د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه!
عبدالله - وردک
دویمه - برخه
انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، خوشحاله او په نېکو کارونو بوخت وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې، تر آخره په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظر له ما سره شریک کړئ.
غواړم، پدغه لیکنه کې، د خپلو لومړنۍ او منځنۍ زده کړو په هکله، تاسې قدرمنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کړم.
زه نیږدې ۶۷ کاله مخکې، د وردګو، د سیدآباد د ولسوالۍ، د عرب خېلو په کلی کې، په یوه غریبه مسلمانه کورنۍ کې پیدا شوی یم. پلار مې د الله(ج)، له نورو مسلمانو پلرونو سره وبښي، یو تکړه مسلمان بزګر و. مور مې د هم الله(ج)، له نورو مسلمانو میندو سره وبښي، یوه تکړه مسلمانه کلیواله ښځه وه. دوی دواړو کومې زده کړې نه وې کړې، لېکن، الله(ج) دواړو ته یو خاص ذکاوت په برخه کړی و. زما پلار هغه څه چې د عسکرۍ د خدمت په دوه کلنۍ دوره کې یې زده کړي وو، هغه یې تر ډېره وخته په یاد وو. د بېلګې په توګه، له ما څخه به یې کله کله، د حاده زاویې، قایمه زاویې، او منفرجه زاویې، پوښتنې کولې، او ځینې وخت به یې زه په کې بندولم. ډېره جالبه پوښتنه به یې دا وه: چې د یوه توپ د فیر کولو دپاره، د میل زاویه باید څومره برابره شي؟
زه په پوره یقین سره دا خبره کولای شم، چې د پخوانیو افغانانو، وعده، وفاداري، عقیده، قول، غیرت، ډېر ثابت، او د خولې او د زړه خبره یې یوه وه. داسې نه وو، لکه د ځینو اوسنیو افغانانو په شان، چې نه یې څټ، او نه یې مخ پېژندل کیږي، او یو څوک یې په هېڅ شي هم، یقینی باور نشي کولای.
زما پلار، د ځینو نورو پلرونو په شان، د دینی عالمانو سره، د زړه له کومی ډېره مینه لرله. زما د خپل پلار او مور، ځینی خبرې تر اوسه پورې، ټکی په ټکی په یاد دي.
د یادولو وړ ده، چې د زیاتره پلرونو، او میندو ځینې عادتونه سره یو شان وي. زه یقین لرم، چې ځینې ګران او قدرمن لوستونکي به دا فکر کوي، چې زه د دوی د پلار، او مور په هکله خبرې کوم.
غواړم، چې یوه ټکی ته اشاره وکړم، چې یو څوک به د یوه شي په اصلی قدر تر هغو پوه نشي، چې تر څو یې هغه له لاسه نه وي ورکړی. نو زه له هغو لوستونکو څخه، چې د دوی پلرونه او میندې تر اوسه الحمدلله ژوندي دي، هیله کوم، چې د خپل پلار او مور په قدر پوره پوه شي، او د دوی دواړو، د زړه له کومی ډېر خدمت وکړي.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې:
ما خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د وردګو د سیدآباد په متوسطه کې، د ۱۳۴۷ کال په پای کې سرته رسولې دي. البته، دغه متوسطه بیا یو کال وروسته په لېسه بدله شوه.
ما د لومړی ټولګی د سویې امتحان ورکړ، او په دویم ټولګی کې شامل شوم. زما هغه لومړنۍ ورځې هېڅکله هم له یاده نه وزي. مونږه ټولو شاګردانو به وچه ډوډۍ په شا تړلې، له خپلو ځانو سره مکتب ته وړله. هغه وچه ډوډۍ به بیا مونږه په تفریح کې ډېره په مزه مزه خوړله. د تفریح په وخت کې به مونږه له نیږدې چینې څخه اوبه هم چښلې.
