ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ریاض کې د مېسي او رونالډو سیالي؛ لوبه 'پي اېس جي' فوټبال لوبډلې وګټله 

د فرانسې فوټبال کلب 'پي ایس جي' او د سعودي عربستان 'ال سټار اېلېون' تر منځ لوبه د لیونل مېسي لوبډلې 'پي ایس جي' وګټله.

19.01.2023 BBC

يو شمېر افغان مېرمنې: تحصيل او کار مو شرعي او قانوني حق دی

د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار پر حق د ترکیې و ایران له ټینګار ورسته، یو شمېر افغان مېرمنې وایي، زده‌کړه او کار د دوی قانوني او شرعي حق دی. نرګس چې په کابل کې د مورا پوهنتون د طب پوهنځي محصله وه، اوس په کور ناسته ده. نوموړې وايي، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځو ته د زده‌کړو او کار حق ورکړل شوی، یوازې افغان نجونې او ښځې دي چې له دې قانوني او شرعي حق محرومې شوې دي. نرګس ازادي راډیو ته وویل: "قطر، عربستان، ترکیه، ایران، اسلامي هېوادونه دي، هلته د ښځو زده‌کړې او کار نارمل روان دی، موږ هم حق لرو چې زده‌کړې وکړو، هیڅ انسان حق نه‌لري چې بل انسان له زده‌کړو محرومه کړي." د طالبانو حکومت په تېرې دسمبر میاشت کې په دوو جلا جلا فرمانونو کې پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او دغه شان یې په نا دولتي مؤسسو کې مېرمنې له کار راوګرځولې. مخکې له دې یې بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي وو او د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ یې دوی په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار راګرځولې وې. مدني فعاله حمیرا قادري وايي، ډېری دغه مېرمنې چې له کار راګرځول شوي دي، خپلو کورنیو ته یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وې. نوموړې وايي: "اقتصادي شرایط ډېر ځورونکي دي، اکثره ښځو به کورنيو ته نفقه برابروله، دوی باید دندو ته بېرته پرېښودل شي، دا د ښځو قانوني حق دی چې دندې تر سره کړي، موږ هغه مېرمنې چې اوس بې‌کاره شوي یو." اغلې قادري پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو په برخه کې د اسلامي هېوادونو رول مهم ګڼي او وايي، تر اوسه چې کومې هڅې دوی کړي د ستاینې دي او هیله ده، چې خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سې‌شنبې په ورځ په ترکیه کې سره کتلي او په افغانستان کې يې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر مېرمنو د زده‌کړو او کار د محدودیتونو په اړه خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه کنفرانس ویډیو هم په خپلې وېب پاڼې خپره کړې ده. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير مولود چاوش اوغلو په دې ناسته کې ویلي: "په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز په اړه ترکیه او ایران سره په اړیکه کې دي او دغه شان د اسلامي همکاریو کنفرانس له لارې له طالبانو سره ښکېل یو او خپلو هڅو ته دوام ورکوو. زموږ دین اسلام، د زده‌کړو په ضد نه‌دی، بلکې په زده‌کړو ټینګار کوي او د نجونو پر تعلیم بندیز زموږ له دین سره اړخ نه لګوي. موږ خپل دریځ د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې له طریقه په ټینګه په ډاګه کړی." ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو د دوی د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدلو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان د تېرې اوونۍ د چهارشنبه په ورځ د افغانستان په اړه غونډه کې وویل، چې ښځې او نجونې باید په افغانستان کې کار او زده‌کړو ته لاس‌رسی ولري. دا غونډه، چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې جوړه شوې وه، په اخر کې یې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه، چې په‌کې راغلي وو، تعلیم ته د نجونو لاس‌رسی د پوهنتون په ګډون په هره کچه چې وي، د بشر اساسي حق دی او باید محدود نه‌شي. ټاکل شوې، چې په مارچ میاشت کې هم د اسلامۍ نړۍ په هېوادونو کې د ښځو د حقونو په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي. دا خبره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امينه محمد چې دا مهال د افغانستان په سفر ده، له سفر مخکې په قطر کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره تر کتنې ورسته کړې ده. دا هڅې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې په ټوله نړۍ کې له ۱۱۸ میلیونو څخه زیاتې نجونې له ښوونځي څخه محرومې دي. ښاغلي ګوتریش د چهارشنبې په ورځ په خپل یو ټوېټ دا خبره کړې او ویلي یې دي، هیڅ دليل نه‌شي کولی چې له تعلیم څخه د نجونو محرومیت توجیه کړي.

