د استرالیا فیدرالي حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې به استرالیا کې د میشتو او قبول شوو کډوالو د والدینو لپاره د نوې ویزې غوښتنلیکونه پرانیزي.

د یادې ویزې مسوده او قانوني مراحل تیره اوونۍ د استرالیا د پارلمان او مشرانو جرګې لخوا تصویب شول، چې ورسره سمدستي حکومت هم دا اعلان وکړ چې د ویزې صادرول به راتلونکي میاشت کې پیلوي.

د استرالیا حکومت وايي، د کډوالو د والدینو لپاره دغه نوی ویزه یې د کډوالو په غوښتنه رامنځته کړې ترڅو هغوی وکولای شي خپل والدین د ټاکلي وخت لپاره استرالیا ته راوغواړي.

د استرالیا د مهاجرت وزیر (ډیویډ کولمن) په دې هکله وايي چې یاده ویزه د کورنیو په یوځای کولو کې لویه مرسته کوي او کډوالو ته دا چانس برابروي چې استرالیا کې له خپلو اقاریبو سره ګډ وخت تیر کړي.

نوموړی وویل، د کډوالو سره د والدینو پر یوځای کولو استرالیايي ټولنې ته خورا زیاتې ټولنیزې ګټې رسیږي ځکه په دې سره د کډوالو کورنۍ مثبت لور ته هڅول کیږي او همداراز دا کار هغوی ته دا هیله ورکوي چې راتلونکي کې له خپلو والدینو سره هم کتلې شي.

همدراز کولمن په خپلو خبرو کې آپوزیسیون کارګر ګوند هم خپل هدف وټاکه چې په پارلمان کې یې د دغه ویزې د تصویبولو سره مخالفت ښودلې وه.

کولمن زیاته کړه چې د (بېل شارټن) ګوند باید ټولنو ته اوس دا تشریح کړي چې پارلمان کې یې ولې د دا ډول مهمې مسودې مخالفت کولو.