د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موریسن يو تازه ويډيويي پيغام خپور کړی چې په هغې کې پناه غوښتونکو ته خبرداری ورکوي ترڅو استراليا ته غير قانوني را نشي.

د لومړي وزير دا نوی پيغام به ۱۵ هغو هيوادونو کې خپريږي له کومو څخه چې استرالیا ته د پناه غوښتونکو د راتګ اټکل کيږي.

موریسن په دغه پیغام کې قاچاقبرانو ته خبرداری ورکوي چې استرالیا ته په کښتیو کې د کډوالو په قاچاق کولو کې به بریالي نشي او د ده حکومت به یې مخه ونیسي.

نوموړی په یاد پیغام کې کډوالو ته وايي، «تیروتنه مه کوئ، استرالیا ته تاسې نشئ راتلی. خپلې پیسې مه ضایع کوئ او د یو ناممکن کار لپاره خپل او د نورو ژوند له خطر سره مه مخ کوئ.»

دا پيغام له هغه وروسته خپريږي چې حکومت د کډوالو او پناه غوښتونکو په وړاندې په خپل جوړ شوي قانون کې پاتې راغی او پارلمان او سنا مجلسونو د حکومت جوړ شوي قانون خلاف رايې ورکړې د کوم له مخه چې بيمار کډوال د اسټراليا له سمندري توقيف ځايونو څخه اسټراليا ته درملنې لپاره راوستل کيږي.

دا له ۸۰ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې د استرالیا حکومت خپل جوړ شوي قانون کې ماتې خوري او پارلمان يې اړ کوي ترڅو پکې بدلون راولي.

د ياد قانون له مخې يوازې ناروغ کډوال د استرالیا له نایرو او مانوس سمندري توقیف خونو څخه د درملنې لپاره اسټراليا ته راوستل کيږي او له درملنې وروسته دوی بيرته استرالیا کې دننه د کډوالو نورو توقيف خونو ته استول کيږي.

د استرالیا حکومت وايي که داسې وشي نو لا ډير پناه غوښتونکي به غير قانوني لارو څخه اسټراليا ته راتګ پيل کړي ولې بيا د حکومت مخالف کارګر ګوند اوسنۍ حکومت تورنوي چې يوازې د ويرې کمپاين خپروي.

د استرالیا کارګر ګوند وايي که دوی راتلونکې ټاکنې وګټې نو د ناقانونه کډوالو په وړاندې به د استرالیا د اوسني حکومت په څیر تګلارې او دریځ غوره کړي.

د دغه ګوند د کډوالۍ په چارو کې غړی شاین نیومن په یوه مرکه کې چې د جنوب او جنوب ختیځې آسیا په ډیرو هیوادونو کې خپره شوې، ویلي چې د کارګر ګوند به د هغو کډوالو په وړاندې چې په کښتیو کې د استرالیا په لور راځې سخت دریځ ولري او هغوی ته په اجازه ورنکړي چې په استرالیا کې میشت شي.