مونږه به د لرګی په تخته، د درګې پذریعه خط لیکل زده کول. د کمیس لمن به مو هر وخت، په سپینه خاوره ککړه وه.
د یادونې وړ ده، چې په هغو وختونو کې به د یوه شاګرد، خط لیکنې ته ډېره توجه کېدله، او همدغه علت و، چې د هر شاګرد خط به سم لوستل کېده. داسې نه وه، لکه اوسني خطونه، چې د ډاکترانو د نسخې په شان دي، او سم نشي لوستل کېدلای.
ټول شاګردان به هر سهار، او هره غرمه په ترتیب سره، د درس نه مخکې، او د درس نه وروسته، په قطارونو ولاړ وو، او سرمعلم صاحب به د سهار له مخې د هلکانو نظافت، او حاضری اخستله، او د غرمې نه وروسته به یې هم حاضری اخستله، او هم به یې شاګردانو ته یو څه نصیحت کاوه، چې البته دغه ډېر پرځای کار و.
د ټولو مضمونو ورځنی درس به په ترقی تعلیم کې، د هر معلم پذریعه په واضحه توګه لیکل کېده، چې دا یو ډېر ښه کار و.
د یادولو وړ ده، چې په وردګو کې پخواه هېڅ د نجونو مکتب نه و، او ډېر امکان لري، چې اوس هم نه وي.
په هغه وخت کې به په شاګردانو، د قرآن شریف د سورتونو، تلاوت، او یادونه سرته رسېدله. قرآن شریف، د یوه مضمون په حیث امتحان او نمرې لرلې. هغه سورتونه، چې مونږه د امتحان دپاره یاد کړي و، هغه تر اوسه پورې زما ښه په یاد دي. کاشکي، لږ زیات سورتونه یې په مونږه یاد کړي وای!
​​​​​​په اووم، آتم، او نهم ټولګي کې به د دنیات په نامه یو مضمون تدریس کېده، چې په ریښتیا سره، ډېر ښه ترتیب شوي و. نور مضمونونه، لکه ریاضی، هندسه، مثلثات، تاریخ، جغرافیه، پښتو، دری، انګلسی، تهذیب، کاردستی، او نور تدریس کېدل. ټولو شاګردانو به د کاردستی په مضمون کې، یو څه په عملی توګه جوړول، او هغو ته به نمرې ورکول کېدې. همدارنګه، د تهذیب د مضمون نمرې ډېرې مهمې ‌وې، او دا ځکه چې، یو شاګرد به یې خپلو کړو وړو ته ډېر متوجه کاوه.
هېره د نه وي، چې ځینو مضامینو ته، د نورو پرتله، دومره توجه نه کېدله.
زه د دویمه ټولګی نه تر نهمه ټولګی پورې اول نمره وم. ما به د خپل کور ټول کارونه هم ورسره کول.
زما سره، د زما د تره زوی، چې هغه یو ډېر تکړه مسلمان سرمعلم و، بې اندازې زیات کمکونه کړیدي. زه خپل ځان، دده د لاس نیالګی ګنم. زما مرحوم د تره زوی به په ژمی کې ټول کتابونه په ما ویل. زه چې هرڅومره د هغه ستاینه وکړم، هغه به بیا هم کمه وي. الله(ج) د هغه ته، او نورو ټولو مسلمانانو ته، جنت الفردوس ورپه برخه کړي. آمین یارب العالمین.
د یادولو وړ ده، چې یو ماشوم په خپل خیر او شر نه پوهیږي. کله به چې ما خپل د تره زوی د کلی په جومات کې په لمانځه کې ونه لیده، نو هغه ورځ به په ما اختر و، او کله کله به ما په زړه کې ویل، چې کاشکي، زما د تره زوی موټر ووهي، چې زه ترې خلاص شم. نو دغه ټکی باید یو ځل بیا واضح شي، چې یو ماشوم پخپل خیر او شر نه پوهیږي، او هغه هر وخت غواړي، چې د درس پرځای شوخی او لوبې وکړي.
