هیله ده چې تر آخره ولوستل شي!
عبدالله وردک
انګلستان - جنوری - ۲۰۲۱

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
له سلام وړاندې کولو څخه وروسته، غواړم خپله لیکنه په یوه لنډۍ سره شروع کړم.
د یادونې وړ ده، چې زه کوم شاعر نه یم. لېکن، دغه لاندې لنډۍ مې ډېره خوښیږي!
”د سپینې خولې یاران د نور دي، د شوتلو پنډو ته د زه نیولی یمه“
دغه پورتنۍ لنډۍ، د اوسني افغانستان حالت ډېر ښه تمثیل کوي.
الف - د ښځې او خاوند په هکله:
ځینو ښځو له خپلو خاوندانو سره، ډېرې د غریبۍ شپې او ورځې تېرې کړې دي. ډېرې لوږې او سختۍ یې ورسره ګاللې دي. خو چې کله یې د خاوند ژوند لږشانته ښه شي، نو بیا متأسفانه دغه بې انصافه خاوند، د بلې ښځې په فکر کې شي، او د لومړنۍ ښځې ټولې سختۍ او لوږې یې بیا له یاده ووزي، او خپل ځان په بشپړه توګه دویمې ښځې ته حواله کړي.
دغه بې انصافه خاوند نه یوازې، چي د لومړنۍ ښځې په هکله بیا هېڅ پاملرنه نه کوي، بلکې، د هغې د اولادونو په هکله هم چندان توجه نکوي. یعنې، سختۍ ټولې لومړنۍ ښځې ورسره تېرې کړې وي، او مزې او چړچې بیا دویمه ښځه کوي!
دغه لنډۍ، د ځینو هغو افغانانو په هکله ښه تطبیق کیږي، چې دوی بهر ملکونو ته راغلي دي، او د دوی د مسافرۍ په وخت کې یې، لومړنۍ ښځې ډېرې د انتظار شېبې شمېرلې دي. لېکن، کله چې د هغې خاوند د یوه ښه ژوند څښتن شي، نو بیا هغه ته د دویم واده کولو، خیالات پیدا شي.
لازمه خو داده، چې خوشحالي او غریبي، دواړه د خپلې ښځې سره شریکه، او په ګډه خپل شریک ژوند ته ادامه ورکړي.
هېره د نه وي، چې دغه خبره د هغو جوړې په هکله صدق نه کوي، چې هغوی د ځینو شرعي عذرونو په پام کې نیولو سره، دغې کار ته اړ شوي دي.
ب - د کورنۍ د غړو په هکله:
دغه لنډۍ، د ځینو کورنیو په ځینو غړو باندې هم ښه تطبیق کیږي. یعنې، غمونه یې ټول د کورنۍ غړو ته پاته کیږي، او ګټه یې بیا بل چاته رسیږي.
ځینې وروڼه، د خپلو زده کړو لپاره، د پلار د کور څخه ښه په زړه پورې ګټه اخلي، او بیا له خپلو وروڼو او خویندو سره هېڅ مرسته نه کوي.
همدارنګه، ځینې زامن چې کله ودونه وکړي، نو هغوی بیا نوی کورونه پیدا کړي، او د خپل اصلي کور په کیسه کې بیا نه وي. غریبې مور، او غریب پلار یې، څومره تکلیفونه ورسره تېر کړي وي، او هغه ټول په اوبو کې لاهو شي، او ګټه یې بیا بل چاته رسیږي!
د یادولو وړ ده، چې لوستونکي داسې فکر ونکړي، چي زه او زما مېرمن، له دغه حالت سره مخامخ یو. نه، داسې نده. الحمدلله، تر اوسه پورې مونږه دواړه، له خپلو زامنو څخه ډېر خوشحاله یو، او الله(ج) دې وکړي، چې دوی هم له مونږه څخه خوشحاله وي.
په اسلام کې د هرچا حقونه، په واضح توګه تعین شوي دي. که چېرې، دغه حقونه د اسلام په رڼا کې عملي شي، نو بېشکه ښې پایلې به ولري.
