ایا په ریښتیا امریکا بشرپاله ده..؟

افغانستان له تیرو څو لسیزو راپدیخوا داور په لمبو کې سوځیږي او وګړي له کړاونو او مصیبتونو سره مخ دي.
دلته ارام او سوله ییز ژوند نشته هرسړی په ډار او ویره کې دی د طالبانو دقلمرو لاندي خلک له بمبارو ډاریږي او په حکومت کې دخیل خلک له وسله والو ویره لري.
خو ددی هرڅه سربیره امریکا چې ځان ته د بشرپالنې هیرو وایي او په ظاهره افغانستان ته ددی لپاره راغلي ده چې خلک له ترهګرو وژغوري ترڅو ارامه ژوند وکړي.
ولي ددی برعکس هره ورځ دلته بمبارکوي بیګناه خلک وژني او بندیان کوي یي موږ نه وایو چې دوسله والو پرضد دي اقدام نه کوي بلکي د وسله والو او دعامه خلکو په وژلو کې دي تفکیک وکړي.
د امریکایانو د ړندو بمباریو له امله خلک بیا له افغان حکومت سره په ټکر کې کیږي ځکه چې د عامو خلکو ساتنه او حفاظت دحکومت له بنسټیزو دندو څخه شمیرل کیږي.
او خپله هغه ادعا دې په عملي کې ثابته کړي چې دوی په ریښتیا افغانستان ته سوله راوړي.
د امریکا ستراتیجې افغانستان کې دجنګ ددوام په مانا ده او ددی احتمال شته چې دافغانستان ګاوڼدیان د افغانستان سره په اوږۍ دوښمنۍ واوړې او همد دامریکا پلان دی .
زیاتره افغانان د جنګي مجرمانو دمحاکمې غوښتنه کوي او د امریکایانو له بي بندوبارۍ سره سخت مخالف دی او غوښتنه یې داده چې امریکایان دې نور په افغانستان کې په جنګ پیطرول نه پاشي بلکې ددی هیواد په ارامولو کې دې هڅه وکړي.
په افغانستان کې سوله دامریکا او نورې نړۍ په ګټه ده ترڅو چې دلته جنګ وې اروپا او نوره نړۍ به هم په امان کې نه وې.
بیا هم زیاتره افغانان د جنګي جنایت کارانو نړیواله محاکمه غواړي او مجرمان هیڅکله نه معاف کوي.
دامریکایانو دجنایت بیلګې په دغه لینک کې کتلای شئ.

https://m.youtube.com/watch?v=Wal1fr8EmV0