له تېرو دوو اوونیو راهیسې د استرالیا د نایرو توقیف خونې د پناه غوښتونکو مسله د رسنیو لپاره یوه ګرمه موضوع ګرځیدلې، ځکه په دغه ځای کې د موجودو ۶۵۰ پناه غوښتونکو صحي وضعیت کړکیچن اعلان شوې.

دغه خبر په استرالیا کې د ډیری خلکو احساسات راپارولي او پر حکومت یې فشار راوړې ترڅو د نایرو ټول پناه غوښتونکې سمدستي استرالیا ته را انتقال کړي.

تېره اوونۍ د استرالیا د لېبرال ګوند غړې جولیا بېنکس چې د استرالیا د پارلمان غړیتوب هم لري غوښتنه وکړه چې حکومت دې ژر تر ژره له نایرو توقیف مرکزه ماشومان او د هغوی کورنۍ استرالیا ته انتقال کړي.

همداشان د (وینټ ورت) سیمې پارلمان غړې (کیرن فیلپس) هم ورته غوښتنه ترسره کړې.

برسیره پر دې استرالیا کې له قابو شپږ زرو زیاتو ډاکټرانو، خیریه ټولنو او بشري حقونو ډلو هم پر حکومت فشار راوړې چې د نایرو پناه غوښتونکي دې سمدستي تخلیه کړي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې ادارې هم د استرالیا حکومت د پناه غوښتونکو د حقونو په برخه کې د نړیوال قانون څخه پر سرغړونه تورن کړې وه.

د دغه فشارونو او غوښتنو په ځواب کې او د فیدرالي محکمې د حکم په اساس د استرالیا حکومت په تېرو دوو اوونیو کې له ۳۰ زیات ماشومان او د هغوی کورنۍ د عاجلې درملنې په خاطر استرالیا ته لیږدولي.

د ګڼ شمیر ریپوټونو په حواله، په نایرو کې تقریبآ ټول پناه غوښتونکي له جدي رواني ناروغیو رنځ وړي. د ډاکټرانو په خبره ډیری ناروغه پناه غوښتونکي د رواني مشکل له وجې له خوراک او څښاک ډډه کوي او آن خبرې هم نه کوي.