19.01.2023 ازادي راډیو

افغانستان کې خلک د بې قانونۍ یو نوی وضعیت تجربه کوي - سروې

د یوې شوې سروې له مخې افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین او هغوی چې له دغه هیواد څخه وتلي د خپلسر نیونو، تښتونو، شکنجې، بندې کیدو او د کورنیو د غړو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ دي.

19.01.2023 امریکا غږ

د طالبانو حکومت د ښځو کالیو پلورونکو ته سپارښتنه کړې چې د نانځکو مخونه پټ کړي

"یوه واده ته بلل شوې وو، د تیاري په موخه موږ څو نجونې ښار ته لاړو، غوښتل مو افغاني جامې واخلو. مارکيټ ته چې وختلو نو ومو لیدل چې ټولو نانځکو ته یې خولۍ او ټيکري ورپه سر کړي دي". دا د کابل مېشتې لیلما خبرې دي. نوم یې د خوندیتوب لپاره مستعار کارول شوی.  د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هم بي بي سي پښتو پاڼې ته دا ومنله چې هټیوالو ته د یوې "عامې توصیې" په ترڅ کې دغه سپارښتنه شوې.

19.01.2023 BBC

قطبي خرس په الاسکا کې یوه میرمن او زوی یې ووژل

د متحدو ایالتونو د الاسکا ایالت پولیسو د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) وویل چې ددغه ایالت په یوې لرې پرته سیمه کې یو قطبي خرس یوه ځوانه میرمن او زوی یې ووژل.

19.01.2023 امریکا غږ

کندز کې د چرګانو د هګيو پېر او پلور؛ خلک ترې ورځني لګښتونه پوره کوي

پنځوس کلن زرجان د چرګانو د هګیو پېر او پلور له لارې خپلې لس کسیزې کورنۍ ته نفقه پېدا کوي. زرجان اصلا د پلازمېنې کابل د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکي دی. نوموړی له یوې لسیزې راهیسې د کندز ښار د چوک څېرمه د سړک تر غاړې د چرګانو هګۍ پلوري او له همدې لارې د خپلې لس کسیزې کورنۍ لګښتونه او اړتیاوې پوره کوي. نوموړی وايي: "د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ یمه،دغلته هګۍ خرڅومه، دغه فارمې دي او دا وطني هګۍ دي. دغلته سهار راځمه او بېګاه بېرته اتاق ته ځمه مسافر یمه. نور څه وکړو که چوک ته ولاړ شو هلته هم کارو بار نه‌شته. بس دغلته ناست یو الله مهربانه دی." نوموړي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، د کندز له بېلابېلو سیمو څخه خلک ورته د کورنیو چرګانو هګۍ ور وړي او دی ورڅخه یوه هکۍ په دولس افغانۍ پېرې. نوموړی وايي: "ترکمنان او نور خلک راته هم وطني هګۍ او هم فارمې هګۍ راوړي، وطني په دولس افغانۍ اخلو په ۱۳ افغانۍ يې خرڅوو او دا فارمې په لس نیمې افغانۍ اخلو او په ۱۱ افغانۍ پلورو." هغه، له هګیو ډک سطلونو ته په اشاره وویل، چې د تېر نظام پر مهال د خلکو اقتصادي وضعیت ښه و او هره ورځ یې دوه سطله هګۍ پلورلي، خو اوس يې کاروبار پيکه شوی دی. د زرجان په سل مترۍ کې ۷۰ کلن محمدیار هم د سړک تر غاړې ناست دی او مخې ته يې له هګیو ډک سطلونه ايښې دي او د پېرېدونکو په تمه دی. محمد يار وايي: "د هګیو پېرېدونکي کم شوي دي، ځینې ورځې درې څلور ډوډۍ کور ته وړمه او ځینې وخت خالي لاس ځمه. نه یوازې زما د ټولو خلکو کارو بار خراب دی. چاره څه ده دغه وضعیت د افغانستان پر خلکو راغلی دی." محمدیار چې د شکر ناروغي هم لري وايي، پخوا یې کار ښه و، د کورنۍ د لګښت ترڅنګ يې د ځان درملنه یې هم پرې کېده، خو اوس په سختي سره د څلور پنځو ډوډیو پیسې پېدا کوي. نوموړی وايي: "پخوا کار ښه و هره ورځ مې پنځه شپږ سوه افغانۍ ګټلې، هغه وخت د خلکو اقتصاد وضعیت ښه و هر چا به هګۍ اخیستلي. اوس خلک د یو وخت ډوډۍ پېداکولو ته حیران دي. ځینې ورځې د موټر د کرايي پیسې نه‌شم پيدا کولی." د هګيو همدا کاروباريان وايي، سوړ ژمی، اقتصادي ستونزې، د کار او روزګار نشتوالی او فقر دا څلور هغه جدې ستونزې دي، چې ګڼ شمېر افغانان ورڅخه کړیږي. دوی د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې خلکو ته د کار زمېنه برابره کړي، ترڅو د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

