د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرتياوې او بېلابېل

28.12.2013 22:58    |   سهاک پښتو ټلوېزيون دويم کال: ستونزې او ننګونې ستونزې

د پښتو ټلويزون ډېر مينوال له کابل څخه په ځانګړى ډول او له ټول هېواد څخه پوښتنه کوي چې پښتو ټيوي ولې په عادي ټلويزونو کې نه لېدل کېږي؟

26.12.2013 19:47    |   حضرت الله رحیمی د ټول پاکستان په سطحه د افغان محصلینو د عمومی شورا بنسټ کیښودل شو

د راپور له مخی تیره ورځ د پاکستان په ستر ښار اسلام اباد کی د افغان محصلینو د مختلفو ټولنو او اتحادیو ریئسانو ،استازو او نماینداګانو چی د اسلام اباد په شمول د پاکستان د ټول ایالتونو پنجاب ،سنده، خیبر پختونخوا او بلوچستان څخه راغلی وو د غونډی په ترڅ کی د افغان محصلینو عمومی شوراـ پاکستان په نامه شوری را منځته کړه. د اطلاعاتو له مخی شورا په خپل منځ کی د یوی کابینی د ټاکلو تر څنګ د شوری لپاره اساسی اصول تعین او پورته ابتکار یی د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی سفارت ته هم معرفی کړ چی د سفارت لخوا پری خورا مثبت غبرګون ښکاره او د شوری غړو ته د هر ډول ملاټړ ورکړل شو.

19.12.2013 18:11    |   عبدالمالک بیکسیار د ډنمارک هیواد پلازمېنې کوپنها ګن ښار د۲۰۱۳ کال د ډسامبر میاشتې د ۱۵ نېټې، د اعتراضیه غونډې رپوټ

هلته په بر سر کې دافغانستان جنډه راځړېږي، یو ټولی ګلالي ماشومان، نجونې او هلکان لګیادي په خپلو معصومو او مینه ناکو غږونو ملي سرود زمزمه کوي، درې څلور شلې ښځې او نارینه لاس په نامه ورته ولاړ دي، ور پسې د ډاکتر نواب شګېوال په نامه سور، سپین، هډور پښتون د دریز سر ته راشي او له سرود ویوونکو څخه مننه وکړي، او په سالون کې ناستو کسانو ته ستړې مشې ووايي اوبیا خپلې خبرې داسې پسې اوږدې کړي : " لکه چې پوهېږو له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د تاریخ دښمنان د افغانانو په اسلامي او ملي تاریخ کې داسلامیت او افغانیت دپل نښې ورانول غواړي، زموږ د هویت دښمنانو په تېر ت

17.12.2013 12:50    |   د سولې ملي جبهه د سولې د ملي جبهې طرحه

زمونږ په هيواد کښې د سياسي- پوځی پيښو اوسنی مسير د افغانستان خلک د پيچلې او نامعلومې راتلونکې سره مخامخ کړيدي. سره له دې چې د روان بحران د پای موندلو لپاره عملي لاره نه تر سترګو کيږې، داسې نوې پيښې د ظهور په حال کښې دي چې د افغانستان جغرافیوي وجود او ملي يووالی ته نوي ګواښونه او نوي خطرونه رامنځته کوي.

15.12.2013 11:58    |   ژوندون د اسلاميت وژغورئ افغانيت وژغورئ او د ژوندون ټلوېزيون پر ملاتړ د مظاهرې پرېکړه ليک

د ليندۍ پر (۲۳)مه نېټه د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه په سلګونو قومي شوراګانو، مدني ټولنو، سياسي ګوندونو، فرهنګي ټولنو او هېوادپالو افغانانو، چې شمېر يې زرګونو تنو ته رسېده، د ژوندون ټلوېزيون له مرکزي دفتر څخه تر سترې محکمې پورې يو پراخ لاريون وکړ، لاريونوال د سترې محکمې مخې ته راټول شول، د اسلاميت، افغانيت او ژوندون ټلوېزيون په ملاتړ يې دغه لاندې پرېکړه ليک صادر کړ:

