امتي دې په ژوند تنګ دی پیغمبره
د جهاد په نامه جنګ دی پیغمبره
د یوې کلیمې ورونه سره وژني
پاک قرآن په وینو رنګ دی پیغمبره
د کافر لکۍ هر ځاې کې وي محفوظه
اوس افغان وژنه ننګ دی پیغمبره
هر درود سره کیسه وایم که واورې
د ژوند حال مو دغه رنګ دی پیغمبره
عبادت ته هم فرصت نشته له جنګه
مونږ به ځان وژنو قلنګ دی پیغمبره
ستا وارث خو اوس ریشتیا ویلی نه شي
معلومیږي په خوله ګونګ دی پیغمبره
د سلګیو د آهونو ازار شته دی
د امید څلی مو دنګ دی پیغمبره
په جومات کې هم خوندي نه یو خالقه
زمونږ ژوند څومره بدرنګ دی پیغمبره
د بې رحمو ښاریه کې میرویس هم دی
وس یی نشته دی ملنګ دی پیغمبره