د اندونیزیا د مناډو د کډوالو په توقیف خونه کې ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي سجاد یعقوب ځانته د اور لګونې په پایله کې تیره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ساه ورکړه.

سجاد یوه اوونۍ وړاندې په توقیف خونه کې دننه په خپل اطاق کې پر ځان تیل توی کړي وه او د ځانوژنې هڅه یې کړې وه خو نوموړی د توقیف خونې د مسولینو لخوا هغه مهال ژغورل شوې وه.

د توقیف خونې چارواکې وايي له سجاد برسیره دریو نورو افغان پناه غوښتونکو هم د ځانونو د سوځولو هڅه کړی وه خو د هغوی وضیعت مخ په رغیدو دی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د روغتون ډاکټرانو ویلي، سجاد د ۶ ورځو لپاره په جدي مراقبت خونه کې تر درملنې لاندې وه، د هغه ټپونه ژور وه او د بدن زیاتو برخو یې دریم درجه سوختګي درلوده.

د رپوټونو په حواله، سجاد ۹ کاله وړاندې له افغانستان څخه اندونیزیا ته تللی وه. نوموړي د اندونیزیا د مناډو ښار په پوهنتون کې لوړې زدکړې هم بشپړې کړې وې.

د رپوټونو په حواله، اندونیزیا کې دمګړۍ له څوارلس زرو زیات کډوال او بناه غوښتونکي په خورا بدو حالاتو کې ژوندکوي چې په دې کې ګڼ شمیر افغانان هم شامل دي.