هند کې د سریلانکا هیواد زرګونه تامیل کډوال چې کلونه مخکې د کورنیو جکړو له امله د هند د تامیل ناډو ایالت ته کډه شوي وه، اوس چمتو دي چې خپل هیواد ته بیرته ستانه شي.

د یوې بشري حقونو ډلې په حواله، بیرته ستنیدونکو کډوالو سره به اړینې مرستې ترسره کیږي او هغوی ته به سریلانکا کې د اوسیدو لپاره یوه نمره ځمکه هم ورکول کیږي.

د حقونو ډلې د مشر (اشوک زاویر) په خبره، د هند د تامیل ناډو ایالت په کمپونو کې دا مهال قابو ۶۲ زره سریلانکایي کډوال میشت دي چې له ډلې قابو ۴ زرو تراوسه د بیرته ستنیدو لپاره نوم لیکنه کړې.

نوموړې وايي، هرې ستنیدونکې کورنۍ ته نغدې پیسې، یوه نمره ځمکه او نورې اړینې مرستې په نظر کې نیول شوي.

هغه وايي، کډوال به د دې ګټو د ترلاسه کولو برسیره د سریلانکا د تابعيت اړين اسناد هم ترلاسه کړي.

د اشوک په خبره، د بیرته ستنیدونکو کډوالو لپاره دا یو خوندي، باثباته او د هغوی په خوښه کار دی، ځکه هغوی له یو کمپ نه بل کمپ ته نه ځي، بلکه بیرته خپل کور ته ستنیږي.

د یادونې وړ ده چې د سریلانکا کورنۍ جګړه په ۲۰۰۹ کې پای ته ورسیده. د دغې جګړې له امله زرګونه خلک ووژل شول او لسګونه زره نور د کورونو پریښوده اړ شول. ډیری دغه کسان تامیلیان وو چې سریلانکا کې یو هندو قومي اقلیت دی.