ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

13.08.2023 ازادي راډیو

د طالبانو واکمني او د همجنس بازانو نیول، شکنجه او وژل!

افغان همجنسبازان دردونکې کیسې لري. دوی تل تبعیض، شکنجې او ان وژلو سره مخ شوي، خو د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې تر ټولو سختې شېبې زغمي. طالبان دوی مجرمان بولي او سزا ورکوي. دا راپور، د طالبانو په دوه کلنۍ واکمنۍ کې د همجنسبازانو وضعیت ته کتنه لري.

13.08.2023 ازادي راډیو

مدرسې د مکتبونو پر ځای؛ طالبان ولې عصري زده کړې محدودوي او خپلې مدرسې زیاتوي؟

"دا دیني مدرسې په ټوله کې د افغانستان په کچه جوړېږي، چې هره یوه کې به زر تنه شاګردان نیول کېږي." مولوي مطیع الله جواد د پنجشیر ولایت د پوهنې د ریاست له چارواکو څخه دی، چې له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په روان کال کې په عنابې ولسوالۍ کې د یوې جهادي مدرسې د جوړېدو خبر ورکوي. نوموړی وایي: "ګورو چې څومره زده کوونکي جذبولای شو. څومره چې د زده کوونکو شمېر لوړېږي په همغه اندازه استادان به هم استخدام کړو." د طالبانو په حکومت کې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سږکال کې په نورستان ولایت کې د خبرو پرمهال په هره ولسوالۍ کې د لسو مدرسو د جوړېدو سپارښتنه وکړه. ښاغلي ګل آغا وویل: "د الله لوی نعمت دی چې اسلامي امارت دلته جهادي مدرسه جوړوي. د کوچنیانو د مدرسو لپاره جواز درکوو. چې څومره مدرسې جوړولای شئ جوړې یې کړئ. په هره ولسوالۍ کې لس- لس مدرسې جوړې کړئ." د طالبانو د حکومت د پوهنې د وزارت د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحدطارق ویلي دي، چې سږکال د هېواد په پنځو ولایتونو کې جهادي مدرسې فعالې شوي او طالبان ورته جذب شوي دي. دیني مدرسې د طالبانو په ایډیولوژۍ کې ځانګړی ځای لري. طالب یعنې د مدرسې زده کوونکی؛ د طالبانو ډېرو غړو او مشرانو د افغانستان او پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې کړې دي. د طالبانو منتقدان وايي طالب چارواکي غواړي له افغانستانه د مدرنو او عصري زده کړو چې بنسټ یې څه باندې پېړۍ مخکې ایښودل شوی، او د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال یې وده وکړه ټولې جرړې وباسي. د مثال په توګه: دوی په تېرو دوو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن شوي یوشمېر ښوونځي په دیني مدرسو اړولي، د ۴۹ دارالمعلمینونو او د هغو د اړوندو ۱۹۸ مرکزونو دروازې یې بندې کړي او په کندهار کې یې د زده کړو نژدې ۱۶۰۰ ټولګي رخصت کړي چې په نتیجه کې یې شاخوا پنځوس زره زده کوونکي ترډېره له عصري زده کړو بې برخې شول. طالبان وايي چې په جهادي مدرسو کې پوځي روزنې نه ورکول کېږي؛ بلکې اسلامي مضامین تدریسېږي. خو یوشمېر څارونکي په دې باور دي، چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې او له هغه وروسته د طالبانو په ګډون د ډېرو افراطي ډلو غړي د پاکستان او افغانستان له دیني مدرسو څخه راوتي دي. د طالبانو منتقد او د چارو شنونکی په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمدسعیدي په دې باور دی، چې د ښوونځیو پرځای د دیني مدرسو جوړول د طالبانو د عمومي پالیسۍ یوه برخه ده. سعیدي وایي: "چې څومره دیني مضامین زیات شي، اسلامي فقه او شریعت زیات شي ساینسي مضامین، جغرافیه، تاریخي مسایل کمېږي. څومره چې اصلي مسایل لکه ټکنالوژي کم شي په همغه اندازه تروریزم تقویه کېږي، وده کوي. اصلا په افغانستان کې ورو ورو داسې سیاست غوره شوی چې د ښوونځیو پرځای مدرسې جوړې شي، د پوهنتونونو پرځای دارالحفاظ جوړ شي. دا یو عمده ستراتېژیک سیاست دی." محمد محق د اسلامي مطالعاتو څېړونکی په دې باور دی، چې ټولنه د دومره ډېرو دیني عالمانو د جذب ظرفیت نه لري. ښاغلي محق په هېواد کې د دیني مدرسو د زیاتېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل:" په ټولنه کې د دیني مدرسو بېحده زیاتېدل د بحران باعث کېږي. موږ یوازې دیني مدرسو ته اړتیا نه لرو. که هرې بلې څانګې ته تر اړتیا ډېره پاملرنه او پانګونه پرې وشي نو د هغې رشتې فارغان زیات شي داسې چې د کار په مارکېټ کې د هغو د جذب لپاره ظرفیت نه وي او چاپېریال هم اړتیا ورته ونه لري، دا په خپله په بحران کې راځي." طالبانو له شپږم د لوړو ټولګیو زده کوونکې نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړي او همداراز په پوهنتونونو کې یې د نجونو تحصیل بند کړی. د طالبانو ځینو شخصیتونو لکه د بهرنیوچارو وزارت معین شېرمحمد عباس ستانکزي بیا -بیا د نجونو د تعلیم پر اړتیا ټینګار کړی، خو داسې ښکاري چې د ده هڅو ځای نه دی نیولی. پر عصري زده کړو د طالبانو بندیزونه د دې باعث شول چې د بېلابېلو سیمو یوشمېر نجونې دیني مدرسو ته مراجعه وکړي. له ډلې د هېواد له مرکزي سیمو څخه یوې ځوانې نجلۍ، چې د طالبانو له وېرې نه غواړي خپل نوم افشا کړي، ازادۍ راډیو ته وویل: "زه او خور مې په یوه مدرسه کې شاملې شوې یو. هلته باید څلور کاله درس ووایو او وروسته له دې چې د مولویانو په توګه فارغې شوو، نو د استادانو په توګه مو هلته جذبوي. خو دا د دې دلیل نه شي کېدای چې باید په جبري ډول دیني مدرسو ته ولاړې شو او د عصري زمانې له ټکنالوژۍ څخه لیرې پاتې شوو." طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په خپله لومړی ځل واکمنۍ کې هم د نجونو پر زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګولی و. د اسلامي چارو شنونکی صلاح الدین سعیدي وايي، نننۍ زمانه د ښځو او نارینه وو بې توپیره زده کړو ته اړتیا لري. ښاغلی سعیدي وایي: "له اسلام څخه دفاع په علم او پوهه کېږي، په مدرنو علومو کېږي، په ساینس او کمپیوټر کېږي. د حضرت پیغمبر (ص) په غزواتو کې ښځو ګډون کړی او د نرسې او پرستارې دندې یې ترسره کړي. د علم او پوهې زده کړه له تفکیک پرته د مسلمانانو وجیبه ده او فرض عین دی." ولې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې کړي خو د دیني مدرسو شمېر یې زیات کړی دی؟ دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره مو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکي بیا - بیا وپوښتل، خو هغوی د دې راپور د جوړېدو تروخته خبرو ته حاضر نه شول.

