د دې څیړنې نتایج راته وایي چې که څوک ډېر غوړ او چاغېدونکي خواړه او دغه راز ډېر مالګین خواړه خوري،  د زړه په ناروغیو باندې یې د مبتلا کېدو امکان تر هغو کسانو دوه برابره زیات دی چې مالګه او هغه غوړ خواړه کم خوري چې په بدن کې په وازده بدلېږي او د چاغېدو سبب ګرځي.

 

د روغتیا د نړیوال سازمان له معلوماتو سره سم، د دنیا خلک تر بل مرض د زړه په ناروغیو باندې ډېر مري. مثلا په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د زړه ناروغي د اوولس میلیونه او درې سوه زره کسانو د مرګ سبب شوه، مانا دا چې د نړۍ په هرو سلو کسانو کې دېرش کسان له هغو ناروغیو مري چې له زړه سره تعلق لري.

 

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د زړه د ناروغیو یو لوی علت د سګریټو عادت دی. بل لوی علت یې ځای په ځای ناسته او د جسمي فعالیت کموالی دی. دغه راز هغه خواړه چې مالګه یې زیاته وي او یا د بدن وازده ورسره زیاتېږي او د چاغښت باعث ګرځي، د زړه د ناروغیو بل لوی عامل دی. د روغتیا د نړیوال سازمان له څيړنو سره سم، د شرابو په څښلو کې افراط هم  د زړه   د ناروغیو یو لوی علت دی.