د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرتياوې او بېلابېل

12.03.2014 15:17    |   د کرنې د کارپوهانو ټولنه د کرنې د کار پوهانو د ټولنې د خواخوږۍ پيغام

په ډېري خواشينۍ سره موخبرتر لاسه کړ چي د کابل پوهنتون د کرنې د پوهنځي استاد، پوهاند ډاکټرسید اميرشاه حسنيار وړمه ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٧٠ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړی. انا لله و انا اليه راجعون.

09.03.2014 22:39    |   دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جرمني: د پوهنیز (علمي) سېمینار راپور

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د ټولو پښتنو شریک قامي سنګر دی، په1993 ع کال کې د نوامبر په دولسمه نېټه په یوه غټه تاریخي غونډه کې د ډیورنډ کرښې توافق لیک په رسمي توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالي د ورځې په نامه ونوموله او له ۱۹۹۳ ع کال د نوامبر د دولسمې نېټې راهیسې هر کال د پښتنو د يووالي ورځ په بیلابیلو بڼو،بیلابیلو ځایونو اوبیلابیلو وختونو کې نمانځي.

08.03.2014 12:57    |   د مدني ټولنې د همغږۍ مركز د ملي ځواکونو د شهیدانولو په اړه د مدني ټولنې د همغږۍ مركز اعلاميه

له يوې اوږدې مودې را هيسې متاسفانه بهرني ځواكونه په خپلو ړندو بمباريو كې افغان پوځ او ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اړوي چې همدغه مساله د افغان دولت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د سختو ناندريو او اختلافاتو لامل هم ده. سره له دې چې افغان چارواکیو بیا بیا د دغسې غیر مسوولانه عملیاتو او بمباریو د درولو غوښتنه کړې، خو بهرنیو ځواکونو د دولت دې غوښتنې ته هم هیڅ پام نه دی کړی.

02.03.2014 14:02    |   نظرمحمد سلطانزی د المان په بن ښار کې د ارواښاد مموزی د جنازی خبرتيا

انالله وانا الیه راجعون 
 
دافغانستان دپوهنې اوروزنې وزارت دپلټنې ریاست پخوانی ر‌ئیس لیکوال اوملي شخصیت ارواښاد محترم عبدالمحمد مموزﺉ له ډیری مودی دورپیښی شوې ناروغۍ له کبله دفیبروري په ۲۶ نیټه دآلمان دبن په ښار کې په حق ورسید .
دارواښاد مموزی صیب خدمتونه او ملي روحیه دښوونې اوروزنې په ساحه کې ټولو روڼ آندو افغانانو ته جوته ده. ارواښاد مموزﺉ صیب په هجرت او جلاوطنۍ کی هم دوطن په ناورین کې خپل ملې دریځ روښانه ساتلی وه.
دمموزی صیب دکورنۍ پاتی

26.02.2014 10:06    |   ډاکټر ګلرحیم پښتون صافی په برلین کي د افغانستان په اړه د سیمینار خبرتیا

ایساف د ۲۰۱۴ کال پای ته په افغانستان کي خپله دنده پای ته رسوي . دا هیواد نه یواځي د ټولټاکنو له کبله او امنیتي سیاست له پلوه له سختو ننګونو سره مخ دي ، بلکه باید د نورو زیاتو ټولنیزو ، اقتصادي او بیا رغوني چارو پر وړاندي خپل کلک دریځ ښکاره کړي . زده کړي ، تعلیم او تربیه په دي لاره کي مهم رول لوبولای شي . په خاصه توګه په افغانستان کي د لوړو زده کړو مدرنیزه کول د بیا رغوني لپاره یو اساسي بنسټ دي چي په دې لاره کي له هغه نه سترګي نه شي پټیدلای . که څه هم د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته په افغانستان کي د لوړو زده کړو سیستم مثبته پرمختیا کړي ، خو مهم ده چي دا پرمختیاوساتل او نوره هم مخ پر وړاندي بوتله شي .