19.01.2023 ازادي راډیو

بلاول: د عمران خان غلطو پاليسو د پاکستان ولس د ترهګرۍ د مسلې سره مخ کړی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري تور لګولی چې د تير وزيراعظم عمران خان د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] دپاره پاليسي سمه نه وه، خو اوسني حکومت هغه پاليسي پرېښودې ده.

19.01.2023 ډیوه

غربي کارپوهان: طالبانو د دوحې تړون څخه سرغړونه کړې

یو شمیر غربي کارپوهان وایي طالبانو له متحدو ایالتونو سره د دوحې د ۲۰۲۰ کال د تړون په یو شمیر ژمنو عمل ندی کړی.

19.01.2023 امریکا غږ

پاکستان: د سټېټ بېنک ګورنر ويلي راتلونکې اوونۍ نه به ملک ته ډالرې راتلل پېل شي

پاکستان چې په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی، د مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] ګورنر یې ويلي،د راتلونکې اوونۍ نه به ملک ته امريکايي ډالرې راتلل پېل شي او د زر مبادله ذخيره به ورسره ښه شي.

19.01.2023 ډیوه

امينه محمد طالب چارواکو ته: افغان ښځې د کار او تحصيل حق لري

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د کابل پر سفر بوخته ده او تر اوسه یې له یو شمېر طالب چارواکو او پخوانیو سیاستوالو سره کتلي دي. د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې، نوموړې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار په تړاو خبرې کړي دي. خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې، ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم د حق په اړه ښکاره اجماع شته، خو دا جزیات نه‌دي ورکړل شوي چې اجماع په کومو برخو کې وه. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د کابل تر سفر مخکې د افغانستان په تړاو له ترکي، قطري او پاکستاني ډیپلوماتانو او چارواکو سره غږېدلې ده. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ته ویلي چې، د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو، پر چارواکو یې د سفر د بندیزونو نه لغوه کېدو او بانکي محدودیتونو افغانان له ستونزو سره مخامخ کړي دي. امینې محمد د چهارشنبې په ورځ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي. ښاغلي کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغې کتنه کې د نجونو د تعلیمي بنسټونو پر بیا پرانيستې او کار ته د هغوی پر بیا ګرځېدو ټینګار شوی دی. بل لور ته د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې له مېرمن محمدي سره یې د افغانانو پر پیاوړي کېدو او له بې‌وزلۍ نه د وتلو پر لارو چارو خبرې کړي دي. له دې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وولکر تورک د چهارشنبې په ورځ په جینوا کې خبریالانو ته وویل، افغانستان دا مهال د ښځو او نجونو د بشري حقونو له اړخه تر ټولو بد وضعیت لري. نوموړي ويلي: "موږ د ډېرو داسې شاتګونو شاهدان یو چې ښځې او نجونې یې زیانمنې کړي دي، باید ووایو چې د تر ټولو جدي وضعیت بېلګه یې په افغانستان کې ده." طالبانو، چې تېر نژدې یو نیم کال کې یې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، تېره میاشت يې د نجونو پر منځنیو او لېسو ښونځیو سربېره د هغوی پوهنتونونه هم تر دویم اعلانه بند کړل. تر دې وړاندې پارکونو، حمامونو او ورزش ځایونو ته هم د ښځو ورتګ بند شوی او ښځې په اوږده سفر کې له محرم پرته تګ نه هم منعه شوي دي. تر ټولو وروستي بندیز کې طالبانو تېره میاشت د نادولتي مؤسسو ښځینه کار کوونکو ته وویل چې دندو ته دې نه ځي. د طالبانو دې اقدام په پراخه کچه غبرګونونه هم وپارول. تر اوسه دغه سپیناوی نه‌شته چې طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ته د ښځو د تعلیم او کار په اړه څه ژمنې ورکړي او دا څرک هم نه لګیږي چې طالبان به د مېرمنو د کار او تعلیم په پرېکړو کې څومره نرمښت وښيي.