14.12.2013 20:01    |   حضرت حضرت بلجیم: دژونـــــــــــــدون ټـــــــلویــــــزیــــــون او دهغه دیــــــون په مـــلا تـــــړ

لکه څنګه چه ګران هیوادوال خبردی، دافغانستان لوی څارنوال، ښاغلی الکو، داطلاعاتواوکلتوردوزیر، ښاغلی رهین ، په شخصی فرمایش د ژوندون ټلویزیون په خپرونودبندیزپرېکړه کړیده اوپلمه یی داده چه ګواکی یو کس دژوندون ټلویزیون د یوه ګردی مېزله لاری دهیواد قومونوته سپکاوۍ کړیدۍ.

13.12.2013 11:23    |   حزب اسلامى موقف حزب اسلامى افغانستان عدم امضاء پيمان امنيتى با امريكا

در صورت عدم امضاء پيمان امنيتى با امريكا و خروج تمامى نيروهاى اشغالگر از كشور تا 2014، حزب اسلامى حاضر است جنگ را متوقف كند، در راستاى تأمين امنيت كامل در كشور نقش سازنده داشته، در انتخابات شركت نمايد، نتيجه انتخابات آزاد و مستقل را هر چه باشد بپذيرد و در برابر مداخلات بيرونى و عمال بيگانگان؛ در كنار ملت خود و نيروهايى كه خواهان ثبات و امنيت در كشور اند قاطعانه بايستد، حزب اسلامى حضور نيروهاى اجنبى در كشور را مغاير ارزشهاى دينى، منافى استقلال، آزادى و حاكميت ملى، عليه خواست و اراده قاطبه ملت و تمامى افغانهاى آزاد و سربلند مى خواند، معتقد است كه بيش از نود و نه در صد (99%) ملت ما از حضور نيروهاى بيگانه نفرت دارند و آن را عامل ادامه جنگ و بى امنيتى و

13.12.2013 11:22    |   نصیر ستوری دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا د ژوندون تلویزیون ملاتړ

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په افغانستان کښې د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق په هکله د اطلاعاتو او کلتور د وزيرښاغلي سيد مخدوم رهين او د لوی څارنوال ښاغلي محمد اسحق الکو د ناقانونه او د بیان د ازادۍ پر ضد پرېکړه او دغه راز د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې هغه اسلام ضد او افغان ضد پرېکړه، چې له مخې ئې په برېښنايي پيژند پاڼو کښې د اسلام او افغان هویت حذف شوی، په کلکه سره غندي.

11.12.2013 11:09    |   محمد یوسف هیواددوست له ډنمارک څخه د ملاتړ خبرتیا

له بده مرغه له هېواد څخه دننه هره ورځ د ګران افغانستان د تاریخي هویت او د افغانستان د خلکو د پیوستون د مخالفانو د وطني ضد دسیسو د لړیو نوی نوی خبرونه ترموږ هم رارسیږي .

10.12.2013 10:34    |   زلمي الکوزي ژوندون سره پيوسون !

ډير محترم ښاغلي الکو د افغانستان لوي څارنوال ، درنو هيوادوالو خويندو او ورونو، نن مو يو غميز خبر د ښاغلي يون نه واوريد چه محترم لوي څارنوال د ژوندون تلويزيون د نشراتو د قطع امر ورکړي دي ! موږ په بهر ميشت افغانان او زموږ کورني او اولادونه تل دغه افغاني ، ملي تلويزيون ګورو ، او داسي ارزويي لکه : ژوندون د ملي وحدت هنداره

09.12.2013 21:34    |   استاد پوهنوال محمد اسماعيل يون د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق په اړه

