که څه هم چې له جهادي مشرانو څخه د ښېګڼې تمه لېونتوب دی، خو په ګوډ او مات توپير سره ښاغلي حکمتيار ته سترګې ور اوړېدلای شي. له بده مرغي چې د روان کړکېچن حالت په اړه يې بې پروايي نه يوازې د ژورې اندېښېنې، بلکې د غندلو وړ ده.

ښاغلی حکمتيار د امريکا پر چل او مکارۍ او د طالبانو پر سوډرۍ، ناپوهۍ او بې سارې بې عقلۍ ښه پوهېږي. په همدې توګه ښه پوهېږي چې د افغانستان اوسنی حالت تر تېرو اووه لسو کلونو ډېر کړکېچن دی او نه يوازې ګاونډې ملکونه، بلکې کورني شرمښان د دې لپاره تياری نيسي چې څنګه د دې ملت په پت، عزت، مال او ناموس تېری وکړي او څنګه د ګاونډيو غليمانو امرونو او فرمايشونو ته ونڅېږي. خو سربېره پر دې، ښاغلی حکمتيار د حکومت د پښو د ماتولو په لټه کې دی. سړی حيران شي چې ولې يې تل تر تله دغه غمځپلي مظلوم ولس ته سنګر نيولی، ولې يې په دې مظلوم ولس يوه د ښادۍ ورځ نه لورېږي او ولې د دې هېواد ګټې تر پنجاب قرباني کوي؟

د دې پر ځای چې ښاغلي حکمتيار د نظام پلوي کړې وای، په نظام کې د برخوال چارواکو سره شخصي دوښمني پالي. د دې پر ځای چې له ولس سره د روان کړکېچن حالت په اړه خپله اندېښنه شريکه کړي، د ولس څخه د نظام د سمون او ساتنې لپاره کار واخلي، ښاغلی حکمتيار د ولس او حکومت تر منځ په بې سارې ځيرکۍ سره واټن را منځته کوي او د نظام مشروعيت له منځه وړي.
بې له شکه چې د نظام او د نظام د مشروعيت په اړه پوښتنې شته چې بايد ځواب شي، خو په دې ترينګلي حالت کې همدا نظام د ده د جهادي ملګرو له نظام څخه او تر هغه نظام څخه چې دی يې صدراعظم وو، په زرګونو ځله ښه ترا دی.

په کليواله ټولنه کې د ښاغلي حکمتيار نفوذ، ګرانښت او درنښت ته په پام سره به دا د ښاغلي حکمتيار ستر خيانت او جفا وي چې له دې ملت سره يې کوي. دردوونکې تر ټولو هرګوره دا ده چې کله نا کله څوک ورسره ګوري، نو له خوښۍ يې په سترګو اوښکې راځي، خو د ده زړه، هرګوره د بنده په اند، دومره سخت او ډبرين دی چې دوه ورځې وړاندې يې ان په هغه سپين ږيري سل کلن بابا هم زړه ونه سوځېده چې له ده سره يې په له اوښکو ډکو سترګو او ژړغوني غږ ستړي مشي کول، حکمتيار ته يې کړوپه ملا لا نوره هم کړوپه کړه او په لاسونو يې ور ټيټ شو. خو ښاغلی حکمتيار د تېږې په څير بې احساسه ولاړ وو. يوازينی احساس يې دا وو چې موسکی موسکی کېده. د ښاغلي حکمتيار دغه موسکا د سل کلن بابا په وړاندې بې له شکه چې ښکنځل وه.

دوه ياران مې په دې شان ليدلي نه وو
چې يوه ورته ښکنځل او بل دعا کړه

دا به ګردسره د انساني لوښې سره په ټکر کې وي که سړی ووايي چې سل کلن سپين ږيري بابا به له ښاغلي حکمتيار څخه د ماديايو تمه درلوده، خو دا به له هر دين څخه منکر هم ومني چې سل کلن بابا له حکمتيار څخه د روان کړکېچن حالت، جګړې، لوټمارۍ، ظلم او جبر څخه د دې مظلوم ولس د خلاصون غوښتنه درلوده. کله نا کله داسې احساس را ته پيدا شي چې که رحم د اسلام بنا وای، نو زموږ جهاديان به زښته ډېر مسلمانان نه وای!