هېره د نه وي، چې کله باغ پوخ شو، نو بیا باغوان کوژ شو. چې کله ما خپله دوکتورا واخستله، نو زما د تره زوی ډېر خوشحاله و. مګر، بیا ډېر ژر په حق ورسېده. د هغې پوهې او اسلامیت ته، زه هر وخت سلام کوم. کېدای شي، چې زما دغه خبرې، په اوسني وخت کې ځینې لوستونکو ته عجیبې ښکاره شي، چې د تره زوی، او دومره خدمت کول؟ لیکن دا باالکل حقیقت لري. زه هر وخت دده د مغفرت لپاره، د زړه له کومی دعا کوم.
زه خپلو استادانو ته هم هر وخت دعا کوم. مونږه ډېر ښه تکړه او پوه معلمان لرل. دوی به خپله وظیفه ډېره په صداقت سره پرمخ وړله. دوی د اخلاقو ښکلې ټوټې هم وې. له دوی څخه به شاګردانو، نه یوازې درس زده کاوه، بلکې، سړیتوب به یې هم ترې زده کاوه.
په مکتب کې به ډېر ښه نظم او ترتیب موجود و، او چا ددې جرأت نشو کولای چې د یوه معلم د وړاندې شوخی وکړي. استادانو به هېڅکله، له شاګردانو سره ټوکې نه کولې. زیاتره استادان ډېر باناموسه او غیرتی خلک و. البته، یوه یوه شګه به، کله کله په ځینو وریجو کې هم ٔپیدا کېدله.
هغه درس چې ما په وردګو کې په سمه توګه زده کړي و، هغو ما ته، په کابل، امریکې، او انګلستان کې ډېر په درد وخوړل. دا پدې خاطر، چې لومړنی تهداب یې سم اېښودل شوی و.
هېره د نه وي، چې ځینو استادانو، ډېر تاوان هم شاګردانو ته رسولی، چې هغوی د بښنې وړ ندي. یعنې، زه بیا یو ځل بیا خپله خبره تکراروم: چې استاد، هم چې استاد وي!
استادان باید، د ځوان نسل په تعلیم او تربیه کې هېڅ بی غوری ونکړي.

د پام وړ ټکي:
که چېرې د شاګردانو د تعلیم او تربیې تهداب په سمه توګه کېښودل شو، نو بیا هغه ان شاءالله، په ژوند کې تر آخره پورې ثابت او سالم پاته کېدای شي.
نو د پلرونو او میندو دپاره لازمه ده، چې د خپل اولاد تعلیم او تربیې ته په وړکتوب او کوچنیوالی کې ډېره توجه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې پلرونه او میندې، باید اسلامی قیصې، خپلو ماشومانو ته د ویده کولو په وخت کې وکړي. دغه قیصې به بیا د دوی په مغز کې تر ډېره وخته ان شاءالله پاته وي.
هېره د نه وي، چې د ماشومانو د تعلیم تر څنګ، تربیې ته هم زیاته توجه وشي. نن سبا، د ځینو افغانانو تعلیم ډېر لوړ، لېکن، تربیه یې بیا دومره لوړه نده.
د ابتدائيه ښوونځيو استادانو ته بايد ډېره جدي پاملرنه وشي، ترڅو د شاګردانو تعلیمی او اخلاقی تهداب ښه پوخ کيښودل شي.
پلرونه او میندې باید، خپلو ماشومانو ته، په اخترونو کې ښې جامې، او نورې تحفې واخلي. په ځانګړې توګه، هغه افغانان، چې په غیر اسلامی ملکونو کې، له خپل ملک نه بهر اوسیږي.
​په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چی الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی. آمين یارب العالمین.
همدارنګه، زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربارته پورته کوم، او دعا کوم چی الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com