ج - د نیږدې ملګرو په هکله:
که تاسې ښه په غور سره کتنه کړې وي، د ځینو خلکو نیږدې ملګري هر وخت شاقه کارونه کوي. د مثال په توګه، په ودونو کې ځینې هغه سړي دعوت کیږي، چې هغوی باید هېڅکله دعوت نشي. که چېرې پوښتنه وشي، چې ولې فلانی ملګری نه لیدل کیږي؟ ځواب یې دا وي، چې ځای کم و، او هغه ښه سړی دی، او ان شاءالله هغه نه خفه کیږي!
کله کله نیږدې ملګري د غذا پاته شوني خوري، او دا ځکه چې دغه نیږدې ملګري ټول په خدمت کولو کې مصروف وي، او دوی کوښښ کوي، چې غذا نورو ته په ښه توګه ورسیږي.
همدارنګه، ځینې خلک خپل نیږدې ملګري، مېلمستیا ته هم نه غواړي، او بیا د نه منلو وړ عذرونه وړاندې کوي. که چېرې دغو رابلل شوو خلکو ته ښه په ځیر سره وکتل شي، نو هغه خلک به تر ټولو لوړ ناست وي، چې هغوی باید له سره نه وای!
د - د سیاسي ګوند د غړو په هکله:
په ځینو سیاسي ګوندونو کې هم، ځینې غړي ډېرې سختۍ او ستونزې وګالي، او په ژوند کې ډېرې قربانۍ هم ورکړي. کورونه، او نیږدې دوستان ټول له لاسه ورکړي. لېکن، کله چې د امتیازاتو وخت راشي، نو بیا دغه مخلص غړي، باالکل هېر شي، او د هغوی په کیسه کې بیا څوک نه وي. لوږه، ډار، بندي خانې، او د هجرت سختې شپې او ورځې دوی تېرې کړې وي، او مزې او چړچې بیا نور کوي. دغه ځورېدونکی حالت هېچا ته باید، د منلو وړ نه وي.
ښه به دا وي، چې د دغو مخلصو او وفادارو غړو سره، خوشحالي هم شریکه شي. د دوی د یتیمانو او کونډو پوښتنه وشي، او له هغوی سره کمک وشي.
ھ - د انتخاباتو د کمپاین په هکله:
که تاسې ښه متوجې شوي وای، دغه لنډۍ د کمپاین د ځینو مسىٔولینو په هکله هم ښه تطبیق کیږي. یا په بل عبارت، د ځینو نوماندانو په ټاکنیز کمپاین کې، ځینې خلک بې اندازې هلې ځلې کوي، او د هغه نوماند لپاره خپل ایمان هم خواروي. لېکن، د بریا په وخت کې بیا هغوی هېر وي، او ښې دندې او لوړ معاشونه بیا نورو ته ورکول کیږي.

د پام وړ ټکي!
ترکومه وخته به یوازې د شوتلې د پنډو دپاره پکارېږو، او تر کومه وخته پورې به د نورو د ګټو لپاره، قرباني کیږو، او تر کومه وخته به دغه بې انصافي، د مونږه په هکله سرته رسیږي!
انصاف ډېر ښه شی دی، او باید د ژوند په هره برخه کې په ښه ډول سره مراعات شي.
هیله ده، چې ښځه او خاوند، خپل ژوند د اسلام په رڼا کې یوځای سره تېر کړي، او یو بل ته د قدر په سترګه وګوري، او باید یو د بل په قدر پوه شي.
زامنو ته هم لازمه ده، چې د خپلو میندو او پلرو احترام ولري، او ترخپل توانه له دوی سره مرسته وکړي.
همدارنګه، نیږدې ملګرو ته لازمه ده، چې د ښو ملګرو قدر وپېژني، او هېڅکله پخواني ملګري له یاده ونه باسي.
د سیاسي ګوندونو مشرانو ته هم لازمه ده، چې د خپلو وفادارو غړو قدر وپېژني، او له دوی سره، د سختۍ په وخت کې مرسته وکړي.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com