ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


توماس وست د افغانستان په اړه مشورو لپاره سیمې ته سفر کوي

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی توماس وست په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکیچ په اړه د مشورو په هدف جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

01.12.2022 امریکا غږ

طالبانو له ننه په افغانستان کې د وي او اې پښتو او ازادۍ رېډیو پر خپرونو بندیز اعلان کړی

واشنګټن ـــــ د طالبانو حکومت په افغانستان کې له دې کبله د وي او اې پښتو او رېډیو فري یورپ یا ازادۍ رېډیو پر خپرونو بندیز اعلان کړی چې وایي د دغو رېډیوګانو د موادو په اړه ورته شکایتونه شوي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په خپره شوې لارښوونه کې امر شوی چې پر ایف ایم او منځنۍ څپو د دغو ادارو خپرونې د دسمبر له لومړۍ نېټې بندېږي، خو د تر لاسه کړو شکایتونو په اړه یې نور تفصیلات نه دي ورکړي. وي او اې پښتو او ازادۍ رېډیو د ایف ایم د 15 څپو او دوو منځنیو څپو له لارې په افغانستان کې دننه د ورځې 24 ساعته خپرونې کولې چې دوولس یې پښتو او دوولس ساعته یې دري وې. وي او اې په تېر شاوخوا یونیم کال کې د خپلو خپرونو له لارې د هغو مسایلو په اړه زیات رپوټونه خپرول چې طالبانو به په داخلي رسنیو کې سنسر کول او نه یې غوښتل چې د نړیوالو تر غوږونو ورسېږي. طالبانو تر دې مخکې د روان کال د مارچ پر 27مه د وي او اې اشنا ټیلیویژن خپرونې هم بندې کړې وې چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د افغانستان د سرکاري ملي ټیلیویژن، طلوع، طلوع نیوز او لمر ټیلیويژن باندې خپرېدلې. د طالبانو د دې نوي بندیز په اړه د وي او اې لنډمهالې مشرې یولانډا لوپیز په یوه بیان کې ویلي دي چې د اشنا رېډیو پر خپرونو بندیز به وي او اې غلې نه کړي او دا رسنۍ به خپلو اورېدونکو ته باوري، کره او هراړخیز خبرونه رسوي او خپلې خپرونې به روانې ساتي. وي او اې په افغانستان کې دننه شاوخوا 7.3 میلینه اورېدونکي لري او اعلان کړی چې له دې وروسته به په افغانستان کې دننه خپلو اورېدونکو ته له بهره د 972 کیلو هرټز منځنۍ څپو له لارې خپرونې کوي. وي او اې په لومړي ځل په 1980م کال د افغانستان لپاره لومړی په دري ژبه خپرونې پیل کړې او بیا یې په 1992م کال کې په پښتو خپرونې پیل کړې او په 2006م کال کې یې د پاکستان د پښتنو لپاره هم د وي او اې ډیوه په نوم خپرونې پیل کړې. طالبان د 2021م د اګست په میاشت کې پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې په رسنیو باندې یو لړ بندیزونه لګولي دي او ځینې خبریالان یې د کار پر وخت نیولي، وهلي ډبولي او په بند کې ساتلي دي. د بې سرحده خبریالانو د وروستي رپوټ له مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته 219 تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ بندې شوې دي. وایي د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې 547 رسنیو کار کاوه.

01.12.2022 ډیوه

ارجنټاین د قطر نړیوال جام راتلونکي پړاو ته ولاړ، مکسیکو له ټورنمټ څخه حذف شو

په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلي وکړای شول چې د پولنډ لوبډلې ته ماته ورکړي او ددغو سیالیو بل پړاو ته لار پيدا کړي.

01.12.2022 امریکا غږ

طالبانو د امریکا غږ راډیو خپرونې بندې کړې 

طالبان وایي چې په افغانستان کې دننه یې د امریکا غږ او ازادې اروپا/ازادي راډیو خپرونې، چې د متوسطه څپو له لارې په اف ام کې خپرېدلې، بندې کړي دي.

