د ولسمشر ټرمپ ادارې په متحده آیالتونو کې د ۴۵۰۰۰ نوو کډوالو د منلو شمیره وړاندې کړیده په دوې کې هغه کډوال چې د متحده آیالتونو او اسټرالیا تر منځ د متقابل تړون له مخې په متحده آیالتونو کې میشت دي هم شامل دي.

په تیره اونۍ کې د ۵۰ څخه زیات کډوال چې د کلونو راهیسې د مانوس او نارو ټاپو په توقیف مرکزونو کې بندي وو اوس متحده آیالتونو ته د میشت کیدلو په موخه په سفر دي او تمه کیږي چې شاوخوا ۱۲۵۰ نور کډوال به هم واستول شي.

تیره شپه سپینې ماڼۍ یو سند خپور کړ چې د ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره په کې د کډوالو د منلو شمیره ډیره ټیټه ښودل شویده خو د ولسمشر ټرمپ اداره وايي چې دغه ټیټه شمیره به چارواکو سره د پناه غوښتونکو او د هغوې د غوښتنلیکونو په غوره ارزونه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو مدافع وکیلان وايي: د ټرمپ اداره د نړۍ په کچه په هغو بشري بحرانونو باندې سترګې پټوي چې وګړي د خپلو هیوادونو پریښودلو او متحده آیالتونو یا نورو هیوادونو ته د پناه غوښتنې لپاره مجبوروي.