د طلوع له تېلویزیون سره د ولسمشر غني مرکې په ټولنیزو پاڼو کې د ډیرکسانو غوغا راپارولې ده چې ولې د طلوع خبریال نجفي زاده له ولسمشر غني څخه په داسې توګه پوښتنې وکړې لکه سړی یې چې له یوه مجرم څخه کوي۔ سربېره پر دې د نجفي زاده رویه د یوه سپین ږیري په ځانګړې توګه د ولسمشر په وړاندې د ادب له چوکاټه لرې ګڼي۔

په دې کې شک نشته چې طلوع د افغانستان تر ټولو ګواښمن غلیم دی او په خپل ټول واک و ځواک سره هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو تر منځ جګړې ته لمن ووهي۔ د طلوع خبریالانو دومره هلې ځلې وکړې او لا یې کوي چې افغان کلتور په بشپړه توګه له منځه یوسي او پر ځای یې یو پردی کلتور په دې سیمه کې واکمن کړي۔ همداسې یې تل هڅه کړې ده او لا یې کوي چې د دولت پر ضد ولسونه راپاڅوي تر څو د دوی د بادرانو ګټې پکې خوندي شي۔ له همدې امله تل تر تله د افغانستان هغه سیاستمداران غندي او بې عزته کوي چې ملي احساس ورسره وي، اسلامپال وي او د دې هېواد ګټي یې په پام کې نیولې وي۔

د پټو او برلا رپوټونو پر بنسټ د طلوع په دفترونو کې هغسې فحشا روانه ده چې زموږ په ټولنه کې کېدای شي چې ساری ونه لري، ښه بېلګه یې د طلوع د خبریالې ځانوژن وو چې څو کاله وړاندې یې په دوتر کې ځکه ځان وځړوه چې په همدې دوتر کې جنسي تېری پرې شوی وو یا یې په خپلوه خوښه جنسي اړیکې نیولې وې۔ د ولسمشر کرزي حکومت نه یوازې دا چې د داسې پېښو او جرمونو د سپړلو او سپینولو سره چندانې لېوالتیا نه درلوده، بلکې له وس څخه یې لوړه خبره وه۔ سید محسني چې په ښکاره سره د طلوع خاوند دی، د ولسمشر کرزي د حکومت څخه په بهر کې غښتلي ملګري یا لابي لري چې دا تېلویزیون له هر ډول جزا څخه وساتي۔ طلوع له آره د موبي ګروپ یوه برخه ده چې څښتن یې روپرت مورداک دی۔ هغه کس چې د انګلستان حکومت په ځینو جرمونو لکه د امریکا استخباراتي ادارې اف بي آی ته رشوت ورکول، د انګلستان په حکومت کې ځینو کړیو ته رشوت ورکول او د خلکو ګرځند تېلیفونونو یا ملفونو ته ننوتل (حک کول) سره تورن کړ، خو د مجازات وس یې و نه رسیېده۔

که د جګړې په ډګر کې اروپایان په ځانګړې توګه امریکایان لګیا دي او زموږ ولس وژني، د اسلام ځپلو، د افغانیت د له منځه وړلو، د اسلام د سپکاوي لپاره همدا غربي ډوله کانالونو خپله جګړه پیل کړې ده چې د ټولو په سر کی همدا طلوع راځي۔ نو د طلوع د خبریالانو رویه نه یوازې دا چې د لوېدیزو استخباراتو، ایراني او پنجابي سفارتونو په لاس کې ده، بلکې همداسې ټولې خپرونې یې داسې کسان جوړوي چې په ټوله مانا سره د افغالس ولس د له منځه وړلو تابیا لري۔ نو د ولسمشر غني په وړاندې د دوی رویه که څه هم چې ډېره له ادب څخه لرې وه، د نیوکې وړ نه ده۔ ځکه چې د انسایت، شرافت او نېکو اخلاقو تمه سړی له داسې کسانو څخه کوي چې لږ تر لږه انساني شرافت ته په درناوي ولاړ وي۔

سربیره پر دې چې طلوع یوه پردیپاله رسنۍ او په ټوله مانا سره د افغانستان د ورانۍ لپاره یو جوړ شوی کانال دی، له ولسمشر غني سره یې مرکه د غندلو نه ده، ځکه چې په دې مرکه کې نه یوازې ځینې پوښتنې ځواب شوې چې د ولسونو په سرونو کې راګرځېدلې، بلکې په دې سره طلوع خپله آره څېره نوره هم افغان ولس ته وښووه چې څومره منافقه، لنډه غره، غیر مسلکي، پردیپاله ، د افغان ولس غلیمه او له اسلام څخی لرې ده۔ د طلوع خبریال له ولسمشر غني څخه د مسلکي پوښتنو پر ځای هغه پوښتنې وکړې چې د افغانانو تر منځ چاک واچوي، افغانان پر یو او بل بې باوره کړي او کورنۍ جګړې ته یې وهڅوي۔

خو سربیره پر دې باید د همدې بې خونده مرکې هغه خوندوره برخه خلکو ته څرګنده شي چې ولسمشر غني ته تر خیاطانو یې مخالفین، هغه هم هغه سرخته مخالفین چې د ولسمشر غني مرګ ته ناست دي، تر خیاطانو ډېر کار کوي۔ همدا مخالفین دي چې په ناخبره توګه خپلې څېرې رسوا کوي، خو هممهال ولسمشر غني ته دا موکه په لاس ورکوي چې خپل پیغام خلکو ته ورسوي، د مخالفینو بدمرغو څېرو ته نور هم د ولس ور پام کوي او زبادوي چې څوک د دې ولس لپاره شپه او ورځ کار کوي۔
د نجفي زاده پوښتنې غیر مسلکي وې، په تېره هغه چې ولسمشر غني ته یې د غونډو انځورونه وروښول چې ولې په ډې غونډو کې د نورو قومونو استازي نشته۔ ولسمشر غني په پوره پوهه او چکش سره ځواب کړې۔ په دې پوښتنو سره نجفي زاده یوازې خپل شخصیت ثابتوه چې هېڅ شی دی، یوازې یې د خپل کانال اصلي موخې ښووولې چې منافقت او رزالت دی، یوازې یې د خدای راستي په میدان کې دا زبادوله چې دا کانال د اسلام، افغانستان او د دې خاورې د هر وګړي ضد دی۔ ولسمشر غني دومره کوشنی نه دی چې د دې ډول پوښتنو ځواب و نه لري، یا یې ځواب نه شي کړای۔ نو له دې امله نه ښایېده او نه ښایي چې موږ په ناخبري یا باخبري توګه ولسمشر غني کوشنی کړو او داسې وښیو چې دا پوښتنې د ولسمشر غني تر سویې او پوهې لوړې یا یې ځواب له ولسمشر غني سره نه وو۔

تر ټولو ښه ترا موکه همدا وه چې ولسمشر غني نه یوازې خپلو کورنیو مخالفینو ته ماتې ورکړي، بلکې همداسې یې نړیوالو ته وښووه چې د افغانستان واک او ځواک د چا په لاس کې دی، دلته څوک مشر دی او څوک کشر۔ ولسمشر په پوره مېړانه سره زباد کړه چې د دې هېواد تاریخ او تاریخي لویوالي ته یو څو بې ادبه غلامان د ژورنالیستانو په بڼه کې هېڅ زیان هم نه شي رسولای۔