فلم فسټيوال: د ښځو كړاو د سينما په سپينه پرده
کابل په تېرو څلورو ورځو کې د ښځو د فلمونو نړیوال فسټيوال کوربه و.
کابل کې د فلمونو فسټيوال
کابل کې پرون (۲۲ اکتوبر)د فلمونو یو نړیوال فسټیوال پای ته ورسېد. دا فسټیوال څو کاله وړاندې په لومړي ځل هرات کې د ښځو دوو ټولنو جوړ کړ.
انبار کې د داعش بريد په شا شوی، پېشمرګه پر بعشيقه بريد کړی
عراق کې حکومتي ځواکونه وايي، د جنوبي ولايت انبار په رطبه سيمه کې حالات تر کنټرول لاندې دي. وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په دغه سيمه کې "اسلامي دولت" ډلی لوی بريد کړی دی.
هېټي کې له يوه زندانه ۱۷۰ بنديان تښتېدلي
د هېټي چارواکي وايي، د دغه هېواد له پلازمېنې پورټو پرېنس څخه ۴۵ کيلومتره لرې له يوه بندځایه ۱۷۰ بنديان تښتېدلي. چارواکي وايي د ملګرو ملتونو د سوله ساتو په مرسته د دغو بنديانو په لټه کې دي.
اې ټي اېنډ ټي مخابراتي شرکت ټایم وارنر ډله پېري
د اې ټي اېنډ ټي په نوم ستر امریکايي شرکت وايي، د "ټایم وارنر" په نوم د فلم جوړولو ډله به پر ۸۶ میلیارد ډالرو وپېري. د خبریالانو په خبره، دا په روان کال کې خورا لویه نړیواله معامله ده.
افغانستان کې د سینې سرطان کابو نیمايي ناروغان مري
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هرکال په دې هېواد کې ۳۵۰۰ ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي، چې ۱۷۰۰ یې مري. دغه وزارت وايي ددې ناروغۍ په اړه یې د پوهاوي ډېرولو هڅې ډېرې کړې دي.
افغانستان کې د نشه يي توکو تولید ۴۳ سلنه ډېر شوی
په افغانستان کې د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۶ کې د مخدره توکو د تولید کچه په بې ساري ډول لوړه شوې. روان کال په ټول افغانستان کې ۴۸۰۰ متریک ټنه تریاک تولید اټکل شوی چې د تېر کال همدې مودې په پرتله ۴۳ سلنه لوړوالی ښيي.
جګړه او ادب او هنر
د هند فلمي صنعت له یوې مودې راهیسې په بهرنیو په تېره پاکستاني لوبغاړو، سندرغاړو او نورو هنرمندانو پورې تړلی دی. په اوسنیو کلونو کې که څه هم د دواړو هېوادونو اړیکي ښه نه دي، خو بالیووډ کې د پاکستاني هنرمندان شمېر ډېر شوی دی.
مېرمنې د نارینه وو په لاس ورانه ماڼۍ رغوي
افغان حکومت وایي د دارالامان تاریخي ودانۍ بیارغونې ته یې له له ۱۶ تر ۲۰ میلیونو ډالر بېل کړي دي.
په جاپان کې دوو چاودنو یو کس وواژه بل یې ټپي کړ
په جاپان کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په اتسنومیا ښار کې دوه چاودنې شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. تراوسه د چاودنو د ډول په هکله څه نه دي ویل شوي.
"د دوحې پټې خبرې ناکامه شوې"
انډین ایکسپرس ورځپاڼه په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی: د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته ورسید او د دوحې پټې خبرې ناکامه شوې، وايي چې پاکستان اوس تر فشار لاندې دی.
د عکسونو البوم: د معلولو افغان نجونو باسکټبال سیالۍ
د افغانستان ښځینه معلولو نجونو لپاره باسکټبال یوازېنۍ ورزشۍ لوبه ده. سره صلیب دوی ته په تېرو څو ورځو کې د باسکټبال سیالۍ جوړې کړې وې چې ۱۲۰ معلولو نجونو پکې ګډون وکړ. انځورونه ارشاد هنریار اخیستي.
د ګوانتانامو پخوانی بندي جهاد دیاب له یوروګوای وځي
د ګوانتانامو پخوانی سوریایی بندي جهاد دیاب وروسته تر هغه د نه خوړو اعتصاب پای ته ورساوه، چې له یوروګوای یې پر وتلو موافقه وشوه. نوموړی د نه خوړو د اعتصاب له کبله مرګ ته نژدې شوی و.
د ځنګل پنډغالي له تړلو مخکې د پولیسو او کډوالو ترمنځ نښته وشوه
د فرانسې پولیسو له کالې بندر بهر په ځنګل نومي پنډغالي کې له کډوالو سره نښته کړې. ټاکل شوې د بې قانونه پنا غوښتونکو له خوا جوړ دا پنډغالی د دوشنبې په ورځ وتړل شي. په دغه کمپ کې تر لس زرو پورې کسان اوسي.
د سوریې کړکېچ: حلب کې له اوربند وروسته بیا جګړه پیل شوه
له سوریې نه رپوټونه وايي، له درې ورځني اوربند وروسته په حلب ښار کې جګړه پیل شوې او داسې وېره ده چې هلته به د بشري مرستو رسولو پروړاندې لوی خنډ جوړ شي.