د اسټراليا پارلمان هغه قانون تصويب کړ د کوم له مخه چې ناروغه کډوال او پناه غوښتونکي له نایرو او مانوس ټاپو څخه اسټراليا ته د درملني لپاره راوستل کيږي.

دا قانون داسې مهال د اسټراليا د پارلمان لخوا تصويب شو چې د اسټراليا حکومت ددې قانون مخالفت کاوه او د تصويب مخه يې نيوله.

دا له ۸۰ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې حکومت خپل جوړ شوي قانون کې ماتې خوري او پارلمان يې اړ کوي ترڅو پکې بدلون راولي.

د نوي قانون له مخه به دوه ډاکټران د ناروغه کډوال حالت معلوموي او له هغې وروسته به يې اسټراليا ته درملنې لپاره راولي.

د اسټراليا د حکومت مخالف لېبر او ګرين ګوندونو استازو د نوي قانون حق کې رایې ورکړې او اکثريت سره یې له پارلمان څخه تصويب کړو.

سره لدې چې دا قانون یو ځل مخکې هم د استرالیا د سنا مجلس لخوا تصيوب شوی وه، ولې اوس يو ځل بيا سنا مجلس ته تصويب لپاره وړاندې شو چې سنا مجلس هم په غوڅ اکثریت سره بیا تصویب کړ.

حکومت وايي نوي قانون رامينځته کيدو سره به يو ځل بيا انساني قاچاقبر بيړيو سره کډوال اسټراليا ته راولي.

خو ليبر ګوند وايي چې د اسټراليا د سرحدونو د ساتنې په قوانينو کې هیڅ بدلون نه راولي او د اسټراليا اوبو ته په رارسيدو سره به د پناه غوښتونکو نوې کښټۍ بيرته ستنوي.

د نوي قانون له مخې د اسټراليا مهاجرت وزير مسوليت لري ترڅو ۷۲ ساعتو کې دننه د يو بيمار کډوال اسټراليا ته راوستل تصويب يا رد کړي. د کډوال ردول بايد د هغه د جرمې سابقې له مخه وشي او دا بايد د اسټراليا ملي ګټو ته په کتو ترسره شي.

همداشان د یادونې وړ ده چې یاد قانون یوازې د نایرو او مانوس توقیف خونو د موجودو ناروغه کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د تطبیق وړ دی.
د استرالیا حکومت وايي، هغه کسان چې تازه د استرالیا په لور راځي په هیڅ صورت له دې قانونه ګټه نشي اخیستی.