د بلوچستان د رساله لاين سيمې کورنۍ وايي د پاکستان پوځ يې کورونه نړولي
د بلوچستان د بوري د رساله لاين سيمې دغه کورنۍ وايي، د پاکستان پوځ يې کورونه ور نړولي او له خپلو کورو يې بې کوره کړي دي. دغه کورنۍ اوس په اسلام اباد کې د اعتراض په موخه راغونډې شوې په دوی کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.
'درې سوه امریکايي پوځیان هلمند ته ځي، امریکايي چارواکي وايي، دنده یې ناجګړیزه نه ده'
د امريکا پوځ وايي، د افغانستان سوېل ته د پوځي سلاکارانو يوه درې سوه کسيزه ډله ورلېږي. د دغو امريکايي پوځيانو دنده ناجگړييزه نه ده، خو تر ډېره به افغان ځواکونو ته پر سلا مشورو ورټوله وي. د سمندري ځواکونو په اعلامیه کې راغلي چې دغه ځواکونه به د افغانستان د ملي پوځ او ملي پوليسو لوړپوړو قومندانانو ته روزنه او مشوره ورکوي.
ټرمپ د امریکا ټاکنو کې د هکینګ لړ کې دیموکراتان پر ' غفلت ' تورن کړل
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، دیموکراتانو د امریکا ولسمشریزو ټاکنو چمتوالي پر مهال اجازه ورکړې، چې سرورونه یې هک شي او دې سره یې ' ټولیزه بې پروايي ' کړې.
د ترکيې له پولې سره نژدې چاودنه کې لږ ترلږه ۱۵ تنه وژل شوي
د راپورونو له مخې د سوريې د اعزاز ښار په يوه چاودنه کې لږ ترلږه ۱۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور نور ټپيان دي. د اعزاز ښار چې د سوريې په شمال کې د ترکيې له پولې سره نژدې پروت دی د حکومت مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې دی.
بامیانو کې سکي ته لا واوره کمه خو مینه ډېره ده
د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې د نړېدلي بودا مخې ته د بابا غره په لمنو کې د سکي تمرینونه پیل شوي دي. که څه هم تراوسه د سکې لپاره کافي واوره نه ده ورېدلې، خو سیمه کې د سکي لوبې مینه وال همدا لږه واوره هم غنیمت او خپله تنده پرې ماتوي.
فوټبال کې "وړیا" غوره لوبغاړي
د جنورۍ لېږد رالېږد فصل پیلېدل لامل شوي چې د دغو ورځو ډېر ورزشي خبرونه د فوټبال لویو کلبونو لخوا د احتمالي پېرودنو پر بیو او د ورتلو او وتلو پر نوملړ وڅرخېږي.
نیویارک ټایمز: د حکومت ژمنې خلاف افغانستان کې لا هم د بکارت ازمایښت کېږي
له امریکا نه خپرېدونکې ورځپاڼه نیویارک ټایمز په یوه راپور کې لیکلي: سره له دي چي افغانستان کې د بکارت ازمایښت د حکومت لخوا منع شوی، خو بیا هم حکومتي چارواکي په داسې حالاتو کې چې یوه پېغله په زنا تورنه وي، نو د حقیقت معلومولو لپاره نجلۍ اړ کوي چې د بکارت ازمایښت ترسره کړي.
د امریکا استخباراتي ادارې: ټاکنیز هک د پوتین په امر شوی
د امریکا استخباراتي سازمانونه دې پایلې ته رسېدلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هېلیري کلنټن زیانمنولو او ډونلډ ټرمپ سره بریالیتوب کې د مرستې لپاره د امریکا ټاکنیز کمپاین باندې د څو اړخیزه عملیاتو امر ورکړی و.
بنګله دېش کې د طلاق غوښتنه تر ډېره د ښځو لخوا کېږي
د بنګله دېش محافظه کاره ټولنه کې طلاق ورکړې ته په ښه نظر نه کتل کېږي. خو دا وروستیو کلونو کې د دغه هېواد پلازمېنه ډاکه کې د ښځو له لوري د طلاق اخیستو لپاره د عریضو شمېر ډېر شوی دی.
فلوریډا هوايي ډګر کې د ډزو له کبله یو شمېر کسان وژل شوي
د امریکا متحدو ایالتونو فلوریډا ایالت په فورټ لوډیرډال هوايي ډګر کې ډ ډزو یوه پېښه کې ' یو شمېر ' کسان وژل شوي دي. ویل کېږي پېښه دویم ټرمینل کې د مساپرو سامان تر لاسه کولو په ځای کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان د پوځ پخوانی مشر راحیل شریف د اسلامي هېوادونو د پوځي اتحاد مشر شو
پاکستان کې ځايي رسنۍ وايي چې د دغه هېواد پخوانی پوځي مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د ترهګرۍ ضد د ۳۹ اسلامي هېوادونو د اتحاد مشر ټاکل شوی دی.
د سعودي مېرمنو پر حقونو جوړه ویډيوه ډېره لیدل شوې
سعودي عربستان کې د یوې سندرې ویډیو چې په کې د ښځو بېوسي څرګنده شوې، پر ټولینزو پاڼو ډېر مینه وال موندلي.
په افغانستان کې ولې خواړه ضایع کېږي
په افغانستان کې ولې خواړه ضایع کېږي
د امريکا د باسکېټبال ټولنه افريقا کې اکاډمي پرانيزي
د امريکا د باسکېټبال ټولنې يا اين بي اې اعلان کړى دى چې په افريقا کې خپله لومړنۍ اکاډمي پرانيزي. سينيگال دا وياړ خپل کړى دى.
نوروز منګل په نوې دنده کې له لوبغاړو څه غواړي؟
نوروز منگل په روانه اوونۍ کې له نړيوالو لوبو لاس په سر شو او اوس يې د کرېکټ بورډ د سلېکشن کمېټې يا د لوبغاړو د غوراوي دنده خپله کړه.