......په تیر پسي
3. د باران د اوبو د میخانیکي کنټرول طریقه:
په ميخانيکى کنترول کى د تراسونوجوړول شامل دی د ډیر میلان لرونکو ساحو د سلوب کمولو او د ساحي د اوارولو ساختمانونه د تراس په نوم ياديږى، که د زیاد میلان (سلوب) لرونکو ځمکو چي د نباتي پوښښ نه خالي او تش غونډۍ (تپي) او غرونو کي وي د لوړو برخو روانې اوبه پريښودل شى چى لاندي هموار او کرنيزو ځمکو ته ولاړې شى په تدريجى ډول د روانو اوبو حجم او سرعت (چټکتيا) زياتيږى، پدى صورت کى نه يواځى د ځمکي فرسایشي برخه تخریبیږي بلکه د باران د اوبو سره د خاوري رسوبي ذرات هم انتقالیږي او روانى اوبه هم يو توږونکى او تخريبوونکى خاصيت (سیلابي حالت) پیدا کوي، ددى کار د مخنيوى لپاره د سلوب سره مخامخ يا د سلوب په مقابل کى د باراني اوبو د شدت د کمولو دپآره او هم د باران د جاري شوي روانو اوبو د راګر ځولو لپاره تراسونه (Terraces) جوړيږى. تراسونه یو مثبت ټکی دا دی چي د ساده او ابتداي وسایطو په واسطه هم تراس جوړوی شو، د تراسونو په جوړولو کي پرمختللي ساختماني موادو ته ډیره اړتیا نه محسوسیږي، د تراسونو جوړول زرګونه کاله قدامت لري او دمختلفو سیمو خلک د مختلفو مقاصدو دپاره په بیلابیلو شکلونو تراسونه جوړوي.
د تراسونو ډولونه:
تراسونه د مختلفو اهدافو دپآره په مختلفو شکلونو جوړیداي شي.
چینل تراسونه (Channel Terraces) : دغه تراسونه د قطعي په برخه کي د چینل یا کانال په ډول کیندل کیږي او په همدي خاطر د چینل تراسونو په نوم یادیږي.
درجه لرونکي(Graded Terraces) تراسونه: د میلان لرونکي ساحي کیندل شوي خاوره په ښکتني برخه کي اچول کیږي او یو اندازه سلوب یا میلان ورکول کیږي تر څو په دي ډول د اوبو شدد کنټرول او د تخریباتو مخنیوي وکړي دغه ډول ترواسونو ته درجه لرونکي تراسونه ویل کیږي.
جذبوونکي تراسونه (Absorption Terraces): جذبوونکي د کنتور په شکل جوړیږي او موخه يي د باران د اوبو نفوذ په خاوره کي دی تر څو اوبه جریان پیدا نکړي او ځاي په ځاي جذب شي.
بنج تراسونه (Bench Terraces): د تراسونو یو ډول چي د ډیر زیات میلان لرونکو ساحو کي جوړیږي د بنج تراسونو په نوم یادیږي د تراسونو دغه ډول اکثره د ساحي د میلان د کمولو په خاطر د زیني په شکل جوړیږي په فرسایش لرونکو ساحو کي چي د پشتي د خوئیدو امکان زیات وي د زیني دیوالونه د خښتو او لرګیو څخه جوړوي مګر که پشتي کلکی او سخت وي بیا د خښتو او لرګیو استعمال ته اړتیا نشته.