د میانمار پوځ د سه شنبې په ورځ په یو خبر کې ویلي، یوه کښتۍ یې نیولي چې ۹۳ روهنګیايي کډوال یې د دغه هیواد د راخین ایالت د بیځایه شوو وګړو له کمپونو څخه د مالیزیا په لور انتقالول.

د میانمار د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې له تیرې میاشتې راهیسې د (مانسون) باراني موسم له ختمیدو وروسته دا د روهنګیايي کډوالو دریمه کښتۍ ده چې دوی یې نیسي.

په جنوبي میانمار کې د حکومت د دفتر مشر وايي، نوې نیول شوې کښتۍ د ځايي کب نیوونکو لخوا کشف او په هکله یې چارواکو ته خبر ورکړل شوې وه.

د میانمار د پوځ په خبره، په کښتۍ کې سپاره وګړي ټول روهنګیایان دي او د راخین ایالت د بیځایه شوو کډوالو له کمپونو تښتیدلي او غوښتل یې په یاده کښتۍ کې مالیزیا ته لاړ شي.

پوځ وايي، دوی چمتووالي نیسي ترڅو په کښتۍ کې سپاره کسان بیرته د راخین ایالت کمپونو ته انتقال کړي.

د یادونې وړ ده چې تیر کال په میانمار کې داسې مذهبي تاوتریخوالی پیل شوې وه چې په تیرو څو کلونو کې یې په دغه هیواد کې سابقه نه درلوده.

د دغه تاوتریخوالي په جریان کې د میانمار پوځ او د روهنګیايي یاغیانو ډلو یو پر بل باندې د ډله ییزو وژنو او کلیو ته د اور ورته کولو تورونه لګول.

خو د دغه اخوډب په لړ کې اصلي قربانیان ملکي روهنګیايي وګړي ول چې زرګونه شمیر ووژل شول او سلګونه زره نور له خپلو سیمو او کورونو بیځایه او ګاونډیو هیوادونو بنګله دیش او مالیزیا ته کډوال شول.