30.11.2022 امریکا غږ

د پښتونخوا په اورکزۍ ضلع کې د کولې په کان کې چاودنې نهه مزدوران مړه کړي، څلور ټپیان

واشنګټن ـــــ د پښتونخوا د اورکزۍ ضلعې په ډولي سیمه کې د کولې یا ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګېس له کبله چاودنه شوې چې له کبله یې نهه مزدوران مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د اورکزۍ ډپټي کمیشنر عدنان فرید رویټزر خبري ایجنسۍ ته ویلي، په کان کې 13 تنه مزدورانو کار کاوه چې هغه وخت چاودنه وشوه او دوی په کان کې بند پاته شول. ډپټي کمیشنر وایي د ژغورنې کارکوونکي، ځایي رضاکاران او پولیس د پېښې ځای ته ورغلي دي او د نهو تنو مړي یې را ایستلي دي. عدنان فرید وایي څلور تنه مزدوران چې شدید ټپيان شوي دي هغوی یې هم را ایستلي، د سیمې سرکاري روغتون ته یې رسولي دي او علاج یې روان دی. د کوهاټ ډیویژن کمیشنر محمود اسلم وزیر پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او اړوندو چارواکو ته یې امر کړی دی چې سمدستي د پېښې د علت په اړه پلټنه وکړي. هغه ډان ورځپاڼې ته ویلي: "د لومړنیو رپوټونو له مخې دا چاودنه په مځکه کې 2,500 فیټه لاندې شوې ده". کمیشنر د کولې یا د ډبرو سکرو د کانونو ټېکدارانو ته هم امر کړی چې کان کیندونکو مزدورانو ته په کانونو کې کارول کېدونکي د ژغورنې نوي اوزار ورکړي او د هغوی د خوندیتوب ډاډ ورکړي. اسلم وزیر خبرداری ورکړی چې که ټېکداران د مزدورانو د ژغورنې په برخه کې سرغړونه وکړي نو له قانون سره سمه سزا به ورکړل شي. د اورکزۍ ضلعې د پولیسو مشر نذیر خان رویټرز ته ویلي، د پښتونخوا حکومت د ماینونو د پرمختایي ادارې یوې سرکاري ډلې د پېښې د ځای څارنه کړې او وایي چاودنه "په ماین کې د ګېس د بڅرکو له کبله شوې ده". د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په دې پېښه کې د مزدورانو پر مړینه او ټپي کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. د پاکستان د سرکاري خبري ایجنسۍ اې پي پي د خبر له مخې وزیراعظم د ماینونو د ادارې چارواکو ته امر کړی چې په پېښه کې ټپي شویو کسانو ته د علاج لپاره ټولې ممکنه اسانتیاوې برابرې کړي. د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې د کولې یا ډبرو سکرو په سلګونو کانونه دي چې هر کال د زهرجنو ګېسو د چاودنو له کبله سلګونه مزدوران پکې مړه کېږي او ټپیان کېږي. د پاکستان د کارګرو د تنظیمونو له ډېرو کلونو راهیسې پرله پسې په احتجاجونو کې شکایت کوي چې په دغو کانونو کې د مزدورانو لپاره د خوندیتوب د مناسبو اسانتیاوو نشتوالی او د کار خراب حالات د پرله پسې پېښو اصلي سببونه دي.

30.11.2022 ډیوه

رینا امیري: نړۍ خصوصاً مسلمان هېوادونه دې د افغانو ښځو په ملاتړ یو شریک او زورور پیغام ورکړي