13.08.2023 ازادي راډیو

مثلث: د اسلام اباد او افغان طالبانو اړیکي څرنګه دي؟

پاکستاني سیاسي چارواکي له نژدې یوه کال راهیسې په کابل کې واکمن طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې مخه نه نیسي او دا ترهګر په پاکستان کې بریدونه کوي. افغان طالبان دا تور ردوي، خو په وروستیو کې د پاکستان پوځي چارواکو هم ورته تورونه پورې کړې دي. دلته په دې خپرونه کې په دې اړه بحث لیدلی شئ

12.08.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود

زیر آسمان کبود

12.08.2023 ازادي راډیو

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

12.08.2023 ازادي راډیو

د طالبانو د حکومت د دوه کلنۍ په مناسبت د ښځو لاریون

دا لاریون نن د اګسټ په ۱۲مه په کابل کې پلان شوی و، چې د تنظیمونکو په وینا یې، طالبانو تاوتریخوالی ورسره کړی. نن په تخار کې هم د طالبانو خلاف ښځو اعتراض کړی او له نړیوالو یې غوښتي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

12.08.2023 ازادي راډیو

د هلمند بزګران: وچکالۍ پر مالي زیانونو سربېره عصبي ناروغۍ راته پيدا کړي

د هلمند  ولایت بزګران وايي، وروستیو وچکالیو یې د عایداتو سرچینې له منځه وړي، ځمکې یې شاړې پاتې اوباغونه یې د وچیدو له ګواښ سره مخ دي.  د دغه ولایت بزګران او ځايي اوسیدونکې، وچکالي د خطر زنګ یادوي او وايي، که حالات دغه ډول دوام وکړي نو په افغانستان کې به فقر نورهم زیات شي. په دې اړه له هلمنده زموږ د همکار راپور واورئ او دا لېنک پرانېزئ:  