20.02.2014 09:57    |   مصور بنسټ مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په اړه دمصور بنسټ مطبوعاتي اعلامیه

د فبروري یویشتمه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده، د ۱۹۵۲ کال د فبروري په ۲۱ پاکستانیو پولیسو ګڼ بنګالي محصلین له خپلې ژبې څخه د ننګې او دفاع له امله ووژل. د ۱۹۹۹ د نومبر له ۱۷ راهیسېهر کال دفبروري ۲۱ په بېلابېلو هېوادونو کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

18.02.2014 10:10    |   د افغانستان میشتو قومونو د اصلاح او عمل مدنی ټولنه د افغانستان میشتو قومونو د اصلاح او عمل مدنی ټولنه

د تیرو څو میاشتو په ترځ کی د ۳۱۳۱لمریز کال په ولسمشریزو ټاکنو کی د ګډون لپاره یو تعدادعالمان ، روحانیون ، قومی مخور ، مدنی او سیاسی جوړوښتونه ، روڼ اندی ، دولتی متقاعد او اغیزمن شخصیتونه د ګډ پوهاوی د رامنځته کولو لپاره د افغانستان له بیلابیلو ولایتونورابلل شوی وو. له دی ډلی څخه یو زیات تعداد دی نتیجه ته ورسیدل چی یو ګډ دریځ رامنځته کړی، چی په هغه کی قوت د رایو په بنیاد تعریف، غوښتنی یی تشخیص او توحید شی. همدارنګه یو واحد جوړښت چی نه یواځی په روانو ټولټاکنو کی له رامنځته شوی دریځ ځخه برخه واخلی بلکی د ۳۱۳۱لمریز کال په پارلمانی ټولټاکنو ته هم تیاری ولری . نن دجمعی په مبارکه ورځ د ۳۱۳۱لمریز کال د سلواغی په ۱۲ نیټه په کابل ښار کی د پورته ذکر شوی اجتماعی ډلو استازو ، غونډه وکړه . په دی غونډه کی چی له څه باندی شپاړس ولایتونو څخه (کابل، کاپیسا، نورستان، جوزجان، هرات، هلمند، قندهار، تخار، پکتیکا ، دایکندی، پروان، غزنی، میدان وردګ، خوست، کنړ، بادغیس، ننګرهار

14.02.2014 10:01    |   ژمن/ ژمن "اسلام او نړيوالتوب" تر عنوان لاندې کنفرانس ترسره شو

د نظرآباد علمي او فرهنګي ټولنې لخوا "اسلام او نړيوالتوب" تر عنوان لاندې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې يو ورځنی عملي کنفرانس ترسره شو.

12.02.2014 09:40    |   نصیر ستوری جرمني: دپوهنیز (علمي) سېمیناربلنه او خبرتیا

دپښتنوټولنیزولسولیزګوند(Pashtoon Social Democratic Party (PSDP دپښـتـنـو د یووالي ورځ د12.11.1993 نیټې راهېسې هر کال په بیلابیلو بڼو او بیلابیلو ځایونو کې نمانځي. سږکال ئې د2014ع کال دمارچ دمیاشتې په اومه (7) نیټه « د پښتنو د یووالي په وړاندې په بره او کوزه پښتونخوا کښې سیاسي او ټولنیز خنډونه او د هغې د حل لارې چارې » تر سرلیک لاندې دیو پوهنیز (علمي) سېمینارپه بڼه نمانځی

11.02.2014 10:08    |   عبدالصبور مبارز جلال اباد کې اصلاح ادبي بهير پرانستل شو

اصلاح ادبي بهير چې د جوړېدو چارې يې نږدې دوه مياشتې مخکې پيل شوې وې د روان ۱۳۹۲ لمريز کال ددلوې تر ۱۷ پورې پای ته ورسېدې او په همدې نېټه يې ياد ادبي بهير د پنجشنبې په ورځ ماسپښين په ۲ بجو د ننګرهار اطلاعات او کلتور رياست د غونډو په تالار کې پرانېسته. پرانستغونډه د پيژندل شوي ژوزنالستانو نورحبيب حبيبزي او سلطان عزيز عزام په وياندويۍ او د قاري عبدالله نوري په تلاوت سره پيل شوه.

