دکارپوهانو په يوه تازه څيړنه کي چي دنړي له شاوخوا ۵۰ پنځوسو پرمختللو ، متوسط او وروسته پاته هيوادونو له مطالعاتو څخه يي لاسته راوړي ، لدې سره سره چي په عمومي ډول دمړيني کچه مخ پرکښته ښودل کيږي ، دا په ډاګه کوي چي اوس دمرګ سره مخامخ ډيري قربانيان ځوانان دي . 


پدې تحقيق کي زورزياتي ، ځانوژنه ، او ترافيکي پيښي له هغو مهمو عواملو څخه بلل سويدي چي په لوي لاس دټولني دا قشر( ځوانان ) دمرګ له ستوني تيروي . .


ذکرسوې څيړنه همداراز ښيي چي دکوچنيانو مړينه ( له ۱ يوه کال څخه تر۹ نهو کلونو پوري ) له ۸۰٪ تر ۹۳ ٪ په سلو پوري راټيټه سويده ، او دليل يي په ټوليز ډول دعفوني ناروغيو دکچي ټيټوالي ښودل سوي . ‎


خو له بده مرغه دځوانانو په برخه کي دغه کچه دنورولاملونو له مخي ډيره لوړه ښکاري ، نړيوالي څيړني ښيي چي له۱۵ څخه تر ۲۴ کلونو عمرلرونکو کسانو کي د۴۱٪ څخه تر ۴۸ ٪ پوري دمړيني ګراف راټيټ سويدي چي دا دکوچنيانو په پرتله ډيره کمه سلنه ګڼلاي سو. 


چي په تکرار سره بيا هم په ځوانانو کي تروخت وړاندي مرګ ژوبلي عمده لاملونه زورزياتي ، ځانوژنه ، او دنشې يا هم عادي حالاتو کي دترافيکي پيښو منځته راتګ واقعات شميرل کيږي . .


ياد تحقيق ښيي چي دتاوتريخوالي او زورزياتي پرمهال دمرګ ژوبلې کچه په نړي کي ترټولو دانديښي وړ حالت ته رسيدلې ده .. 
دلندن پوهنتون يو تن استاد ډاکټر راسل وينر يو چي ددې څيړني لارښوونه يي هم پرغاړه لرل وايي چي (( دنن ورځي عصري ژوند دنويو ځوانانو او ځوانانو لپاره مرګوني پايلي درلودلي ، دټرافيکي پيښو زياتوالي ، زورزياتي او ځانوژنه ورځ تربلي ډيريږي ، او دا پداسي حال کي ده چي دمړيني او ژوبلي ياد ي بيلګي په کوچنيانو کي ډيري کمي ترسترګو کيږي .


دښاغلي وينر په وينا مخکي دځواني وختونه دانسان لپاره ترټولو سالمه دوره ګڼل کيده خو دنوموړي په خبره اوس هغه شرايط روان حالت ته په پام سره له لاسه وتلي بريښي . ))).
خو کيداي سي ددې غميزي سره په مستقيم تړاو او ياهم ديته ورته انديښنې په وزن پوره نه وي ، او داتحقيقات به هم دټولي نړي دځوانانو دتلفاتو مکمل انځور وړاندي نه کړاي سي ، څيړونکو هم دا منلې چي پدې تحليل کي ترډيره دپرمختللو او مخ پروده هيوادونو څخه پرراغونډو سوو ارقامو تکيه سويده ، او دنړي له فقيرو هيوادونو څخه دپوره معلوماتواو نورو بيلابيلو سببونو درابرسيره کيدو نشتوالي ددې لامل ګرځي ترڅو دځواني طبقې ( نارينه او ښځينه ) له وخت وړاندي مرګ ژوبلي کره ارقام په لاس کي ونلرو . .
پدې برخه کي يو له مهمو فکټورونو څخه دنړي دهيوادونو ترمنځ دزياتو توپيرونو موجوديت دي .


د۱۹۹۰ په وروستيو لسيزوکي په کمونيستي هيوادونو کي دځانوژني کچه ډيره لوړه ګڼل کيده او داپداسي حال کي ده چي پدې وروستيو کلونو کي په شتمنو ممالکو کي دځان وژلو واقعات دلوړيدو په حال کي دي

 .
داسي ښکاري چي اقتصادي پرمختګ ، ښارونو ته مخه کول ، او اجتماعي توپيرونه دهري ورځي په تيريدو سره دنني ځوانانو ترمنځ دستونزو راولاړيدو اصلي جرړي واوسي . 
لږترلږه دټولي نړي په کچه دمړيني ذکرسوي کچي ته په پاملرني دې نتيجې ته رسيږو چي ياد فکټورونو ډيري منفي پايلي هم له ځانه سره درلودلي . 
دا حالت لمړي په غربي هيوادونو کي ترسترګو کيده ، خو اوس مخ پروده هيوادونه هم له ورته ستونزو سره لاس او ګريوان ښکاري .


نو شنونکي پدې اند دي چي دولتونه بايد دتاوتريخوالي دکنټرولولو دبيوزلي دراکمولو او دخلکو دژوندانه ښه کولو په برخه کي لکه څرنګه چي ښايي خپل مکلفيتونه ترسره کړي دا ځکه چي په ځوانانو کي دناهيلي پراختيا او ښې راتلونکي ته دمناسبو فرصتونو نه ترسترګو کيدل دعقدواو کينو زيږونکي ګڼل کيږي .
چي له امله يي بيا نه يوازي ځان بلکي ټولني ته هم زيان اړوي . .