19.01.2023 ازادي راډیو

د نیوزيلنډ لومړۍ وزیره جسېنډا ارډرن استعفا کوي

د نیوزيلنډ اوسنۍ لومړۍ وزیره جسېنډا ارډرن وايي، په واک کې د پاتېدو نور "توان" نه دی ورپاتې نو ځکه ترې لاس په سر کېږي.  هغه شپږ کال مخکې په ۳۷ کلنۍ کې د دغه هېواد تر ټولو ځوانه مشره شوه چې د دغه هېواد د دولت مشرتوب ته یې اوږه ورکړه.

19.01.2023 BBC

د خیبرپښتونخوا د وسلو بازار "آدم خېل دره" کې کتابتون جوړ شوی

وايي که کتاب عام شي نو وسله به غلې شي، په همدې هیله د خیبرپښتونخوا په آدم خېل دره کې چې له ډېرې مودې راهیسې د وسلو په تور بازار مشهوره سیمه ده، کتابون جوړ شوی دی.

19.01.2023 BBC

طالبان احتمالا د هغو کسانو لست جوړوي چې غواړي ویې وژني- راپور

واشنګټن اګزماینر خپرونې په یو راپور کې ویلي په داسې حال کې چې نړۍ د ښځو په وړاندې د طالبانو له اقداماتو په غصه ده، د یادې ډلې مشران په پټه توګه د خپلو پاتې دښمنانو د وژلو‌ د لست په جوړولو بوخت دي.

19.01.2023 امریکا غږ

عمران خان: له افغانستانه د راتګ پر مهال دې د ټي.ټي.پي غړي له کورنیو سره وژل شوي وای، یا دې روپۍ پرې لګول شوې وای

 د پاکستان مخکېني لومړي وزیر یو ځل بیا ویلي، په دغه هېواد کې د بریدونو ډېرېدو لامل دا دی چې ګواکې د طالبانو حکومت "افغانستان کې مېشت د ټي.ټي.پي غړي د دغه هېواد پرېښودو ته اړ کړل" او "اوس پاکستان کې ځای ځای بریدونه کوي". ښاغلي خان همدا راز د افغانستان پر مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني تور پورې کړی چې ګواکې پاکستاني طالبان یې په دغه هېواد کې د بریدونو له کبله ستایل او په خبره یې، کله چې طالبان واک ته ورسېدل نو هغوی یې بېرته پاکستان ته ستنېدو ته اړ کړل. 

