ازادي راډیويي مجله؛ فیضي: د تابلوګانو په جوړولو سره د نجونو زده کړو لپاره مبارزه کوم
د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې د نوبل د سږنۍ جایزې د ګټونکي له اثارو او د لیکلو له سبکه خبرېږئ. د شعر د نقد په اړه د انځورګر شاعر ومان نیازي نظر درسره شریکېږي. په خپرونه کې له یوې انځورګرې سره خبرې شوي. دا به هم واورئ چې په کندهار کې یو شمېر تاریخي ځایونه رغېږي او په میدان وردک کې ځوانانو کتابتون جوړ کړی دی. دغه خپرونه چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
هرات: له زلزلې وروسته عملیات لا پای ته نه دي رسیدلي
په دې اړه ازادي راډیو ته رسیدلې نوې ویډیو کې وینئ، چې لا هم هلیکوپټرې هرات ښار ته د ټپیانو په لېږدولو بوختې دي او د ژغورنې عملیات پای ته نه دي رسیدلي.
په افغانستان کې د ښوونکو حقوق ورکول کیږي ؟
د ازادي راډیو د اساسي او بشري حقونو پروګرام د ښوونکي حق ته ځانګړی شوی دی. د پروګرام په پیل کې به واورئ: آیا په افغانستان کې د ښوونکو حقوق ورکول کیږي ؟ دم ګړۍ افغان ښوونکي له څه ډول حالت سره مخ دي ؟ دا پروګرام فرشته مرسل جوړوي ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
بې دندې شوې مېرمنې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې څه کولی شي؟
د ازادي راډیو نیمه نړۍ اوونیزه خپرونه د افغان مېرمنو اقتصادي ستونزو ته ځانګړې شوې ده. پیل کې به واورئ : هغه مېرمنې، چې د طالبانو له دوهم ځلي واکمنۍ څخه وروسته بې دندې شوې دي د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه څه وایي ؟ د دې ستونزو د حل لپاره خپله اړمنې ښځې څه کولی شي ؟ دا خپرونه فرشته مرسل جوړوي ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)
خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)
خبرها و گزارشهای
خبرها و گزارشهای
این حق من است
این حق من است
دا زما حق دی
دا زما حق دی
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
د هرات د زلزله ځپلو تازه ویډیو
له زنده جان ولسوالۍ څخه ازادي راډیو ته رسیدلې تازه ویډیو او د زلزله ځپلو مستند معلومات
زهرو کاروان ؛ د طالبانو حکومت محاکمو ته د نشه یي موادو د اړوندو جرایمو د سزا کړنلاره سپارلې
د زهرو کاروان په دی خپرونه کې به واورئ، چې د طالبانو حکومت محاکمو ته د نشه یي موادو اړوند جرایمو د سزا کړنلاره ورسپارلې. په یوه راپور کې به دا واورئ، چې د افغانستان په لویدیځ کې تداوي شوی معتادین د بیکارۍ له امله بیرته معتاد شوي. له یوه اروا پوه سره په مرکه کې مو له هغه پوښتلي، چې ولی معتاد بې عاطفې کیږي؟ د خپرونی په دوام د معتاد خاطره او د خپرونې ډرامه اورئ. د خپرونې د اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:
د هرات د زلزله ځپلو حال؛ تصویري راپور
پېښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو وزارت وایي، چې د هرات په ۱۳ کلو کې د شنبې ورځې د زلزلې تلفات له ۲۰۰۰ تنو څخه اوښتي دي. د طالبانو د یاد شوي وزارت ویاند ملا جانان سایق ویلي، چې دغې زلزلې تر ۹ زرو زیات کسان ټپیان کړي هم دي. نوموړي وویل: " ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي. ۲۰۵۳ تنه شهیدان او ۹۲۴۰ تنه ټپیان شوي دي. له بده مرغه په دې ۱۳ کلیو کې ۱۳۲۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي. "