د مانوس ټاپو په توقیف مرکز کې یو پناه غوښتونکي خپل ژوند د لاسه ورکړ. د راپورنو پر اساس یاد سریلانکایي تامیل شخص «راجیف» نومیده چې داکټرانو یې د مرګ عامل ځان وژنه په ګوته کړیده.

نوموړی د روان کال په لومړیو کې په لورینګا کې د جنسي تیري په تور توقیف کړل شوی وو، دا به داسې حال کې ده چې یاد شخص د دولت لخوا رسمې کډوال هم پیژندل شوی وو.

د توقیف مرکز د یو چارواکي «عزیز ادم» په وینا «راجیف» رواني ناروغي درلوده چې درې ورځې وړاندې یې د ځان وژنې هڅه وکړه خو د خپل ملګري لخوا تر ژغورل کیدو وروسته روغتیایي مرکز ته واستول شو مګر په روغتیايي مرکز کې د مجهزو وسایلو د نه شتون له امله یې نن سهار خپل ژوند د لاسه ورکړ.

د ۳۲ کلن «راجیف» د تره زوی «متي» رسنیو ته ویلي دي چې د آسترالیا عالي کمیشنرۍ دوې ته د مړي د سپارو او سریلانکا ته یې د انتقال لپاره ۶۰۰۰ امریکایي ډالر له دوې غوښتي دي.