د افغانستان دښمنانو چې له کومې لحظې د ویاړلو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی، نو له همغې ورځې یې د جنګ شېوه هم بدله کړې ده. وسله وال طالبان او تروریستي ګروپونه د جنګ میدان ته د ورمخامخېدو پرځای د ولسونو په منځ او کورونو کې پټېږي.

د ولسونو له کورونو او کلیو څخه په ښارونو بریدونه تنظیموي او په دې ډول خلکو ته د سر او مال زیانونه اړوي، عامه تاسیسات ویجاړوي، وحشت او دهشت خوروي او په دې ډول خپلو ناوړو موخو ته د رسېدو هڅې کوي. ولسونو ته ښایي چې دښمن ته د پټېدو موقع ورنه کړي او د هغوی په زړونو کې دې وېره واچوي.

دا وېره داسې اچول کېدای شي چې د کلیو او کورونو او ولسونو خلک د ۱۹۱۹ او ۱۰۰۱ شمېرو له لارې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره دوامدار په اړیکه کې وي او هر چېرې چې دښمن ګوري، نو د هغه د ځای په اړه دې اړوندو مسوولینو ته دقیق معلومات ورکړي چې یا یې تعقیب کړي، یا یې ونیسي او یا یې هم له منځه یوسي.

په کلیو او ولسونو کې د دښمن د پټېدو تاوان یوازې دا نه دی چې دوی له هغه ځایه په ښارونو او نورو ځایونو بریدونه کوي، بلکې په کلیو او د خلکو په کورونو کې د ټېدو پرمهال حتی د دې امکان موجود دی چې د اړوندو کلیو او کورونو خلک په کې متضرر شي، ځکه چې دښمن د خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه کار اخلي او له هغه ځایه په امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي، د دوی د برید او تهدید د دفعه کولو په موخه امنیتي او دفاعي ځواکونه مجبور دي چې دفاعي حالت اختیار کړي او له دې امله ډېر وخت ملکي تلفات رامنځته کېږي.

نو ولسونو ته ښایي چې د خپل ځان او ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه هم دښمن ته په خپل کور او کلي کې ځای ورنه کړي، ځکه چې دا هم د دوی او هم د نورو د ژوند لپاره لوی تهدید او خطر دی. ولس دې یو لاس شي. خپله دې له دښمن سره په تقابل کې نه واقع کېږي، ځکه چې هغوی ورباندې رحم نه کوي. له دښمن سره د مخامخ تقابل پرځای دې امنیتي او کشفي ارګانونو ته معلومات ورکړي چې هغوی یې له منځه یوسي او خلکو ته د هغوی له شرارت څخه نجات ورکړي.