د استرالیا سرحدي ځواک وايي تیره چهارشنبه د جنوري په ۲۹مه یې شپږ چینايي وګړي استرالیايي خاورې ته تر رسیدو مخکې متوقف او بیرته ګرځولي چې په یوه لرګینه کښتۍ کې سپاره وو او هڅه یې کوله دغې هیواد ته په ناقانونه توګه داخل شي.

د چینايي وګړو دغې کښتۍ د استرالیا د خپلواکو سرحدونو عملیاتو د مسولو چارواکو پام هغه مهال ځانته راواړه کله چې دوی د استرالیا په سمندري اوبو کې د اشمور څنډې ته ورسیدل.

دغه سیمه چې د تیمور سمندرګي پورې تړلې ده، خورا خطرناکه او طوفاني هوا لري او د کوچنۍ کښتۍ سفر پکې ډیر مشکل دی. خو په هر صورت استرالیا ته پداسې حال کې په ناقانونه توګه سفر کول چې چارواکي یې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې چمتو ولاړ دي، د دې چینايي وګړو سفر لا هم ستونزمن کړ.

د استرالیا د سرحدي ځواک په وینا، دغه کښتۍ تر ستنولو وروسته یې اندونیزیايي چارواکو ته خبر ورکړ او هغوی یاده کښتۍ دا مهال په (روټ) ټاپو کې درولی او پکې چینايي وګړي یې قرنطین کړي ترڅو د کرونا ویروس د علایمو ازموینه یې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تیرې جمعې په ورځ د روغتيا نړيوالې ادارې د کرونا وايروس خطر او د دې ویروس د خپريدو له ویرې د روغتيا نړيوال بيړنۍ حالت اعلان کړ.

تر دې دمه چين کې ۲۵۰ کسان ياد وايروس وژلي او نږدې ۱۲،۰۰۰ نور بيا پر ياد وايروس مبتلا دي. د یادونې وړ ده چې استرالیا کې هم پدې ویروس د اخته شوو کسانو ۱۰ پیښې تایید شوي.