هره ټولنه ځانته خصوصیات لري اود دغې ټولنې د وګړودخصوصیاتو اوکړنوله مخې ټولنه پرمختګ اوشاه تګ کوي .
که چیرته دټولنې وګړي پوه،هوښیاراویوه خوله وي نوددغې ټولنې دپرمختګ اوښیرازۍ پروړاندې هیڅوک خنډ نه شي جوړولی اوکه پرخلاف وي نوبیا هرڅوک یې پرمخ کې بندونه جوړه وي .
دمشرقي خلک دهوښیارتیا ترڅنګ دعلم په ګاڼه سمبال اوزیرک دي. خوبیا یې هم څوک غږ نه اوري.
غواړم په دغه مقاله کې ددغه غږ نه اوریدلو علتونه واضح کړم شاید علتونه ډیرولري زه به یې یوڅواړین اومهیم علتونه وڅېړم چې ډیرکوچني علتونه په دغه ستروعلتونوکې ګډیږي.
اول:ځان غوښتنه
دمشرقي زیاتره مشران چې وینو یوډول نه یوډول دخود خواښۍ په ناروغتیا اخته دي اوهریویې وایي زه دمشرقي استازی یم. اوزماغږدې واوریدل شي. داپلانی څوک دی؟ اوڅه کاره دی؟
کله چې دا مشر د حق غږهم پورته کړي دا بل وایې زه خوپاتي شوم زه له ده کم نه یم.
ده ولي له ماپوښتنه نه ده کړي؟ دایې پرضد غږپورته کوي هغه اولني دافکرنه کوي چې راځه دی مشرقي کې له یوبل مشرسره مشوره وکړم داغږبه مې زرتریوځایه ورسیږي ځکه دده مشاورین اوشاوخواکسان ورته تل وایي هغه بل څه کوی مشرخواصل کې ته یي؟؟ ده سره دا فکرنشته چې داخلک!ماپه جنګ اچوي.
اوهغه چې! دده په ضد غږپورته کوي فکرنه کوي چې مړه داخودټول مشرقي له پاره خیرغواړئ راځه دمخالفت پرځای ننګ وکړه .
هغه دچاخبره دخپل ضد نه یوبل ته نه تیریږي یوه ستره ستونزه اوعلت زماله فکره یوبل ته تن نه کیښودل ځان غوښتل دي. چې دمشرقي غږباندې څوک غوږ نه ګروي ددغومشرانوترمنځ ځني مشران شته چې هم دبل سره غږبدرګه کوي اوهم خپله غږپورته کوي داچې ددغه رنګه مشرانوتعدادکم دی نوځکه یي کارځای نه نیسي .
دوهم:سیاسي بصیرت نه درلودل:
زمونږځنې مشران د سیاسی بصیرت ستونزه لري، دوي تل خپلې سیمېزې ګټې دتنظیم اویا د دوستۍ په موخه دنورو ګټو له پاره قرباني کړي .
مونږه به یې دلته یو څوبیلګې واضخ کړو.تاسی وګوري په نوروولایتونوکې چې کله ستونزه پیداشي نودیاد ولایت ټول وکیلان په یوه خوله غږ پورته کوي. مونږدمشرقي دوکیلانو دیوغږ اوپه یوه خوله دیوي ستونزې په اړه دغږدپورته کولو په ارمان یوو .
دخدای ظالمو له دی نورویي زده کړه هغوی تنظمي ګټې پالي خو سیمزیي ګټې دتنظیمي ګټو نه! قربانه وي .
که چیرته په شمال ،غرب اویابله سیمه کې داسي بې ګناه تنکي ځوانان مړه شوي وی نو ارګ به یي لړزولی وو.
خوزما مشرانوڅه وکړه اوڅه دحل لاره یي ورته راوویستله مونږکې سیاسي بصیرت خوراکمزوری دی.