06.02.2014 17:30    |   ژمن د "اسلامي ويښتابه" يو ورځنی کنفرانس ترسره شو

د افغانستان د متعهدو ځوانانو د همغږۍ ټولنې لخوا نن په کابل کې د " اسلامي ويښتابه" تر عنوان لاندې جوړ شوي يو ورځني کنفرانس ته ګڼ شمېر ديني علما، روڼ اندي، ځوانان او د فکري ودې پالونکي راټول شوي وو.

28.01.2014 10:05    |   د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز مشر تابه شورا د امنیتي تړون او سیاګرد د پېښې په اړه

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز مشرتابه په خپله وروستۍ غونډه کې د سیاګرد په پېښه او له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د یو شمېر کسانو لخوا د یو لړ غبرګونونو په باب تر بحثونو وروسته په یادو مسایلو کې خپل دریځ په دې ډول اعلانوي: په داسې حال کې چې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د اوسني دولت په کړو وړو نیوکې او اعتراضونه لري، د ښې حکومتوالۍ په راوستو د فساد په مخنیوي او د بېځایه مصلحت پالنې د نه دوام کلکه غوښتنه ترې کوي، د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي د شرطونو ملاتړ کوي، ځینو کسانو او کړیو چې د مدني ټولنې په استازیتوب د نافرمانۍ شعارونه ورکړي د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز ورسره همنظره نه دی. امنیتي تړون باید زموږ مظلوم ولس ته د جګړې پر ځای د سولې او امن پیغام راوړي، که نه وي نو دغسې تړونونه بې معنا دي.

24.01.2014 13:31    |   پوهنمل محمود نظري په لندن کې دالحاج ډاکټر محمد امین نظری دفاتحی خبرتیا

ښوونیار عبدالصمد نظري ،پوهنمل عبدالواحد نظري، پوهنمل محمود نظري اوانجینر مسعود نظري زا من،انجینر یما نظری اوکنیشکا نظري لمسیان، حاجي عصمت الله اخښی ،رحمت الله (زړګی )اوعطا جان د خوښینې زامن، ، انجینرهیواد نوري اوانجینر شاریق فیروز دزوی زومان،حاجی نور احمد او حاجی سید احمد د میرمنی د خاله زامن

21.01.2014 19:17    |   نعمت الله ظفرزی د اتصالات د کار زده کولو ملي پروګرام

د افغانستان اتصالات په اوږدمهاله توګه د بشري مهارتونو، د افغان کارکوونکو او په ټوله کې د افغانانو د مهارتونو لوړولو او پرمختګ ته ژمن دی.

20.01.2014 09:52    |   یوسف هیواددوست په دنمارک کې د ارو اښاد استاد پسرلي په یاد د دعایه غونډه

د ارو اښاد استاد محمد صدیق پسرلي په یاد د دعایه غونډې خبرتیا د پښتو غزل د ستوري ، نومیالي لیکوال، ادیب اوشاعر اروا ښاد استاد محمد صدیق پسرلي په یاد دعایه غونډه د ډنمارک هېواد پلازمېنې کوپنهاګن ښار کې جوړېږي . له ټولو افغانانو څخه هیله کیږي څو په دغه دعایه غونډه کې برخه واخلي . په درنښت . په ډنمارک کې یو شمېر اوسېدونکي افغانان دشنبې ورځ مازیګر پنځه بجې25.01.2014 ځای Ilbjerg Alle 38 A, 2730 Herlev.

19.01.2014 11:24    |   الفرقان ښوونيز بهير د دیني زده کړو او پښتولیک لوست ښوونیزه اداره

د دیني زده کړو او پښتولیک لوست ښوونیزه اداره هیوادوال کولاي شي په خپل کورکي خپلو بچیانوته داسلامي زده کړواو مورنۍ ژبې لیک لوست اسانتیاپه ډیره آسانه توګه برابره کړي.

17.01.2014 21:36    |   مجيب په اسلو کې د ارواښاد محمد صدیق پسرلي د فاتحې خبرتیا

د افغانستان نوموتی شاعر او ليکوال استاد محمد صديق پسرلی د دجنورۍ په دیارلسمه په هندوستان کې د ورپـېښې ناروغۍ له امله ومړ.

