت د وخت نه وړاندې مات شي۔ وي او ای ډیوه سره خبرو کې دسکندر خان شیرپاؤ وینا وه "پکاره ده چې هغه (عمران خان) دا خبره ومني چې اسمبلۍ به خپل وخت پوره کوي، پکار ده چې په دې وخت کې چې کومې اصل مسلي دي د قوم د اکانومي خبره ده زمونږ په صوبه کې دامن و امان دصورتحال خبره ده چې هغه طرف ته توجو وکړی شي‘‘ د پاکستان تحريک انصاف ګوند دا وخت په پښتونخوا کې خپل او په پنجاب صوبه کې د مسلم ليګ ق سره ايتلافي حکومت لري، د ياد ګوند په ګلګت بلتستان او د پاکستان د واک لاندي کشمير کې هم ايتلافى حکومتونه دي.

27.11.2022 ډیوه

ایران کې د یو بانک مدیر 'سر لوڅې' ښځې ته د بانکي خدماتو له کبله له کاره ګوښه شو 

د ایران د قم ولایت د یو بانک مدیر له یوې ښځې ته چې حجاب یې نه درلود د خدمتونو د وړاندې کولو له امله له دندې ګوښه کړای شوی دی. دا پداسې حال کې دي چې په ایران کې د سپټمبر په میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوې مظاهرې اوس هم روانې دي.

27.11.2022 امریکا غږ

شهباز شریف دترکي پانګه والو ته هیواد کې دشمسي توانايۍ منصوبه کې د سرمایه کارۍ بلنه ورکړې ده

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ترکيې سرماېه کارانو ته پاکستان کې د لسو زرو مېګاواټه شمسي توانايۍ په منصوبه کې د پانګونې بلنه ورکړې ده. دا بلنه وزیر اعظم شهباز شريف د ترکيې د دوه ورځنۍ دورې په مهال تېره ورځ په استنبول کې د پاکستان او ترکيې د بزنس کونسل يوې دستورې ته د وینا په موقعه ورکړې ده. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي پاکستان کې له مخکې څخه د پاکستان او چین ترمنځ د سي پېک پروژې لاندې د بجلۍ کارخانې بجلي جوړوي خو پاکستان دغه بجلي نه کاروي او پېسې ورکوي نو اوس که ددې ترڅنګ دشمسي توانايۍ لس زره مېګاواټه بجلي هم جوړه  شي  بیا به دسي پيک پروژې دلاندې جوړیدونکې بجلۍ سره څه کوي؟ د پاکستان د مرکزي بنک د وروستیو شمېرو ترمخه په دې هېواد کې د روان مالي کال د لومړيو څلورو میاشتو په مهال نېغ په نېغه بهر ملکي سرمایه کارۍ کې هم 52 فيصدي کمی راغلی دی چې د اقتصاد پوهانو په وېنا د خراب او بې اعتباره اقتصادي وضعیت نښې نښانې دي. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته خپله وېنا کې ویلي چي د هغه حکومت د تېلو او پټرولو د ګرانو درامدي بلونو د ختمولو هڅې کوي په کوم چې تېر کال 27 ارب ډالره خرڅ کړی شوې دي او وايي دا د پاکستان د وس او زغم نه بهر دي. شهباز شريف د ترکيې سرمایه کارانو ته وویل چې دوه مياشتې مخکې د هغه حکومت د بهرنیو هېوادونو پانګوال اسلام آباد ته بللي وو چرته چې هغوي ته د پاکستان د نمر څخه د لس زره مېګاواټه بجلۍ جوړولو په منصوبه کې د پانګونو بلنه ورکړې شوې وه. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه پانګوالو ته په پاکستان د پانګو اچولو بلنه په داسې حال کې ورکړې ده چې ددې هېواد اقتصاد له په بد حال کې دی او سياسي بحران د اوسني حکومت په مستقبل هم تورې لړۍ خپرې کړي دي. د پاکستان انسټیټیوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس تجزیه کار شاهد محمود په دې اړه ډيوه سره خبرو کې ویلي اوس مهال په پاکستان کې بهرنیو پانګونو ته حالات هم ساز ګار نه دي او پاکستان په خپله هم فنډونو پېسې ليواله دی چې اقتصاد د سقوط څخه بچ کړي. ښاغلی محمود بيا وايي د ترکيې او چين سرمایه کارانو ته لا د زړو پانګونو پېسې هم نه دي ورکړی شوې نو په داسې حال کې به د ترکي پانګوال نورې سرمایه ګذار ته څنګه زړه ښه کړي. ښاغلی شاهد محمود وايي ترکيه به زيات نه زيات په دې برخه کې د مفاهمت يو ېادداشت لاسلیک کړي خو سرمایه کاري راتلل به ګرانه خبره وي. هغه زياتوي د ترکيې خپل اقتصادي حالت هم ښه نه دی. وايي پاکستان چې اوس د توانايۍ د پېداوار لپاره د لس زره مېګاواټه کومه منصوبه په پام کې لري نو هغه بجلۍ سره به څه کوي چې د سي پېک پروژې لاندې جوړېږي، خرڅ پرې راځي، پاکستان ېې لګښت برداشت کوي خو طلب ېې نشته. شهباز شريف په خپله وېنا کې دا هم منلي دي چې په تېرو وختونو د ترکيه د ځنو کمپنیو لپاره په پاکستان کې ستونزې پاتې شوي دي خو د نوموړي په قول پاکستان د ترکيې د پانګوالو د ستونزو د هواري لپاره ګامونه پورته کوي. د پاکستان او ترکيې ترمنځ د دوه اړخیزه تجارت حجم دا وخت 1.2 ارب ډالره دی او د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هوډ څرګند کړی چې دا به په راتلونکو دريوؤ کلونو کې 5 اربو ډالرو ته رسوي. د پاکستان د مرکزى بنک د وروستيو شمېرو ترمخه د روان مالي کال په لومړیو څلورو مياشتو کې د هېواد دننه نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې 52 فيصدي کمې شوې دي او د بنک ترمخه دې دوران کې دا حجم د 726 میلینه ډالرو څخه 348 میلینه ډالرو ته ښکته شوی چې د اقتصاد پوهانو په وینا د هېواد د اقتصادي اړي ګړي او بدحالۍ نښې نښانې دي

