د استرالیا د مهارت لرونکو ویزو د ترلاسه کولو لپاره د دندو نوی لیست خپور شو.
د استرالیا حکومت وايي د مهاجرت په سیستم کې یې یو لړ نوي بدلونونه رامنځته کړي او د مهارت لرونکو ویزو د ترلاسه کولو لپاره یې یاد سیستم ته یو شمیر نوې دندې او شغلونه وراضافه کړي.
د استرالیا د کورنیو چارو وزارت وايي، نوي بدلونونه د دې لپاره ترسره شوي ترڅو استرالیا ته د لوړو مهارت لرونکو بهرنیو کارګرو تګ په منظم ډول وساتل شي او ورسره د استرالیا د مارکیت اړتیاوې پوره کړل شي.
په نوو بدلونونو کې د مهارت لرونکو ویزو د ترلاسه کولو لپاره ۳۶ نوي شغلونه د مهاجرت سیستم د لنډمهاله او اوږدمهاله ویزو لیست ته اضافه شوي چې د مسلکي فوټبالرانو او د ټینس روزونکو په څیر یو شمیر سپورتي شغلونه هم پکې شامل دي.
دغه حکومت وايی، وړ او په کارپوه کسان د نوو شغلونو له مخې کولای شي د استرالیا مهارت لرونکی ویزې ترلاسه کړي او ورسره استرالیا کې د دایمي او لنډمهاله مهاجرت حقوق هم لاسته راوړي.
د مهاجرت وزیر ډیويډ کولمن وايي، د مهاجرت سیستم د دندو او شغلونو په لیست کې نوي بدلونونه د استرالیا د دندو د ملي ریاست او همدارنګه د بازار له ګڼو کوچنیو تجارتونو سره تر سلا مشورو او د هغوی د وړاندیزونو مطابق اضافه شوي.
نوموړی وايي، د استرالیا حکومت د مهاجرت پروګرام ته جدي پاملرنه لري ترڅو په مرسته یې استرالیا کې اقتصادي تشې ډکې کړي او د کارګر مارکیټ اړتیاوې پوره کړي او دغه نوي اقدامات دغه کار ته د حکومت ژمنتیا ښیي.