د جنوري ۲۶مه د اسټراليا د ملي ورځ په وياړ دغه هیواد ته ورغلو زرګونو نوو مهاجرو او کډوالو ته د استراليا تابعيت ورکړل شو چې ډیری دغو کسانو د يکشنبې په ورځ د اسټراليايي تابعيت ترلاسه کولو لپاره د خوښتۍ مراسم هم پر مخ واچول.

دا پداسې حال کې ده چې نوې شمیرې اوس دا څرګندوي چې استرالیا کې د پخوا په پرتله لږ شمير بهرني کسان د تابعيت ترلاسه کول غواړي يا په بله معنی ډير شمير خلک نه غواړي ترڅو استراليايي تابعيت ترلاسه کړي.

د اسټراليا تابعيت ترلاسه کول چې د ډيرو مهاجرو يو ستر خوب او هیله ګڼل کیږي دغه هیواد ته له ورسيدو وروسته یې سمدلاسه د ترلاسه کولو لپاره خپلې هلې ځلې پيلوي. یاد هیواد ته ډير شمير بهرنيان کار او يا زده کړې لپاره ورځي او د تابیعت د لاسته راوړلو لپاره له ډیرو ستونزمنو ازموینو او شرایطو تیریږي.

خو نوې شميرې ښايي له کال ۲۰۱۴ راهيسې اوس د ريکارډ په کچه لږ مهاجر د استراليا تابعيت ترلاسه کول غواړي. دا چې ولی دا وضیعت رامنځته شوی، پدې اړه د اسټراليا سنا مجلس ته رپوټ ورکولو دوران کې د دغه هیواد د مهاجرت ریاست منلې چې د حکومت لخوا د مهاجرت پالیسۍ او تګلارو د بدلون له امله د تابعيت ترلاسه کوونکو شمير کې کمی راغلی.

یاد ریاست ویلي چې د حکومت لخوا د دایمي استوګنې او د تابیعت د ترلاسه کولو مقررات او ازموینې اوس سختې شوي او همداشان په ټوله کې د مهاجرت پالیسي د لږو مهاجرو د قبلولو لپاره جوړه شوې او همدا لامل دی چې ډیری بهرنیان اوس په ځان باور نلري چې ګواکی د استرالیا تابیعت یا دایمي استوګنه به ترلاسه کړی شي.