خپل نجيب، وياړمن، پرتمين، غښتلي، پياوړي او سرلوړي ملت ته تر هرڅه وړاندې د زړه له کومي سلامونه او احترامونه وړاندې کوم. غواړم د ظلم او استبداد، جبر او اختناق د عواملو، د ايران د شنه او د پنجاب د تور استعمار د پټو او ښکاره افغان ضد عملونو او د هغو د کورنيو تاليڅټو د وروستيو توطيو په باب ستاسو پاملرنه څو مهمو ټکو ته راواړوم:

08.12.2013 15:15    |   ژوندون د ژوندون غوښتنلیک

ژوندون راډيو تلوېزيون لويې څارنوالۍ ته دافغانيت، اسلاميت، افغان او افغانستان ضد اشخاصو، رسنيو او کړيو د توطيې پر وړاندې خپل غوښتنليک وړاندې کړ. په هغه کتنه کې چې نن سهار له لوی څارنوال ښاغلي (محمد اسحاق الکو) سره د ژوندون ټلوېزيون موسس پوهنوال محمد اسمعيل يون درلودله، استاد يون له لوی څارنوال څخه وغوښتل هغه ملي حرکت چې د افغان، افغانيت، اسلام او اسلاميت د خونديتابه لپاره د مدني ټولنو، افغانپالو او اسلامپالو خوځښتونو له خوا پيل شوی، قانوني او حقوقي ملاتړ وکړي او يو شمېر ايرانپالې کړۍ او رسنۍ پرې نه ږدي چې د هېواد ملي هويت مسخه کړي.

06.12.2013 18:34    |   پامیر زیارمل زېری: ستر پښتو – روسي سیند پر لیکه شو

د ۱۸-مې زېږدیزې پېړۍ په څلرمه لسیزه کې نامتو روسي ختیځپوه دورن بوریس په روسیه او په ټولیزه توګه د اروپا په لویه وچه کې د افغانستان د پوهنیزې څېړنې بنسټ کښېښاوه. دورن بوریس په ۱۸۴۵ ز. کال کې د افغانستان د ملي ژبې – پښتو – لومړۍ پرله غښتې پښویه په الماني ولیکله او له همهغه دمه روسیه په نړیواله کچه د افغانستان او په ځانګړې توګه د پښتو او پښتون پېژندنې منځنۍ واوښتله. له ختیځپوه دورن بوریس څخه وروسته په روسیه کې ګڼ شمېر نورو روسي پوهانو د افغانستان د ژبو او دودونو د څېړنې او سپړنې لپاره بې شمېره کتابونه او لیکنې کښلي دي.

04.12.2013 12:23    |   داود محمدي په عبدالولي خان پوهنتون کې افغان محصلینو خپله لمړنۍ کابینه اعلان کړه

په عبدالولي خان پوهنتون کې افغان محصلینو خپله لمړنۍ کابینه اعلان کړه. راپور: داود محمدی

01.12.2013 22:25    |   د ملي تحريک دارالانشاء اسلام وژغورئ او افغان وژغورئ

د قوس يا ليندۍ پر (۵) نېټه مشرانو جرګې د يو شمېر مغرضو او پريپالو غړو د چالاکۍ له پله د مشرانو جرګې اکثريت غړي اغفال شول او پرېکړه يې وشوه چې د هويت په تذکرو کې دې (دين) او (افغان) کلمه نه راځي، دې پرېکړې د اسلامپالو، هېوادپالو او ملتپالو باشعوره افغانانو پر ذهن سخت منفي تاثير وکړ، هغه چا چې دا مسله په ژوره ډول درک کړې وه، هغوی تر ټولو زيات لومړني غبرګون ته تيار شول.