27.11.2022 ډیوه

لکي مروت کې دامنیتي ځواکونو لخوا د وسله والو پرضد درانه عملیات روان دي

دخیبر  پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې نن پرله پسې په دریمه ورځ هم دوسله والو پرضد زمکني او هوایي عملیات دوام لري خو سیمه کې په ولسي پاڅون بوخت مشران وایي امن د دوی یوه مهمه غوښتنه ده خو دداسې عملیاتو اجازه چاته نه ورکوي چې پکې عام ولس مالي او ځاني تاوانونو سره مخ کیږي.  د لکي مروت پولیس او ځایي خلک وایي د انډس هایي وی نه نیزدې نهه کلو میټره لرې لودیز پشانو بانډه سیمه امنیتي عسکرو ولکه کې اخستې او د وسله والو پرضد یې عملیات پېل کړي دي . دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د عملیاتو پرمهال جنګي هیلي کاپټرو نه ډزې کیږي اؤ په زمکه او توپې اؤ نورې درنې وسلې کارول کیږي . د لکي مروت دپولیسو ویاند شاهد حمید وایي عملیات په دریمه ورځ روان دي او ټوله سیمه امنیتي ځواکونو په ولکه کې اخستې خو دعملیاتو په پایله کې د نقصان په اړه مالومات نه لري . هغه وویل دا عملیات وروسته له هغې پېل شوي چې پولیسو او نورو امنيتي ځواکونو ته په علاقه کې د ترهګرو د شتون خفیه اطلاع شوې وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي او چې کله د جمعې په ماښام پوليسو، د سي ټي ډي عسکرو او نورو امنیتي ځواکونو  تر وسلوالو ګېره واچوله نو وسلوالو پرې ډزې پېل کړې. د پاکستان پوځ په خپله په دې اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي وو په نښته کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر حوالدار چنګېز او جې سي او قاسم وژل شوي او د پوځ یو افسر لیفټیننټ بلال په ګډون دوه نور ژوبل شوي وو.  امنیتي سرچینو ویلي جنګي هیلي کاپترو نه د وسله والو ځالې په نښه کړی شوې خو علاقې ته د رسایي نه کېدو له امله کره مالوت په لای نه دي ورغلي . دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې لس ورځې وړاندې هم په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو، ددغه بريد ذمه واري هم تحريک طالبان پاکستان منلې وه. په لکي مروت ضلعه کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې چټک شوي او پرضد یې احتجاجي مظاهرې شوي چې پکې د ترهګرۍ د پېښو غندنه شوې او د علاقې خلکو په امنیت پوښتنې راپورته کړې دي. د لکي مروت ولسي پاڅون مشر ملک ریاض مروت وایي امن د دوی یوه مهمه غوښتنه ده. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د یوې منصوبې لاندې د لکي مروت خاروه ناامنۍ ته سپارل کیږي خو دوی به دا خاوره چاته د خپلې ګټې ترلاسه کولو د پاره ورنه کړي.  هغه وویل د لکي مروت خلک بې وزله دي او د دوی د معاش یوازینۍ سرچینه د زمکو کرکیله ده خو تیرو څو ورځو راهسې چې د فصلونو کرلو وخت دی، دوی په کورونو کې بند ساتل کیږي.  د علاقې خلک د منتخبو استازو د صوبې او مرکزي حکومت نه شکایتونه کوي چې د دوی د ناامنۍ په ستونزه غلي دي . وي او اې ډیوه د صوبې پارلیمان کې د لکي مروت نه منتخب شوي دپاکستان تحریک انصاف غړي هشام انعام الله سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب یې تر لاسه نه کړو . هشام انعام الله  تیر کال د جون په میاشت کې د صوبې پارلیمان ته د وینا پرمهال ویلي وو" ښو "طالبانو په افغانستان کې روس او امریکا ته ماتې ورکړه، د پاکستان پوځ او دغو طالبانو ته دعا پکارده. نوموړي دغه خبرې د جاني خېلو د امن د پاره احتجاجي پرلت په غبرکون کې کړې وې.

27.11.2022 ډیوه

متقاعدین: زموږ حقوق نه دي راکړل شوي؛ د طالبان مالیې وزارت: د مشرتابه د هدایت په تمه یو

د افغانستان د تیرو حکومتونو د تقاعد شوو مامورینو د حقوقو ځنډېدو په اړه د انتقادونو سره هم مهاله، د مالیې وزارت د متقاعدینو د حقوقو ورکولو په برخه کې د یوې طرحې چمتو کېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د امر په تمه دي.

27.11.2022 امریکا غږ

نیکلاسن: د طالبانو لخوا عام محضر کې د ښځو او نارینوو په درو وهلو حیران شوی یم

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په لوګر ولایت کې د طالبانو حکومت لخوا د درې ښځو په ګډون د ۱۴ کسانو په درو وهلو ته غبرګون کې ویلي چې د طالبانو دغه پرېکړې حیران کړی (وېرولی) دی.

27.11.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more