12.08.2023 ازادي راډیو

د طالبانو دوه کلنه واکمني؛ د رسنیو او خبریالانو وضعیت ورسره څنګه و؟

"زما د شپاړس کلنې کاري دورې تر ټولو ترخه تجربه د امارت په وخت کې وه. کله چې طالبان راغلل نو موږ اریانا نیوز کې یو خبري بولټن درلوده، د سهار له لسو څخه تر دولس نیمو بجو. دوه نیم ساعته خبرونه......" دا د اریانا نیوز د ټلویزیوني پروګرامونو د پخوانۍ کوربنې نسرین شېرزاد خبرې دي. هغه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم د یوڅو ورځو لپاره خپل کار ته دوام ورکړ، خو په یوه نوي نابلده چاپیریال کې له لس ورځني کار وروسته له هېواده وتو ته اړه شوه. مېرمن شېرزاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې ولې یې وطن پرېښود. هغه وایي: "د مېز شاته ناسته وم او خبرونه مې لوستل، سټوډیو ته راننوت او راته ویې ویل ستا تندی باید ښکاره نه شي. طالبان وايي ستا تندی ښکاري او باید ښکاره نه شي. ټیکری دې باید راکښته کړې او ویښتان څه چې تندی، غوږونه او غاړه دې هم باید پټ وي. دې سانسور او دې حالت موږ اړ کړو چې کار پرېږدو او له خپل وطن څخه مهاجر شو." د طالبانو د محدودیتونو اغېزې پر افغان خبریالانو طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د ټلویزیونونو ښځینه کوربنو ته لارښوونه وکړه چې خپل مخونه پټ کړي. دې اقدام هېواد کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه وپارول. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار هغه مهال پر خپل ټویټر ولیکل، چې د طالبانو دا قوانین ښځو ته سپکاوی دی او حقونه یې زیانمنوي. د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې چې طالبان واک ته ورسېدل، زرګونه خبریالان وزګار او سلګونه نور له افغاستانه وتلو ته اړ شول. د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې خپلې نیمايي رسنۍ له لاسه ورکړې دي. د دې ټولنې مشر ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال له شلو په زیاتو ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله کار نه کوي . له دې مخکې د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي وو، چې په ۱۱ ولایتونو، هلمند، بادغیس، دایکندي، غزني، میدان وردګو، نیمروز، نورستان، پکتیکا، پکتیا، سمنګان او زابل کې هېڅ ښځینه خبریاله نه شته. په افغانستان کې د جنوبي اسیا د خپلواکو رسنیو د ټولنې مشر ضیا بومیا وايي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د رسنیو فعالیت او خلکو ته د معلوماتو د رسولو چارې سختې زیانمنې شوي. ښاغلي بومیا ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو د واکمنۍ موده کې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، شاوخوا ۶۵ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي. یوشمېر له هېواده بهر په وتلو بریالي شوي او ډېره برخه یې اوس هم د افغانستان په ښارونو او بازارونو کې په غیر حرفوي یا غیر ژورنالیستیکو کارونو بوخت دي. د ښځینه خبریالانو ستونزې تردې هم زیاتې دي. تقریبا ۹۵ سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي." د افغانستان د خبریالانو د خپلواکې ټولنې شمېرې ښيي، چې د شاوخوا ۲۸۰۰ ښځینه خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له ډلې لږترلږه ۲۳۰۰ خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د دې ټولنې مشر حجت الله مجددي همداراز وايي، چې د ټلویزیونونو او راډیوګانو په ګډون له ټولو ۵۶۰ رسنیو څخه د لږترلږه ۲۲۵ فعالیت بند شوی او ورسره له اتو زرو زیات خبریالان په کور کېناستل. د طالبانو ژمنې او د خبریالانو غبرګون ازادي راډیو هڅه وکړه چې پر دې موضوع د طالبانو نظر هم واخلي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر جوړېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو ښاغلي مجاهد د طالبانو د واکمنېدو په دوهمه ورځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۷ مه په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې وویل چې د دوی حکومت د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی. نوموړي ویلي وو: "غواړو یوځل بیا په پای کې ټولو رسنیو ته اطمینان او ډاډ ورکړو چې له رسنیو سره زموږ تعامل به د اصولو په چوکاټ کې وي. د رسنیزو اصولو په مبنا به ولاړ وي. غواړو ټولې خصوصي رسنۍ آزادې واوسي، خپلواکې واوسېږي او خپلو بې پرې نشراتو ته دوام ورکړي." خو یوشمېر افغان خبریالان وايي، د طالبانو دا ډاډېینه یوازې په خبرو کې وه او په عمل کې طالبانو د رسنیو د فعالیت مخنیوی کړی دی. ’’وايي چې زموږ ستونزو ته انعکاس مه ورکوئ’’ په هرات کې یوه ښځینه خبریاله، چې د طالبانو له وېرې غواړي نوم یې پټ پاتې شي، وايي