زمونږمشران باید دسیمې اوولس ګټه په نظرکې ونیسي. شاید څوک ووایي چې جنابه دټول افغاننستان په اړه باید یو وکیل اویا یو سیاست مدارکاروکړی. داخبره درسره منم اول خوپه دې هیواد کې ټول شموله تنظیم نشته که شته په هغې کې هم بلاخبري شته چې بله مقاله پرې لیکل کیږی.
دوهم یو څوک چې په کورکې ارزښت ونه لري اودکورخلکوته کارنه شي کړی هغه به قریه ته!څه کاروکړي اوڅوک چې قریه ته کارنه شي کړی هغه به ولسوالۍ اوهمداسي ولایت اوهیواد ته څه کاروکړي دمشرقي مشران باید دخپلو سیموګټې دتنظیمې ګټوقربانې نه کړي که هرتنظیم یاډلې سره وي خود مشرقي غږباید په یوه خوله بدرګه اوزمزه کړي ځني مشران ددغه بصیرت نه برخورداردي خوافسوس چې دهغوی شمیرکم اودانوريي په کارونوکې خنډونه جوړه وي
دریم:بې اتفاقي اوځان من ګڼل:
کلونه کلونه وړاندي خوشحال بابا په چغو اوفریاد ویلي وه اوخپل ګریوان يي شکولي وه
اتفاق په پښتانه کې پیدانه شو +++++++++ګني مابه دمغول ګریوان پاره کړه
هغه مهال چا دده غږته نه لبیک وویلو اونه یي کله پري فکروکړوچې دامشراوعالم څه وایي اوپه اتفاق کې زمونږدټولو خیردی له ده وروسته پاچاخان خپله مبارزه پیل کړه کلونه کلونه یې خپله مبارزه وکړه خواخیرکې له بې اتفاقې په ژړاشو اوویې ویل:( دپښتنومشریي داسې ده لکه دچونګښوتول) چې ترازوبرابرشي یوه به ځان ختاکړي بیا چې هغه راپورته کړي بله به ځان ختاکړی یعنې پښتون په اتفاق نه شو بل ځای وایې (زه ټول عمرپښتون پسي وګرځیدم اوپښتون پیسوپسي نه ماپښتون پیداکړاونه پښتون پیسۍ )ځنې دوستان به حفه شي خودامودټولنې تریخ حقیقت دې له دې انګارنه شوکړی .
مونږکه دنوروپښتنونه راتیرشودغه څوخبرې اوس مهال مشرقي باندې ثابتیږي نه موداسي مشرته زمینه برابره کړه چې ټول پر راټول شو اونه چا د دې کوښښ وکړچې مشرقي په ځان راټول کړي شاید څومحدودو کسانوپه دواړوبرخوکې کارکړي وي خوهمدغومشرانوته دمشرقي په ولس کې ځینوخلکو دومره کندې کيندلې چې بې چاره کلونه کلونه له هغوکندو نه شي راوتلې اونه یي څوک راوباسی ، هغه یوه خبره کیږې چې ملایانو په دې خبرو اتفاق کړي چې مونږبه خپلوکې اتفاق نه کوو.
زه خووایم ملایانوداکارنه دي کړي بلکې دمشرقي زیاتره مشرانو او وګړودا ! اتفاق کړی چې مونږ به خپلوکۍ اتفاق نه کوو او دا مود ټولنې دپرمختګ پروړاندې ترټولو سترخنډ دی.
ماچې دلته څه لیکلي د زړه له درده یي لیکم هرورځ زمونږدځوانانو ،عالمانو،سپین ږیرو اومخوروجنازې رواني دي.
دا ځکه مونږ په یوه خوله نه یوو اوڅوک موغږته لبیک هم نه وایي ، راځئ چې سره یوشو کنه ټولوته به بده پایله ولري ، خپلې خبرې دپاچاخان په دي خبره رانغاړم چې ویلي دي (یو کیږو ګنې ورکیږو) دخپل بقا او پایښت له پاره راځئ سره یوشو
په درنښت