20.11.2013 12:44    |   محمدامین بســـــمل د المان په میونشن کې د فاتحې خبرتیا

حاجي عصمت الله میوند (مشهور په حاجي)،صفت الله میوند، بشیراحمد میوند، نذیراحمد میوند او نور دوستان یې،د حاجي عصمت الله میوند د مور حجاڼۍ بي بي حوا د مړیني له کبله چي جنازه یې مخکي خاورو ته سپارل سوې ده. ټولو دوستانو ته خبر ورکوي چي د مرحومي بي بي حوا فاتحه د نارینوو دپاره د مېرویس نیکه په جامع جومات کښي دیکشنبې په ورځ (د نومبر د میاشتي څلیرویشتمه) د ماپښین د ۱ تر ۳ بجو پوري په لاندني پته کښي اخیستله کیږي

19.11.2013 11:49    |   عبالکریم رحیم نوی چاپ شوی کتاب: د قهر وږي

دا ناول په ادبیاتو کې د نوبل د جایزې د ګټونکي امریکایې لیکوال جان سټاین بېک شاهکار دی. دې اثر ته د پولیټزر ادبي جایزه هم ورکول شوې ده او سټاین بېک ته د نوبل جایزي د ورکولو په تصمیم کې یې غټ نقش درلود. دا داستان د ۱۹۳۰ کلونو د ستر اقتصادي رکود په وخت کې د کار او انساني عزت په لټه د یوې کورنۍ او ملت حرکت تعقیبوي. د داستان تمرکز د جود په نامه په یوې بیوزلې دهقانې کورنۍ باندې دی چې د وچکالۍ، اقتصادي ستونزو او د بانکونو د لاسه په اوکلاهوما کې د خپل کور پریښودلو ته اړ کیږي او د اوکلاهوما د زرهاو نورو خلکو غوندې د کار، زمکې، عزت او ښې راتلونکې په هیله کالیفورنیا ته کډه

16.11.2013 23:21    |   پروفیسور عبدالخالق رشید دخوشال فرهنګی ټولنې پیغام

له نن څخه پوره (۲۴) کاله مخکې دافغانستان روڼ اندو یوه روڼ اندې ، خپلواکه فرهنګی ټولنه جوړه کړه چې هغه یی بیا د لوی خوشال له نامه سره دتړاو او درناوي په موخه (خوشحال فرهنګی ټولنه ) ونوموله . دغه ټولنه په رښتیاهم دیوه شعوری فرهنګی غورځنګ پیلامه وه ، چي دپښتنو دیووالي او فرهنګی وړتیا اولوړتیاخبره یې دافغانستان دمهم په څنګ کې له پامه نه غورځوله . علامه رشاد په دغه بهیرکې له موږ سره موافق و ، ارواښاد استادر روهی مو په دغه ډګر خپل لارښود اومشر وټاکه ، په لسګونو نور شعوری لیکوال اومشران فرهنګیان چې په شپیتمه لسیزه کې دافغانستان دهرڅه په رمزراز پوهیدل دیوه ملي فرهنګی بهیر د پاسوالی په موخه له ځان سره مله کړل اوپه پوره خلوص زموږ لارښونکی او مرستنوی وو.

16.11.2013 14:21    |   صدیق الله بدر په کال کې د ارواښاد حافظ صاحب د فاتحې خبرتیا

د پښتو ژبې د نومیالي او استاد شاعر ارواښاد نصرالله حافظ د فاتحې مراسم د یکشنبې په ورځ، د هغه د کورنۍ، فرهنګي ټولنو او د افغانستان ملي راډيو ټلويزیون له خوا، د ماسپښين له یوې نيمې د مازیګر تر درې نیمو پورې، د کابل په درېيم مکروریان، شینو زاده روغتون ته څېرمه، د حضرت ابوبکر صدیق (رض) په جومات کې اخستل کېږي.