په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان په ډېرو سختو شرایطو کې کار کوي. په غزني کې یو سیمه ایز خبریال چې دی هم له وېرې غواړي نوم یې په راپور کې یاد نه شي، همدا نظر لري. هغه ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې بالخصوص په غزني ولایت کې خبریالان ازاد نه دي. ډېر قید دي. (د طالبانو) حکومت ډېر وخت هڅه کوي دوی تر تهدید لاندې ونیسي، وايي تاسو باید داسې څه نشر نه کړئ چې په هغه زموږ دښمنان یعنې امریکایان او نور... خبر نه شي او زړونه یې راباندې خوښ نه شي. تاسو باید ټول وخت د حکومت ښېګڼې ووایئ." د خبریالانو نیونې په تېرو دوو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لسګونه خبریالان نیول شوي دي. یو شمېر دې خبریالانو، له هغې ډلې د اریانا نیوز ټلویزیون د سیاسي پروګرامونو چلوونکي وارث حسرت ویلي، چې طالبانو د توقیف پرمهال وهلي- ټکولي دي. ښاغلی حسرت او همکار یې اسلم حجاب تېر کال د جنورۍ په ۳۱مه په خپل دفتر کې وو، چې د طالبانو د استخباراتو کسان ورپسې ورغلل او له تقریبا څلور شپې بند وروسته پرته له دې چې جرم یې معلوم شي له بنده خوشې شول. د خبریالانو د ملاتړ د بنسټونو په وینا، طالبانو خبریالان له ساعتونو نیولې تر ورځو او میاشتو پورې په توقیف کې ساتلي دي. افغان وګړی مرتضی بهبودي چې د فرانسې تابعیت لري، له جنوري میاشتې راهیسې له طالبانو سره بندي دی. د رسنیو په محتوا کې لاسوهنه د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو د خپرونو محتوا هم بدله شوې ده. طالبانو په رسنیو کې د موسیقۍ، سریالونو او تفریحي پروګرامونو پر خپرولو بندیز لګولی. ’’د افغانستان سترګې’’ په نوم په کابل کې د یوه سیمه ایز خبري اژانس مسوول عابد احساس وايي چې پر سریالونو او ذوقي خپرونو بندیز رسنیو ته درنه اقتصادي ضربه هم ورکړې ده.    نوموړی وایي: "د رسنیو ډېری پروګرامونه بند شول. سریالونه او ډرامۍ چې پر رسنیو او ټلویزیونونو کې خپرېدې، بندې شوې. د سټیج نندارې چې پر رسنیو خپرېدلې، بندې شوې. همداراز د موسیقۍ پروګرامونه بند شول. دا تر ډېره هغه برنامې وې چې رسنیو عواید ترې لرل، د کمپنیو او شرکتونو له خوا سپانسر کېدلې، چې دا عواید رسنیو له لاسه ورکړل. " ښاغلی احساس اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو یادونه کوي او وايي، حکومتي ادارې خبریالانو ته په وخت معلومات نه ورکوي نو ځکه د تحقیقاتي راپورونو جوړول اوس تر پخوا ډېر وخت غواړي. د احساس په وینا، په رسنیو کې انتقادي خپرونې هم محدودې شوې دي. پر رسنیو د طالبانو له ځپونکو اقداماتو څخه د آزادۍ راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو په څېر نړیوالې رسنۍ هم خوندي پاتې نه شوې. طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې پر اف ام څپو د دې دوو راډیوګانو خپرونې بندې کړې. خو ازادي راډیو خپلې خپرونې د لنډو او منځنیو څپو په پیاوړي کولو سره له ۱۲ ساعتونو څخه ۲۴ ساعتونو ته اوږدې کړې. ازادي راډیو همداراز د فیسبوک، انستاګرام، ټویټر او یوټیوب په څېر د ټولنیزو شبکو له لارې هم خپلو اورېدونکو ته په خپلواک، متوازن او بې پرې ډول خپرونو ته دوام ورکوي. آزادې رسنۍ ولې مهمې دي؟ د رسنیو ازادي او ازادې رسنۍ د هرې ټولنې د پرمختګ لپاره مهمې بلل کېږي. ازاد خبریال حشمت وجداني وايي، د بیان او رسنیو آزادي د ټولنې د ناخوالو په انعکاس کې خورا مهم رول لري.   نوموړی وایي: "ازادې رسنۍ په یوه ټولنه کې د ملا د تیر رول لوبوي. هغو زورواکو چې په افغانستان کې یې ژوند کاوه، یولړ غیرانساني کارونه ترسره کړل چې عدالت ترپښو لاندې شوی و، یوازینۍ بېطرفه مرجع چې کولای شي د دې ناوخوالو په وړاندې د خلکو اواز اوچت کړي رسنۍ دي." د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د بیان او رسنیو ازادي په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو له خورا لویو لاسته راوړنو څخه بلل کېده. د دې دوو لسیزو په اوږدو کې سلګونه تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو خپل فعالیت پیل کړ او د نارینه وو ترڅنګ زرګونه مېرمنو ته په دې برخه کې د کار امکان برابر شو. ډېری خبریالان او د خپرونو کوربانه وايي هغه ورځې یې پر زړونو اوري، چې په ازاد رسنیز چاپیریال کې به یې کار کاوه. نسرین شېرزاد هیله منه ده چې هغه ورځې به بیا راشي. نوموړې وایي: "موږ په ډېر شوق سره کار کاوه. دا چې سیاسي خپرونې څه ډول تنظیم کړو او کوم موضوعات ورته خوښ کړو. هغه شپې او ورځې مې ډېرې یادېږي. موږ له خپلو همکارانو سره ډېر ښه وخت تېر کړ خو افسوس چې دا وخت ولاړ. هیله منه یم چې بیا به هم دې ډګر ته ورستنه شم. ټینګ هوډ لرم. زما مسلک زما مینه ده او انشاالله بیرته به ورګرځم. "  