19.01.2023 BBC

د ملګرو ملتونو پلاوی پر ښځو د طالبانو د بندیزونو ختمېدو لپاره کابل ته تللی دی

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو یو پلاوی افغانستان ته تللی او د نورو افغان سیاستوالو په ګډون یې د طالبانو له چارواکو سره هم لیدنې او خبرې پیل کړې دي چې د ښځو د تعلیم، کار او ولسي ژوند په برخه کې د طالبانو د بندیزونو په اړه نړیوالې اندېښنې ورته وړاندې کړي. بل لور ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي که څه هم د طالبانو وروستي اقدامات ناهیلي کوونکي دي خو وایي له دوی سره باید اړیکې وساتل شي. د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیاله آمنه محمد- چې د دې ادارې تر ټولو د لوړې رتبې ښځه ده- وړمه شپه د یوه اعلی پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلې او پرون یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې مېرمن آمنې محمد امیر خان متقي ته ویلي، چې افغانستان ته د سفر مقصد یې "له نیژدې د حالاتو لیدل" او له دې سره سره تعلیم او کار ته د ښځو د لاسرسي په اړه طالبانو ته د نړیوالې ټولنې پیغام رسول دي. د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق په نیویارک کې رسنیو ته ویلي، چې مېرمن آمنې محمد په کابل کې د حالاتو د  ارزونې، د خواخوږۍ او د ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې پر لارو چارو د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو له کارکوونکو، مرستندویه ډلو او افغان مېرمنو سره هم لیدلي دي. فرحان حق ویلي: "په دغو خبرو کې مېرمن آمنې د بشري حقونو د ساتلو پر اړتیا په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار باندې ټینګار وکړ". د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي‌ پر ټویټر لیکلي، چې مېرمن آمنې امیر خان متقي ته ویلي، "ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په دې تمرکز لري چې له افغانستان سره خپلې مرستې او تعامل ته دوام ورکړي". دا چې امیر خان متقي په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار او په پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه څه ویلي که نه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وایي متقي د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې ته وویل، چې نړیواله ټولنه له دوی غوښتنې لري خو د دوی حکومت یې له ډېرو ستونځو سره مخ کړی دی. امیر خان متقي د ملګروملتونو د پلاوي مشرې ته ویلي، چې پر افغانستان بندیزونه لا هم دوام لري او د دوحې له تړون سره سم د طالبانو پر مشرانو سفري بندیزونه لا نه دي اخیستل شوي: "کوم هغه اقدامات دي چې نړیوالې ټولنې کړې دي‌ او زه خپلو مشرانو او ولس ته قناعت پرې ورکړل. پر بانکي سیکټر باندې مو بندیزونه دي، تجاران مو له یو عالم ستونځو سره مخ دي حتی د غذایي او سون موادو لپاره پیسې نه شي انتقالولای، همدارنګه د رسمیت پېژندنې موضوع ده، مشران مو له تور فهرسته نه دي وتلي، چې دوی سفرونه ونه کړي او له نړیوالې ټولنې سره مجلسونه ونه لري په اړیکو کې به څنګه ښه والی راشي". امیر خان متقي د ملګرو ملتونو استازې ته ویلي، چې زیات شمېر ښځې په تعلیمي او روغتيايي برخو کې اوس هم په کارونو بوختې دي او وايي کومو ښځو چې په سرکاري ادارو کې کار کاوه هغوی ته په کورونو کې تنخاوې ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو پلاوي پرون د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي او د افغانستان پر حالاتو یې ورسره خبرې کړې دي. د حامد کرزي دفتر د هغه په رسمي ټویټر او فېسبوک پاڼه باندې لیکلي دي: "په دې کتنه کې د تعلیم پر ارزښت خبرې وشوې او په هېواد کې د نجونو لپاره د تعلیمي ادارو پر بیا پرانیستل او خپلو کارونو ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار وشو". د ملګرو ملتونو پلاوی په داسې وخت کابل ته تللی چې طالبانو د خپل تېر حکومت غوندې د ښځو ازادۍ ډېرې محدودې کړې دي او په سیاست او ولسي ژوند کې د فعالیت په ګډون یې د تېر کال په دسمبر کې په غیرسرکاري ادارو کې د هغوی پر کار او پوهنتونونو ته پر تګ هم بندیز لګولی دی. د طالبانو دغو اقداماتو په تېرو درو اوونیو کې د افغانانو په ګډون د نړیوالې ټولنې سخت غبرګون را پارولی او د دوی حکومته یې غوښتنه کوي چې که پر ښځو لګېدلي بندیزونه ختم نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي او په افغانستان کې بشري ناورین هم لا پسې زیات شي. خو طالبانو په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز دفاع کړې او دعوه کوي چې د دغو ادارو ښځینه کارکوونکې د دوی له لارښوونو په سرغړونې سره د اسلامي جامو او نور شرعي اصول نه عملي‌ کوي. دا چې کابل ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر به د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار او نورو حقونو په برخه کې څه ګټه وکړي که نه، خو پر تېر شاوخوا یونیم کال کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې نور پلاوي هم افغانستان ته تللي خو طالبان وایي خپلې حکومتي تګلارې به د نړۍ په خوښه نه بلکې له اسلامي شریعت سره سمې جوړوي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د جنورۍ پر 17مه په سویټزرلېنډ کې ویلي، د طالبانو د حکومت وروستي اقدامات "ډېر د ناهیلۍ" وړ دي، خو وایي دوحه به په افغانستان کې د بدلون لپاره د یواځینۍ لارې په توګه له طالبانو سره اړیکو ته دوام ورکړي. ښاغلي الثاني ویلي دوحه له نورو اسلامي‌ هیوادونو سره سلا مشورې کوي چې په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره د خبرو موقع برابره کړي. وایي که څه هم دا به "ساده کار نه وي" خو دا مهمه ده چې هڅې روانې وساتل شي.

18.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more