ښاغلی حکمتيار په خپلو مرکو کې په زغرده وايي چې طالبان له اوسني حکومت سره ولې سوله وکړي، د دولت مشروعيت تر پوښتنې لاندې نيسي، دولت له حزب اسلامي سره د سولې د تړون په ماتولو تورنوي او ... د حيرانتيا وړ هر ګوره دا ده چې څو ورځې وړارندې يې په خپله مرکه کې وويل چې اسلامي حزب د غني حکومت نه دی راوستلی، بلکې امريکا د سولې نوښت ته لاس کړ او د تړون هره ماده به د امريکا د سفارت له لورې بدلېده. نو که ريښتيا داسې وي، بيا د غني له حکومت څخه ولې ګيله من دی چې د سولې تړون تر پښو لاندې کوي. حزب اسلامي خو د امريکا له سفارت سره سوله کړې ده، نو ولسمشر غني يې ولې تړون پلی کړي؟

ښاغلي حکمتيار ته ښه ترا مالومه ده چې د افغانستان کړکېچن حالت زښته ډير د اندېښنې وړ دی او حالت بايد داسې نه شي چې خدای مه کړه افغانې مېرمنې د پېښور، کراچۍ، اسلام خراب، زاهدان، تهران او .... په کوڅو کې په يوه مړۍ ډوډۍ پسې سرلوڅې وګرځي، ځوانان يې د پرديو په جګړو کي سر وبايلي او ماشومان يې له يخنۍ، لوږې او بې کسۍ ومري. ښاغلي حکمتيار بايد د بېځايه مرکو، نيوکو، تورونو او د حکومت د پرځولو د خيال پر ځای بايد په يوه غښتلې اراده، سياسي ځيرکتيا، افغاني وقار او اسلامي عقيده سره د افغانستان مظلوم ولس له انساني وحشي لېوانو وساتي. که ښاغلی حکمتيار خپل شعار ته، چې ګواکي بايد د مظلوم لاسنيوی وکړل شي، ريښتينی وي، نو تر افغان ولس به بل کوم ولس مظلوم وي چې بايد وژغورل شي؟! اوس نو ښاغلی حکمتيار پوهېږي چې دا مظلوم ولس د رحم وړ ګڼي که نه. اوس ښاغلی حکمتيار پوهېږي او د افغانستان کورني ابدي غليمان لکه د طالبان، شمالي ټلواله، په ځانګړې توګه د مزار اتاګی چور، پدارم، محقق او ...

د بهرني سياست په اړه بايد د ښاغلي حکمتيار دريځ څرګند وي. د پنجاب په وړاندې د ښاغلي حکميتار ګونګ دريځ د سړي په زړه کې په زرګونو پوښتنې وزيږوي. له پښتونخوا څخه د پښتنو مېړوښې او پېغلو تښتول او په کراچۍ ښار کې د فحشا په مرکزونو کې پلورل، د ډيورند کرښې پر سر اغزن تار لګول او په پاکستان کې د سلګونو زرو پښتنو او بلوڅو ځوانانو وژل او د دوی د کور کهول ورانول هغه څه دي چې ښاغلي حکمتيار يې په اړه تر اوسه خوله پټه نيولې ده. د ايران په وړاندې د ښاغلي حکمتيار هوايي نيوکې کومه اغېزه نه لري. دی بايد ولس ته زباد کړي چې د دې وطن هر څاڅکی اوبه، هره ډبره، هر انسان او هر کادر ور ته محترم دی او دفاع يې کوي. که ښاغلی حکمتيار په ريښتيا د مظلوم لاسنيوی کوي، نو دغه ټولې پوښتنو ته نه يوازې بايد ځواب ووايي، بلکې دغه بې سارې ژورې او پراخې ستونځې ته بايد حل پيدا کړي. که وار خطا شو، د دې ټولو ناخوالو پازه (مسئوليت) به اخلاقا د ده پر غاړه وي.