12.08.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

11.08.2023 ازادي راډیو

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

11.08.2023 ازادي راډیو

افغانستان د کوریا د سیالیو د سرو مډال وګاټه

د جنوبي کوریا د تکواندو په ازادو سیالیو کې افغانستان د سرو زرو مډال وګاټه. دغه مډال، د افغان لوبغاړي علي اکبر امیري پر غاړه وځړول شو. ویډیو یې دلته ووینئ:

11.08.2023 ازادي راډیو

د کابل " مرغ فروشۍ" کوڅه ولې سړه او بې خونده شوې؟

د " مرغ فروشۍ" په کوڅه د کابل مشهوره تاریخي کوڅه، چې د سرو زرو او انتیکو توکیو پلورنځي یې لرل، نوره سړه ده. پخوا یې ګڼ بهرني نندارچیان او پېرودونکي لرل. اوسنی وضعیت یې په دې راپور کې ووینئ.

11.08.2023 ازادي راډیو

سيګار: افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو د نیشه یي توکیو سوداګري روانه ده

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره یا سيګار وايي چې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو سره -سره بیا هم د نشه يي موادو سوداګري دوام لري.  د سيګار په تازه راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه راپور او عمومي معلومات نشته، خو د دوو ولایتونو تخميني راپورونه ښيي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. د سيګار څېړنې ښيي، چې د کوکنارو د کښت منع کولو سره په افغانستان د کېمیاوي نشه يي موادو توليد او د سيمې هېوادونو ته د دې نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی. د موضوع نور تفصيل به په دې راپور کې د لېنک له کېکاږلو سره واورئ.   

11.08.2023 ازادي راډیو

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

11.08.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more