واشنګټن ــــ د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري د نړۍ له مشرانو په ځانګړې توګه له مسلمان اکثریتي هېوادونو غوښتي چې په ټولنه کې د افغانو ښځو د ګډون لپاره یو شریک او زورور پیغام ورکړي. مېرمن رینا امیري د نومبر پر 29مه په خپله ټوېټر پاڼه په دوو پرله پسې ټویټونو کې د خپلو حقونو لپاره د افغانو مېرمنو او نجونو مبارزه ستایلې ده. امیري د ښځو د بشري حقونو د مبارزه کوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي: "د ښځو د بشري حقونو د مبارزینو پر نړیواله ورځ تر افغان مېرمنو او نجونو زیات بل د زړورتیا مثال موندل به ګران وي چې د خپل تعلیم او کار د حق لپاره مبارزه کوي او غواړي له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي". د تېر 2021م کال په دسمبر کې چې رینا امیري د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره ځانګړې استازې ټاکل شوې ده هغه پرله پسې پر طالبانو ټینګار کوي چې ښځو ته خپل حقونه ورکړي او نجونو اعلی تعلیم ته پرېږدي. رینا امیري په یو بل ټویټ کې د نړۍ له مشرانو او له هغو هېوادونو- چې اکثر اوسېدونکي یې مسلمانان دي- غوښتنه کړې ده چې د طالبانو حکومت ته په دې اړه یو متحد او زورور پیغام ورکړي چې ښځې ولسي ژوند ته پرېږدي. مېرمن امیري وایي: "که د یوې ټولنې نیمايي وګړي په ولسي ژوند کې د ګډون اجازه ونه لري، دا به د ټولنې ارامۍ او سوکالۍ ته لوی زیان واړوي، پر دې باید نورې خبرې ونه شي چې ښځه به په بشپړه توګه د ولسي ژوند برخه نه وي." په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر مشرې الیسن ډېویډین د صنفي حقونو له یو شمېر افغان کارپوهانو سره لیدلي او په افغانستان کې یې د ښځو پر چېلنجونو ورسره خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما پر خپل ټویټر او فېسبوک تر دغې ناستې وروسته لیکلي دي "له کار او پرانیسې ټولنې څخه د ښځو ګوښه کول هیواد ته زیان رسوي. یوناما د ټولو افغانانو د برابرو حقونو او عزت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي". د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په یوه جلا بیان کې د افغان او ایراني ښځو د مبارزې ستاینه کړې ده، خو دا اندېښنه یې هم څرګنده کړې ده چې په دغو هېوادونو کې جمهوري بنسټونه او مدني فضا له خطر سره مخ دي: "په دغو هېوادونو او نړۍ کې ښځو ثابته کړه چې د نړیوالو بشري حقونو د پېژندلو هڅې نړیوالې، نه ستړې کېدونکې او نه درېدونکې دي". د طالبانو حکومت د رینا امیري او د ملګرو ملتونو د استازو د تازه خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په وار- وار ویلي چې د افغان دود دستور او اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي چې ښځو او نجونو ته خپل حقونه ورکړي. د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د مخکیني پارلمان غړې شینکۍ کړوخیل وي او اې ته وویل، افغانو ښځو او نجونو خپل ولس او نړۍ ته خپله زړورتیا او مېړانه ښکاره کړه چې له ټولو ګواښونو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. د افغانو ښځو او نجونو د کار، تعلیم او په ولسي ژوند کې د ګډون په ملاتړ د نومبر پر 27مه د امریکې په پایتخت واشنګټن ډي سي، لندن او د نړۍ په څو نورو ښارونو کې هم احتجاجونه وشول. په دغو احتجاجونو کې له سلګونو افغانانو سره سره د کوربه هیوادونو ځایي اوسېدونکو هم ګډون کړی وو، دوی ټول په یو ږغ افغانو ښځو او نجونو ته د کار، تعلیم او په ازادۍ سره د ژوند تېرولو غوښتنه وکړه. د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په سرکاري دفترونو کې یې د ښځو کارونه محدود کړي، له کورني نارینه پرته یې له اوږدو سفرونو منع کړې دي، پارکونو، سینګارځایونو او وزرشي کلونو ته یې د هغوی پر تګ بندیز لګولی او په ولسي ځایونو کې یې ورته د مخ پټ ساتلو امر کړی دی.

30.11.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

30.11.2022 امریکا غږ

فوټبال نړیوال جام: تونس فرانسې او استرالیا بلجیم ته ماتې ورکړه 

د فوټبال په نړیوال جام کې نن چهارشنبه نومبر ۳۰ (لړم نهمه) تونس په یوې په زړه پورې لوبې کې فرانسې او استرالیا ډنمارک ته ماتې ورکړې.  دا څلور واړه لوبډلې په ډي ګروپ دي. د تونس او فرانسې په لوبې کې د تونس لوبغاړي وهبي خزري د لوبې په ۵۸ دقیقه کې ګول وکړ. د لوبې په وروستو دقیقو کې د فرانسې لوبغاړي ګیزر مین هم ګول وکړ خو لوبڅار چې په تلویزون کې ولیده، آفسایډ و او ونه منل شو.  په دې ترتیب سره تونس د فرانسې غښتلې لوبډلې ته ۱-۰ ماتې ورکړه.  په بلې لوبې کې چې په یو وخت سره روانه وه، استرالیا د ډنمارک لوبډلې ته ماتې ورکړه.  د استرالیا لوبغاړي ماتیو د لوبې په ۶۰ دقیقه کې ګول وکړ او تر پایه پورې دا نتیجه همداسې پاتې شوه.  په ډي ګروپ کې فرانسه او تونس د ۱۶ لوبډلو مرحلې ته ولاړل، استرالیا او ډنمارک له نړیوال جام څخه ووتل.  نن دوې نورې لوبې هم شته چې پولنډ له ارجنټاین او سعودي عربستان له مکسیکو سره مخامخ کیږي. که ارجنټاین دا لوبه وبایلله، له نړیوال جام څخه وځي. 

