تاسو ویلي دي چې وزن مو ۹۲ کیلوګرامه دی. که څه هم تاسو د خپل قد په اړه څه نه دي لیکلي خو نارینه افغانان په متوسطه اندازه ۱۷۰-۱۸۰ سانټي مټره لوړ دي نو دغه وزن ستاسو لپاره زیات دی. ممکن ستاسو د ملا د دردونو علت همدا د وزن زیاتوالی وي. په دې عمر (۳۰-۴۰ کلنۍ) کې د ملا دردونه معمولاً د ملا د عضلاتو د شخوالي یا سپزم په وجه هم پیدا کېږي. د ملا د مریو دواړو خواوو ته پلې یا عضلات دي چې دغه مرۍ له یو بله په یوه معینه مسافه کې ساتي. څوک چې سپورټ نه کوي او یا د ناستې کارونه کوي (دفتري چارې، ډرېوري، نانوايي، خیاطي، موچي توب، او نور) دغه پلې یې کمزوري کېږي او مرۍ په خپلو ځایونو کې نه شي ټینګولای. همدا وي چې مرۍ سره نژدې کېږي او پر هغو عصبي رګونو چې د مریو له دواړو خواوو وتلي دي، فشار راوړي. دغه فشار د ملا او د پښو د درد سبب کېږي. په دغو کسانو کې د ملا د عضلاتو شخوالی یا سپزم هم پیدا کېږي او بیا د ملا له درده ځورېږي. زموږ خلک عادت لري چې پر توشکو باندې کېني، په دې حالت کې هم پر ملا باندې فشار زیات وي. ښه به دا وي چې پر چوکۍ یا کوچ باندې کېنئ.

ستا لپاره زما مشوره دا ده چې:

وزن دې کم کړه.

په ورځ کې درې څلور ځله د ملا د عضلاتو د تقویې حرکتونه تمرین کړه. ۱. نېغ ودرېږه له ملا څخه ځان ښۍ او چپه خوا ته کوږ کړه، دوه شمېرې ښي او دوه چپ طرف ته. ۲. هماغسې نېغ ودرېږه ځان له ملا څخه مخ ته او شا ته قات کړه. ۳. نېغ ودرېږه لاسونه دې د سینې مخې ته ونیسه، لاسونه، مخ او سینه دې چپ او ښي طرف ته تاو کړه. ۴. پړ مخې پریوځه، لاسونه دې څنګ ته وغځوه، په داسې حال کې چې پښې دې په ځمکې پورې نښتي وي، سر او ټټر دې له ځمکې پورته کوه او بېرته یې پر ځمکه ږده. ۵. بیا د څلورم تمرین په شان پرېوځه، دا ځل سر او ټټر به دې په ځمکې پورې نښتي وي او یو ځل ښۍ پښه نېغه پورته کوه بې له دې چې له زنګونه یې قات کړې او بیا چپه. هر حرکت پنځه لس یا شل واره تکرار کړه.

که کار دې د ناستې دی، نو هر یو ساعت بعد پاڅېږه، د پښو د ګوتو په سرونو ودرېږه، لاسونه دې هوا ته داسې پورته کړه لکه یو شی چې اسمان خوا ته پورې وهې، په دې حالت کې د ملا مرۍ خلاصېږي او د عضلاتو شخوالی کمېږي. هر ځل چې دا کار کوې باید پنځه لس ثانیې همداسې ودرېږي او بیا کرار کرار عادي حالت ته راوګرځې.

نرم بستر هم د ملا عضلات کمزوري کوي او دردونه رامنځته کوي. بهتره ده چې پر سخت بستر څملې، ان که بې له توشکه پر غالۍ څملې لا به ښه وي.

بروفین او د درد هر رنګه درمل د ګټې تر څنګ جانبي عوارض او تاوان هم لري، ښه به دا وي چې د ډاکتر له مشورې پرته ونه خوړل شي.

که له دغو کارونو سره سره بیا مو هم درد ښه نه شو نو باید د اورتوپیدي له یوه ډاکتر سره مشوره وکړئ.