مهترلام، ۵ سپټمبر ۲۰۱۷ز : د لغمان ولايت د اقتصاد رياست سرپرست انجنير محمد دين وايي چې همدا اوس په ټول لغمان کې د نږدې ١٣٠٠میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلا بېلو ټولګټو پروژو چارې روانې دي.
نوموړي په یوه غونډه کې د ولایت پر انکشافي بهیر لنډه رڼا واچوله او ويې ویل چې همدا اوس په لغمان کې د ۴۲ بېلا بېلو ټولګټو پروژو چارې روانې دي.
په ۴۲ پروژو کې یوازې ۳۵ پروژې په وروستیو څلورو میاشتو کې پیل شوې دي.
د محمد دین په وینا چې په همدې میاشت کې یواځې د برښنا امریت اړوند د ۱۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې ته تیارې شوې دي او همداشان ۳۱۹ میلونه افغانیو په لګښت د بادپښ-مهترلام سرک چارې پیل شوې دي.
په هغو پروژو کې چې په لغمان کې روانې دي، د بادپښ سړک جوړول،د سراج کلا رغول، د کرکټ نړیوال لوبغالي جوړول، د سرپټي جمنازیوم، د ځينو ریاستونو لپاره ودانۍ جوړول، د عامه کتابتون جوړول، د لغمان حلقوي سړک جوړول، سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د عمومي پارک جوړول، لارو کوڅو جوړول، د کرنیز سیستم د پیاوړتیا چارې، د ښوونځيو جوړول او نورې کارونه شامل دي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي وايي چې ددې پروژو د پیل کولو لپاره یې له بیلا بیلو وزیرانو سره ناستې کړي، هغوی ته یې وړاندیزونه کړي او په کلکه یې ترې د پروژو عملي کولو غوښتنې کړې دي.
نوموړی وايي چې په تېرو دوه کلونو کې یې د بیلا بیلو وزارتونو وزیران لغمان ته بللي او دغلته یې ورته پرمختيايي او کاري فرصتونه ورپه ګوته کړي دي.
والي نعيمي په یوه غونډه کې د لغمان له ټولو رييسانو غوښتي چې پرمختيايي پروژو تطبیق او شفافیت ته کلکه پاملرنه وکړي او هغه کسان چې په ځانګړي ډول د پروژو د کنټرول دنده لري باید شفافیت حتمي کړي.
نعیمي وايي دا چې ټولګټې پروژې په لغمان کې بهتر ډول روانې دي، تر څنګ یې په ادرو کې د شفافیت، بهترو خدماتو وړاندې کولو او اداري انارشۍ ورکاوي په برخو کې هم مهم ګامونه اخېستي دي.
نوموړي خوښي وښوده چې د پروژو په قراردادونو کې د شفافې داوطلبۍ او نورو قانوني پروسیجرونو په بشپړولو سره د بېلابېلو پروژو قراردادونوکې څه له پاسه دوه ویشت میلیونه افغانۍ د دولت بودیجې ته سپما شوې دي.
نعيمي وايي چې د ټولګټو پروژو په ساتنه کې باید ولس خپل مسوولیت حس کړي. نوموړی وایي: (( کله چې یوه ودانۍ جوړیږي، خلک دې ورته دا فکر نکوي چې دا پردۍ ده. دا پروژې د خلکو دي او د خپل مال په شان دې و ساتي.))
یادښت: د دې راپور په چمتو کولو کې له ښاغلي شاه ولي نیازي، د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر او ځينيو نورو سرچینو ګټه پورته شوې ده.