14.11.2013 11:45    |   د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست د ارواښاد استاد نصرالله حافظ د مړینې له امله د خواخوږۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پښتو ادب ځلانده ستوری، تکړه لیکوال، شاعر او د پوهنې د برخې فعال استاد نصرالله حافظ د ورپېښې ناروغې له امله له دې فانۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

12.11.2013 13:08    |   خیرالله شینواری د نړیوالو پوځونو د دایمي اډو په اړه د پښتون خوځښت خبری کانفرنس اعلامیه

پښتون خوځښت د افغانانو یو مدني (د جګړې ضد) حرکت دی. پدې حرکت کښې هغه ځیرک او د ویښ شعور درانه لارویان راټول شوي، چې غواړي په افغانستان کښې جګړه او وژنه پای ته ورسيږي. پدې حرکت کي داسي هيڅوک نشته او نه ځايږي چې لاسونه یې ددې ملت په وینو سره او یا هم په کوم انساني یا وجداني جرم مجرم وي. زموږ پرنسيپ او اصل اسلام او پښتونولي ، زموږ سرلوړي زموږ د خپلواکی تاريخ دی. زموږ ارمان او غوښتنه د جګړې پاي ته رسيدنه ده. موږ متحد یو چې افغان او افغانستان ژغورو. موږ هر ډول تروریزم په کلکه غندو هغه که هره ډله یا هر څوک وي. افغانان د سپټمبر د ۱۱مي د تراجیدی مسئولین نه دي او هيڅ یو افغان پدې حملو کښې برخه نه درلوده، نو باید پښتون افغان ته په ټولیز ډول ددې پیښې مرګونې سزا ورنه کړل شي.

07.11.2013 10:42    |   ولي الرحمن خیال د ارواښاد استاد سید بهاالدین مجروح د شخصیت او اندونو په اړوند خبر تیا او غوښتنې

د پترپورګ افغانانو فرهنګي او ادبي ټولنې د روان کال د اکتوبر میاشتې پر او وه لسمه نېټه پرېکړه وکړه ،چې د ۲۰۱۳ زېږدیز کال د نومبرمیاشتې پر دېرشمه نېټه د ارواښاد استاد سید بهاالدین مجروح د شخصیت او اندونو په اړوند یوه غونډه راوبولي.د غونډې لپاره د چارو ویش وشو،خو غونډې ته د چمتو کېدو په لړ کې زموږ یو شمېر دوستان ددغه ستر شخصیت په اړوند د موادو له کمي سره مخ شول .

05.11.2013 20:32    |   ډاکټر ګلرحیم پښتون صافی د افغانستان په بنسټیزه بیا رغونه کي د المان ونډه

تر پورته سرلیکي لاندي د ۲۰۱۳ کال ددسامبر په لمړۍ نېټه په برلین کي د خبرو اترو غونډه جوړیږي . د افغانستان د سولي ، بیا رغوني او کلتور کمیټه او د المان سوشل دیموکرات ګوند د نړیوال سیاست ،سولي او ودي فني هیئت په ویاړ سره ټولو آغلو او ښاغلو ته بلنه ورکوي ، په دې غونډه کي برخه واخلي .

29.10.2013 13:30    |   عبدالسمیع واحدی د پښتون خوځښت د خواشینی پیغام

پښتون خوځښت ځوانان دغزني داندړو کرغیړنه اووژونکې پیښه په کلکه غندي، اودخپلواک ستر څښتن تعالی له دربار څخه دپیښې عاملینو ته دسزا، شهیدانوته دجنت فردوس ، ټپیانوته دسمدستي روغتیا، اود شهیدانو واریثينو ته دصبر جمیل غوښتونکي دي.

28.10.2013 12:33    |   د مدني ټولنې همغږۍ مرکز اجرائیه شورا د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وروستيو اقداماتو په اړه؛ د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز اعلاميه

په دې کې شک نشته چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټولټاکنې د ګران هېواد له برخلیک سره نیغ تړاو لري، که دغه پروسه شفافه، له درغلیو پاکه او د ولس له ارمانونو سره سمه ترسره شوه؛ نو د هېواد راتلونکې به مو ښېرازه او تر ډېره حده له ګواښونو او سیاسي انتشار څخه خوندي کړي؛ خو که خدای مه کړه د ټولټاکنو پروسه ګډوډ او بدنامه شوه هېواد به مو د بحران یوې بلې څپې ته ورټېل وهي چې پایلې به یې بیا ډېرې خطرناکې وي.