16.01.2014 10:09    |   سلیم خان رحمتزی په کابل کې د ارواښاد استاد پسرلي فاتحه

د ارواښاد استاد محمد صديق پسرلي د فاتحې مراسم سبا پنجشنبه د مرغومې په ۲۶ مه د کابل په عيدگاه جومات کې د ماسپښين له يوې نيمې تر درې نيمو بجو پورې د استاد د كورنۍ او د هغه د خواخوږو له خوا اخېستل كېږي. دوستان دې خبر وي. روح دې ښاد وي.

16.01.2014 10:08    |   نظری دالحاج ډاکټر محمد امین نظری دفاتحی خبرتیا

په جر منی کی دالحاج ډاکټر محمد امین نظری دنارینه وو فاتحه چی جنازه دددسمبر دمیاشتی په ۲۴ نیټه په کندهار کی خاورو ته سپارل سوی وه دشنبی په ورځ دجنوری دمیاشتی په اتلسمه دلیورکوزین په ښار کی دماپښین د دوو بجو څخه تر ماځیکر تر پنځو بجو پوری اخستل کیږی.

14.01.2014 21:05    |   سلیم خان رحمتزی د استاد پسرلي د جنازې او فاتحي خبرتیا

د ستر لیکوال، شاعر او ملي شخصیت استاد محمد صدیق د مړینې له کبله تاسو ټولو ښاغلو او اغلو ته خورا په درنښت بلنه در کوو، چې د خدای بښلي استاد جنازه سبا ( د چهار شنبې) په ورځ د سهار په لسو بجو د کابل د عیدګاه په مسجد کې اداء کېږي. هغې ځای څخه بیا اخېستل کېږي او بیا د شهدا الصالحینو په هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

13.01.2014 09:55    |   د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست د استاد صدیق پسرلي د مړینې له امله د پوهنې د جلالتمآب وزیر د خواخوږۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پښتو ادب ځلانده ستوری، تکړه لیکوال، شاعر او د معاصر غزل سرلاری استاد صدیق پسرلی د ۸۵ کلونو په عمر له دې فانۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

11.01.2014 23:43    |   محمد امین بسمل دجرمني په مونشن ښار کې دیوې بین الافغاني غونډې خبرتیا

دجرمني دبایرن آیالت په پلازمېنه مونشن ښارکې دافغانانوداسلامي اوفرهنګي مرکز(میرویس نیکه جامع جومات)مشرتابه هیئت د راتلونکې جمعې مبارکي په ورځ دیوې بین الافغاني غونډې تابیا نیولې ده.

05.01.2014 12:13    |   جعفر هاند روهیلگهنډ کتاب چاپ شو

دا د هند د پښتنو په تړاوو یو څیړنیز کتاب دی چې صفیه حلیم لیکلی دی

04.01.2014 21:31    |   اینجنیر سید احمد شاه سادات انجنیر زرغون د ایم ټی این (اریبا) ریس پوره یو کال لا هم په شخصي زندان کی

د نن نه پوره یو کال وړاندی د ۲۰۱۳ میلادی کال د جنوری په پنځمه نیټه د ایم ټی این (اریبا) مخابراتی شرکت د ننګرهار ولایت مسول انجنیر سید زرغون شاه د نامعلومو وسلوالو لخوا په جلال اباد ښار کی وتښتول شو. له همهغی ورځی را په دیخوا او تر نن ورځی پوری د اینجنیر زرغون شاه برخلیک معلوم نه دی، او دده کورنۍ چه د کنړ سیدان دي پری ځوریږي، خصوصآ د زرغون شاه مور او یواځینی اولاد یی پنځه کلن ماشوم (یاما).

29.12.2013 08:13    |   دکتور سراج الحق ساپی په مدينه منوره کې داسلامي نړيوال پوهنتون د بورس حاصلولو لپاره اړين شرطونه‎

په دې ليکنه کې د مدينې منورې د نړيوال اسلامي پوهنتون څخه د درسي بورس د حاصلولو لپاره لازم شرطونه بيان شوي دي.