د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د استرالیا سخت دریځ او ټینګو اقداماتو دغه هیواد ته د تللو مهاجرینو لپاره ژوند تریخ کړې او هغوی یې له داسې ستونزو سره مخ کړي چې آن ځینې ترې د خلاصون لپاره ځانوژنې ته لاس اچوي.

استرالیا د هندي زده کوونکو، مسافرینو او د مهارت لرونکو کډوالو لپاره د غوره هیواد په توګه پیژندل کیږي، خو له دې حقیقته ډیری ناخبره دي چې دغه هیواد ته ځینې هندیان د پناه اخیستلو لپاره هم ورغلي او یا لا هم د ورتګ کوښښ کوي.

د ترلاسه شوو مالوماتو په اساس، په ۲۰۱۸ کال کې ۵۱ هندي وګړي چې د هوا له لارې استرالیا ته ورغلي وه، ریښتینې کډوال وپیژندل شول او د استوګنې موقتې ویزې ترلاسه کړې. خو ډیری نور لا هم د پناه غوښتنې ارزول کیدو او یا نورو هیوادونو کې بیامیشته کیدو ته په تمه دي. له دې ډلې یو شمیر هندیان شپږ کاله کیږي چې په همدې تمه د استرالیا په سمندري توقیف مرکزونو مانوس او نایرو کې ژوند تېروي.

دې هندیانو د خپل ژوند خورا ګټور کلونه په انزوا کې او له خپلو کورنیو جلا تېر کړي. دوی د دومره دروند قیمت په ورکولو سره یوازې ازادي غواړي او په هیڅ صورت نه غواړي هند ته بیرته ستانه شي.

د روان کال په جون میاشت کې، رویندر سینګ چې په ۲۰۱۳ کال کې په یوه کښتۍ کې استرالیا ته کډوال شوې، په مانوس توقیف مرکز کې ځانته اور ورته کړ. نوموړې که څه هم له دې پیښې ژوندې پاتې شو خو لاسونه او مخ یې سخت وسوځیدل.

رویندر سینګ او په مانوس توقیف مرکز کې ورسره بندي ملګرې یې کمار وايي چې ډیر سخت حالات یې زغملي، خو لا یې دا هیله له لاسه نده ورکړې چې دوی ته به بالاخره پناه ورکول کیږي او ازادي به ترلاسه کوي.