په افغانستان کې د شوروي اتحاد تر وتلو وروسته، د بنسټیزو کارونو څرک نه لګي. تر طالبانو وروسته په افغانستان کې د نوې دیموکراسۍ نږدې اتلس کاله پوره شول. په دومره موده کې، چې تقریبآ ۴۵ هېوادونه راغلي، افغانان لا د ښې ورځې خاوندان شوي نه دي، نه ورته فابریکې جوړې شوې، نه د برېښنا بندونه او نه نورې بنسټیزې پروژې عملي شوې. که سبا امریکا له افغانستانه وځي، افغانان به هر څه له صفره پیلوي. اوس په دفترونو، لارو، کوڅو او موټرونو کې ټول خلک د شوروي اتحاد ارمان کوي او په تېر مهال پسې لاسونه مروړي، دا ځکه چې شوروي ورته بنسټیز کارونه تر سره کړي دي، داسې پروژې یې عملي کړې دي چې د هغوی تر وتلو دا دی ۳۰ کاله وروسته یې هم افغانانو ته خیر رسیږي. هغه وخت چې نه د پرمختګ دومره وسایل موجود وو، نه نورې اسانتیاوې برابرې وې، هغوی داسې بنسټیز کارونه تر سره کړي چې سړی ورته حیران شي. په اوس وخت کې چې هر څه ماشیني شوي دي او پوره اسانتیاوې شته دي، له دې پرمختګ او اسانتیاو سره ـ سره چا د شوروي اتحاد په نیمه اندازه کار هم نه دی کړی.
تر ۱۹۸۸م کال پورې شوروي اتحاد په افغانستان کې ۱۳۰ بېلابېلې بنسټیزې پروژې عملې کړې وې، چې له هغې جملې څخه یوه یې د نغلو د برېښنا بند پروژه وه، دا بند د۱۰۰میګا واټه ظرفیت په لرلو سره د کابل پر سیند د سروبي په سیمه کې رغېدلی دی. په مزار شریف کې د سرې او برېښنا د تولید فابریکه هم روسانو رغولې ده چې تر ننه د ګټنې وړ ده. تقریبآ د موټرو ۱۵۰۰کیلو متره لارې، په کابل کې د نقلیه وسایطو د ترمیم کارخانه، په جلال اباد او غزني کې د اوبو لګولو سېستمونه او درې نړېوال هوايي ډګرونه یې هم را جوړ کړي وو.
همدا راز د هغوی په وخت کې د طبیعي زېرمو د کشف او استخراج چارې عملآ روانې وې چې د ګازو او نفتو څاګانې او د اوسپنې، مسو، طلا، سیماب او نورو ارزښتمنو موادو کانونه یې هم کشف کړي وو. په شبرغان کې د ګازو د څاه کشف او له مزار شریف څخه د شوروي اتحاد تر پولو د ګازو د پایپونو لېږد هم د هغوی په مرسته ترسره شوی و. حتی افغانانو خپل تولیدي ګاز پر روسانو پلوره چې څلوېښت فیصده کورني عواید یې د دې ګاز له درکه تر لاسه کول. په اتیایمو میلادي کلونو کې، سره له دې چې جنګ روان و، د شوروي اتحاد په مرسته له پنځوسو ډېرې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې. شورویانو هغه وخت د زده کړو تحصیلي موسسې او اکاډمیک مرکزونه هم تمویلول، چې په بېلابېلا برخو کې یې ګڼ کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي دي.
په ۱۹۷۸میلادي کال کې په ټولیز ډول نهه سوه (۹۰۰) تنو د طب ډاکترانو په افغانستان کې فعالیت کاوه، مګر د لسو کلونو په تېرېدو سره د روسانو په همکارۍ دا شمېر درې زره (۳۰۰۰) تنو ته ورسېد.
د شوروي اتحاد تر وتلو وړاندې هغوی تصمیم لره چې د یوې منظمې ستراتېژۍ له مخې افغانانو سره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي، په دې ستراتېژۍ کې له شوروي جمهوریتونو سره د افغانستان ښې او دوامداره اړیکې، بلاعوضه مرستې، د شوروي په تحصیلي موسسو کې هر کال د ۱۵۰۰ افغان محصلانو منل او تر ۲۰۰۰م کال پورې د اقتصادي، تخنیکي او تجارتي مرستو اوږد مهاله تړون شامل وو. چې د جنګ او ګډوډۍ له کبله دا ستراتیژي عملي نه شوه.
که جنګ دوام نه وای کړی، نن به نړۍ له افغانستانه د بې ساري پرمختګ او عالي کلتور په برخه کې الهام اخیست. د څو لسیزو خونړۍ جګړې، د شوري پر مټ شوي کارونه تر ډېره نابود کړي دي، لېرې نه ده چې د خلکو له ذهنونو یې هم وتروړي.
اوس پوښتنې دا دي چې: د پرمختګ په لور د افغانستان دا چټک ګامونه چا ټکني کړل؟ ولې شا ته لاړو او تر ننه ولې ځای ته نه راځو!؟ د دې پوښتنو لنډ ځواب دا دی چې د همدې امریکا په دستور مجاهدینو او نورو جنګي ډلو افغانستان په دې حال کړ، فابریکې او وسایل یې لوټ کړل، تعمیرونه یې ړنګ کړل، ټانګونه او طیارې یې کباړ کړې، افغانان یې بې کوره او در په در کړل.
د هغه وخت امریکايي ولسمشر جیمي کارتر د ۱۹۷۹ز کال د جولای په ۳مه یو پټ سند لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغان دولت ضد ډلې تمویلېدې، د ده د ملي امنیت مشاور زبیګنِف بزیژینسکي بیا په ښکاره ویل چې((موږ دا احتمال ډېر کړ او خلکو ته مو ورپیچکاري کړه چې روسان دې کار ته لمن وهي)) همدا امریکایان چې نن ځانونه د افغانانو دوستان او خواخوږي ګڼي، پرون یې د افغانستان د بر بادۍ لپاره مجاهدينو ته د سپکو او درنو وسلو تر څنګ ۱۵میلونه ډالر ورکړي وو او په ډېره بې شرمۍ یې د افغانستان په چارو کې مداخله کوله.
دا به ډېره لویه سادګي وي چې موږ نن له امریکا د ابادۍ او بنسټیزو کارونه تمه ولرو، ګل پاچا الفت ډېره پر ځای خبره کړې ده:
په ورانکارو چې کارونه جوړوي
حقیقت کې جوړ کارونه ورانوي
یا ټګي یا ډېره لویه سادګي ده
چې بُتان په بُت پرستو ماتوي