وروسته له دې چې د استرالیا حکومت ونشو کړای په پارلمان کې د هغه قانون د تصویب مخه ونسي چې له مخې یې د نایرو او مانوس توقیف ځایونو ناروغه کډوال د درملنې لپاره استرالیا ته راوړل کیږي، نو اوس دغه حکومت هڅه کوي د پولو امنیت لا هم تقویه کړي ځکه دوی ویره لري چې قاچاقبر ښايي له دې قانونه د بازار موندنې ګټه پورته کړي.

لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي، د زیاتو کشفي ګزمو په لار اچول، د اطلاعاتو راټولول، عامه پوهاوی او همداراز د کریسمس ټاپو د توقیف خونې بیا پرانیستل د نوي پلان برخه ده ترڅو استرالیا ته د راتلو په تمه ناست کډوال او قاچاقبر پوه شي چې استرالیا کې د هغوی لپاره ځای نشته.

نوموړي همداراز ویلي، د پولو د ښه امنیت لپاره به د استرالیا د سرحدي ځواک سربیره له سمندري او هوايي ځواکونو هم ګټه واخلي ترڅو د ناقانونه کډوالو او قاچاقبرو ګواښ له منځه یوسي.

د نوي قانون له مخې د اسټراليا مهاجرت وزير مسوليت لري ترڅو ۷۲ ساعتو کې دننه د يو بيمار کډوال اسټراليا ته راوستل تصويب يا رد کړي. د کډوال ردول بايد د هغه د جرمې سابقې له مخه وشي او دا بايد د اسټراليا ملي ګټو ته په کتو ترسره شي.

د استرالیا حکومت وايي، په پارلمان کې اکثریت لرونکی مخالف کارګر ګوند د یاد نوي قانون په تصویبولو سره د استرالیا د پولو امنیت او خوندیتوب له ګواښ سره مخ کړ.

خو د کارګر ګوند مشر بیل شارټن وایي چې د پولو امنیت یې نه دی کمزوری کړی.

نوموړی وویل، کارګر ګوند د تل په شان د استرالیا پولې غښتلې غواړي او هیڅکله نه غواړي چې استرالیا په لور د قاچاقبرو لخوا د کډوالو د قاچاق تجارت بیا پیل شي.

هغه زیاته کړه، نوی قانون یوازې د نایرو او مانوس توقیف خونو د موجودو ناروغه کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د تطبیق وړ دی او هغه کسان چې تازه د استرالیا په لور راځي په هیڅ صورت له دې قانونه ګټه نشي اخیستی.