30.11.2022 امریکا غږ

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ یو ورځنیو سیالیو لړۍ مساوي شوه

په سریلانکا کې د افغانستان او کوربه هېواد تر منځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه نن چهارشنبې نومبر ۳۰ (لیندۍ ۹) د څلور ویکټو په توپیر سریلانکا وګټله.

30.11.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

30.11.2022 امریکا غږ

په نړۍ کې استبداد په زیاتېدو او دموکراسي مخ په ځوړ ده- راپور 

یو نوی راپور وايي چې د ټاکنو په شفافیت او مشروعیت باندې د خلکو بې باوره کېدل او د فکر او بیان د ازادۍ ځپل کېدل په نړۍ کې د دموکراسۍ د کمزورتیا او استبداد د قوت لامل شوي دي.  د دموکراسۍ او انتخاباتو سره د همکارۍ انستیتوت وايي چې په ۱۷۳هېوادونو کې یې د دموکراتیکو بهیرونو ارزونه کړې او په اړه یې د ۶۴ مخونو یو تازه راپور خپور کړی دی. په راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راغلی چې دموکراسي په کې مخ په ورکېدو او استبداد په رادبره کېدو دd.  دغه انستیتوت په خپل راپور کې ویلي دي چې ۲۰۲۱ د دموکراسۍ د ځوړ او استبداد د تقویې لپاره تر ټولو بدل کال و.  په افغانستان کې هم په ۲۰۲۱ کال کې لوی تغیرات راغلل، منتخب جمهوري نظام په کې نسکور شو او طالبان بیا حاکم شول. طالبانو د بیان ازادۍ، مدني حقونو او ښځو د حقونو په اړه سخت مقررات پلي کړي دي.  په راپور کې د ځینو هېوادونو له لوري د مشروعو ټاکنو د پایلو په اړه شکونه پيدا کول، د سیاسي ډلو او مشرانو په اړه د ځوانانو نه دلچسپي د دموکراسۍ د کم رنګه کېدو نور لاملونه ګڼل شوي دي.  د راپور د موندنو په اساس، په تېرو پنځو کلونو کې په اروپا کې ۱۷ دموکراتیک حاکمیتونه مخ په کمزورۍ روان دي. په راپور کې همدغه راز راغلي چې د اسیا او ارام اقیانوس ۷۵ هېوادونو کې دموکراسي کمزورې شوې او مخ په ځوړ ده.  د دموکراسۍ او انتخاباتو سره د همکارۍ انستیتوت وايي چې په استرالیا، جاپان او تایوان کې هم د دموکراسۍ کموالی تجربه کوي. د امریکا په لویې وچې کې هم په ځینو هېوادونو کې دموکراسي مخ په ځوړ ده. راپور وايي د بولیویا، برازیل، السلوادور او ګواتیمالا په څېر هېوادونو کې، چې د دموکراسۍ لویه مخینه لري، هم دموکراسي مخ په ځوړ ده.  دا انستیتوت وايي چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې په تېرو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ له لوري د ټاکنو د پایلو نه منلو له کبله په دې هېواد کې هم دموکراسي له ګواښ سره مخامخ ده.  راپور وايي چې هېوادونه باید په موجوده دموکراتیکو بنسټونو کې لازم اصلاحات راولي او حکومتونه د خپلو خلکو اړتیاو ته په کتو «اجتماعي قراراداد» تازه او دموکراسي بېرته ژوندۍ کړي. 

30.11.2022 امریکا غږ

امریکایانو د فوټبال نړیوال جام کې د ایران په وړاندې د خپل ټیم بری ونمانځه

د امریکا د فوټبال ملي ټیم یو شمیر مینه والو په قطر کې د روان نړیوال جام په لړ کې د ایران په وړاندې د خپل ټیم بریا ونمانځله.  

30.11.2022 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

30.11.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

30.11.2022 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

30.11.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more